سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ډوهني؛ هغه لوبغاړی چې په IPL کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی نامتو لوبغاړی او لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني د هند په کورنیو تجارتي سیالیو کې تر نورو ټولو لوبغاړو زیاتې سیالۍ ترسره کړې دي.

ډوهني په آی پي ایل سیالیو کې ۱۹۴ لوبې ترسره کړې دي او وروستۍ ۱۹۴یمه لوبه یې پرون د سنرایزر حیدراباد په وړاندې ترسره کړه.

تر دې مخکې په دې لیګ کې د ډېرو لوبو کولو لومړي ځای کې د هند سوریش رانا شتون درلود، چې ۱۹۳ لوبې یې کړې دي.

په IPL سیالیو کې د ډوهني لوبې

د هند آی پي ایل سیالیو روان پړاو ۱۳م دی، چې دیارلس واړه پړوانو کې ډوهني لوبېدلی.

ډوهني په ترسره کړو ۱۹۴ لوبو کې ۴۵۲۳ منډې جوړې کړې دي.

په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۸۴ ناسوځېدلې دي.

په ۴۲،۶۶ ایوریج یې توپوهنه کړې ده.

په IPL سیالیو کې زیاتې لوبې کوونکې لوبغاړي

۱ـ ډوهني                       ۱۹۴ سیالۍ        ۴۵۲۳ منډې

۲ـ سوریش رانا                ۱۹۳ سیالۍ        ۵۳۶۸ منډې

۳ـ روهیت شرما               ۱۹۲ سیالۍ        ۵۰۶۸ منډې

۴ـ ډینیش کارټیک           ۱۸۵ سیالۍ        ۳۶۸۵ منډې

۵ـ ویراټ کوهلي              ۱۸۰ سیالۍ        ۵۴۳۰ منډې

۶ـ روبین اوتاپه                ۱۸۰ سیالۍ        ۴۴۲۷ منډې

۷ـ جدیجا                       ۱۷۴ سیالۍ        ۲۰۰۰ منډې

۸ـ یوسف پټان                ۱۷۴ سیالۍ        ۳۲۰۴ منډې

۹ـ شکر داوان                 ۱۶۲ سیالۍ        ۴۶۴۸ منډې

۱۰ـ چاوله                       ۱۶۱ سیالۍ        ۵۸۴ منډې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ