فبروري 27, 2021

شاهد افریدي د هندي ایم ایس ډوني په ملاتړ راودانګل

شاهد افریدي ویلي، مهنیدرا سنګ ډوني د هیچا لارښوونې ته اړتیا نه لري، چې هغه له کرکټ څخه لاس په سر کړي.
د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر، پښتون الروانډر او په ټي ټېن لیګ کې د پښتون ټیم لوبډلمشر شاهد افریدي ویلي، چې هیڅوک دا حق نه لري، چې ماته ووایي، د کرکټ څخه استعفا وکړه.
نوموړي د ډوني په هکله هم ویلي، چې هیڅوک نه شي کولای، ډوني ته لارښوونه وکړي، چې له کرکټ څخه استعفی وکړي.

ایم ایس ډوني چې د هندوستان په تاریخ کې د لوبډلې نوموتی لوبډلمشر و، اوس د هندوستانۍ لوبډلې له پامه د غورځېدو په حال کې دی. ډوني د ۲۰۱۸ کال له لومړیو د هندي کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له سترګو لرې شوی ښکاري.
نوموړی د ویسټ انډیز او اسټرالیا خلاف شل اوریزو لوبو سیریزکې نه دی اخېستل شوی. او اوس د هغه د استعفا په هکله د هندوستان د کرکټ مسئولینو له خوا خبرې روانې دي. خو شاهد افریدي دغو ټولو ته په خپلو څرګندونو کې ځواب ویلی.
شاهد افریدي له دې وړاندې د کشمیر په اړه هم څرګندونې کړې وې اوس یې د ډوني د تقاعد په اړه ویلي، چې ډوني هیڅ لارښوونو او خبرو ته اړتیا نه لري، چې تقاعد اعلان کړي؛ بلکې دا د هغه خپله خوښه ده.
د کشمیر په اړه خبرو یې پاکستانیان سخت غوسه کړی ول.
افریدی وایي، هیڅوک ما سره کار نه لري، چې زه هم رېټایرمېنټ اعلان کړم. هغه زیاته کړه؛ ډوني د بل هیچا رهبرۍ او مشورې ته اړ نه دی، چې تقاعد اعلان کړي.
ټرېکر ورزشي وېب پاڼې لیکلي، د نوموړي له خولې لیکلي هیڅوک دا نه وایي، چې ډوني په ۱۱ کلن ورزشي خدمت کې هندوستان ته څه کړي؛ بلکې د هغه په تقاعد پسې یې رااخېستې.

شاهد افریدی له ډوني سره څه اړیکه لري؟
شاهد افریدی او ډوني په ډیرو لوبو کې لوبېدلي او خپلو کې یې د لوبو پرمهال ډېرې دوستانه اړیکې پاللي دي.
د پاکستان زیاتره کرکټ لوبغاړي له ډوني سره ملګري دي او د هغه په ارزښت قایل دي. د دوی اړیکه فقط د کرکټ د خدماتو او ښې لوبې له امله ده.
شاهد افریدي د هندوستان کرکټ بورډ ته په اشارې سره ویلي، چې د ډوني شتون په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې مهم دی.
دا رېټایرالروانډر وایي، ډوني چې هندوستان ته کومې لاسته راوړنې درلودلي باید هیڅوک هغو لاسته راوړنوته په کتو هغه ته ونه وایي، چې کله تقاعد وړاندې کوې. شاهد افریدي دغه څرګندونې د ټایمز ناو په نامه یوې رسنۍ ته کړي دي.
باید وویل شي چې د نور بریاوو ترڅنګ ډوني په یو ورځنیو لوبو کې د هندوستان لپاره له ۱۰ زرو زیاتې منډې کړي دي.