مارچ 5, 2021

د ایم ایس ډوني سترې اتلولۍ

هندوستانی ایم ایس ډوني چې پوره نوم یې مهیندرا سېنګ ډوني دی، په ۱۹۸۱ م کال د جولای په ۷ مه نېټه د هندوستان د بهار ایالت کې زیږیدلی دی.
نوموړی ۳۸کاله عمر لري او د هندوستان په لوبډله کې یې د لوبېدو وروستۍ ورځې شپې دي.
هغه په ۲۰۰۴ م کال کې د هندوستان ملي لوبډلې سره یو ځای شوی، ډوني منځنی یا مېډل ارډر هېټر توپ وهونکی دی.
ایم ایس ډوني کله چې لوبډلمشر شوی، تر دې دمه یې پنځه نړیوالې او اسیایي اتلولۍ د هندوستان لپاره ګټلي او یو یې د سي بي په نامه لوبلړۍ هم ګټلې ده.
ایم ایس ډوني په ۲۰۰۷ م کال کې د راهول ډرایوېډ له لوبډلمشرۍ وروسته لوبډلمشر شو.
ده په خپله لومړۍ لوبډلمشرۍ کې د ۲۰۰۷ م کال لومړی پړاو شل اوریز جام په خپل نوم کړ؛ یعنې د لوبډلمشر په توګه یې راتګ سره اتلولي د هندوستان کړه.
۲۰۰۸ م کال کې یې د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د سي بي سیریز یا کامان ویلت ( عامه شتمنۍ) په نوم لوبلړۍ په اسټرالیا کې وګټله، دا د هغه په لوبډلمشرۍ کې د هغه بل کامیاب ګام و.
دوهمه ستره اتلولي یې د ۲۰۱۰ م کال اسیا جام سیالیو اتلولي وه؛ چې د خپل هېواد په نوم یې کړه.
۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام چې یوه برخه یې په هندوستان کې ترسره شوه، په پایلوبه کې یې په هسکې شپږیزې اننګز پای ته ورساوه او سریلانکا ته يې په ماتې ورکولو، د نړیوال جام اتلولي یوړه.

دا د ډوني د لوبډلمشرۍ بله ستره لاسته راوړنه وه.
۲۰۱۳ م کال کې یې یو بل بریالی ګام واخېست، په انګلستان کې یې د نړۍ د قهرمانۍ کرکټ جام سیالۍ د هندوستان کړې او اتلولي یې د هندوستان ملت ته ورډالۍ کړه.
او په ۲۰۱۶ م کال کې د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ یو ځل بیا وګټلې او پایلوبه کې یې بنګله دېشۍ لوبډله ماته کړه.
دا شپږ هغه سترې اتلولۍ دي، چې ډوني په خپله لوبډلمشرۍ کې ګټلي دي.
نو هندوستاني ولس ده ته د غوره لوبډلمشر لقب ورکړی او حق یې هم جوړېږي، چې غوره لوبډلمشر یې وبولي.
د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته ډوني له لوبو استعفا کوي او خپل مثبت او زرین کرکټ تاریخ تر شا پرېږي.