افغانستان سیاست

د غني نسبي بری؛ د قطر ناستې لغوه کیدل او د لویې جرګې جوړیدل به یې هیلې پوره کړي؟

لیکنه: بشر درویش
اعلان

بشر دروېش

په قطر کې د وسله والو طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ کیدونکې ناسته، چې د تېرې جمعې په ورځ باید شوې وای؛ تر ډېره د ولسمشر غني په هڅه لغوه شوه.

د دغې ناستې لغوه کیدل د ښاغلي غني یوه نا اعلان شوې هڅه وه، چې له لغوه کیدو سره یې هغه خپل یوه نسبي بریالیتوب ته ورسېده.

اوس به لویه جرګه د سولې په اړه جوړه او خپله مشوره به اعلان کړي.

خو آیا ولسمشر غني به د قطر ناستې له لغوه کیدو او د جرګې له جوړیدو سره خپلو هیلو ته ورسیږي؟

په دې مطلب کې به همدا موضوع وڅېړو.

ولې د قطر ناسته؟

د قطر ناسته په ماسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو د څو میاشتې مخکینۍ غونډې په دوام د هماغې لړۍ یوه بله غونډه وه.

په یاده ناسته کې یو شمېر حکومتي څېرو هم د ازادو شخصیتونو په حیث برخه لرله.

دوی د حکومت استازیتوب ځکه نه کاوه/ نه شو کولای، چې هم په رسمي ډول حکومت ناستې ته نه و بلل شوی او هم طالب استازو کرښه ویستې وه، چې د حکومت له استازو سره به رسمي خبرې نه کوي.

د ماسکو ناستې د ملي یووالي حکومت او خاصتاً د ولسمشر غني ټیم ته سخته سیاسي صدمه ورسوله.

دا ناسته، چې مشري یې تر ډېره د مخکیني ولسمشر حامد كرزي پرغاړه وه، پیغام او پایله یې تر ډېره دا وه چې که افغان طالب ضده مشهور سیاستوال او طالبان سره جوړ راشي، حکومت ته به د څه ویلو او دریځ لرلو کوم فرصت پاتې نه شي.

همدا وجه وه، چې حکومت د دغې ناستې د غندلو او کم رنګه کولو لپاره له ټولو هڅو کار واخیست.

یوازې ماسکو ناسته نه وه؛ په قطر کې د امریکا او طالبانو مرموزې خبرې، چې افغان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرې په امریکا کې توند غبرګون وښوده، د سولې له مذاکرو د ملي یووالی حکومت د څنډې ته کولو بله لړۍ وه.

ولې حکومت منزوي کیده؟

له حکومت او خاصتاً د ولسمشر غني ټیم سره هم امریکایان، هم اکثره سیمه ییز هېوادونه او هم اکثره افغان سیاستوال خوابدي دي.

د خوابدۍ د سلامت او ملامت معلومول جلا بحث دی، خو واقعیت دا دی چې وروستی وضعیت د غني او امریکا د لانجو ښودنه کوي.

اوازې داسې دي، چې امریکایان له سیمه ییزو هېوادونو،په خاص ډول له پاکستان او روسیې سره هوکړه کړې چې طالبان به بیرته په نسبي ډول واک ته راولي او د دوی او نورو مقتدرو سیاسي ډلو ګډ حکومت به جوړیږي.

دغه حکومت به د افغانستان د همه شموله حکومت څېره لري، چې هم ټولې ډلې پکې ځان ویني، هم به د سیمې هېوادونه ورنه خوشاله وي او هم به امریکایان او نور متحدین ورسره خوښ وي.

له داسې خبرو ولسمشر غني تر هرچا زیات په خطر کې ځکه و، چې هم په حیث د حکومت او هم په حیث د یوه سیاسي اړخ یې تر هر چا زیات تاوان پکې لیده.

البته د وطن پرستۍ کوم تمثیل چې هغه او پلویانو یې د امریکا د دغه پلان پر وړاندې کاوه، ډېر ریښتینی نه و.

غني چې له امریکا سره ښه و، دا دومره کلونه یې یوه اخ هومره اعتراض د دغه هېواد په هیڅ کومې بې باکۍ نه درلود.

ولسمشر غني او ټیم یې په حیث د سیاسي لوبغاړو په تمامه مانا د سولې د لویو هڅو بایلونکي دي، دلیل یې همدا دی چې دوی لکه نور مقتدر سیاسي جریانونه، كه هغوی ښه دي با بد، هغسې کوم منظم قوت، پیاوړې ولسي ریښې او نور داسې ملاتړ نه لري، چې په راتلونکو سیاسي معادلو کې د هغو په ډاډ حضور ولري او سهم ورکړل شي.


د قطر خطرناکه ناسته

په قطر کې پلان شوې ناسته په همدغو دلایلو غني او ټیم ته یې ډېره خطرناکه وه.

البته داسې ناستې افغانستان ته هم خطرناکې دي، ځکه یو نسبي ښه یا بد نظام لري، پر بنسټونو او جوړښتونو یې هم کار شوی او که هر څه له سره کیږي، افغانستان ته به هم تاوانونه واړوي.

د قطر ناسته په هماغه ډول، چې پلان شوې وه، که ترسره شوې وای، له شک پرته چې د امریکا او ورسره ملګرو اړخونو د سولې طرحې ته به یې کافي پرمختګونه رامنځته کولای.

غني څه وکړل؟

غني د دغې ناستې د مقابلې لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه اعلان او وغوښته.

دا جرګه، چې د غني یوه لویه برخه سیاسي مخالفینو ورسره بایکاټ وکړ او هغه یې له جرګې څخه په شخصي او کمپایني استفادې تورن کړ، د غویي په نهمه جوړیږي.

غني د جرګې د جوړولو ترڅنګ د قطر ناستې د سبوتاژ هڅې وکړې.

په دې لړ کې یې له ځانه خپه اکثره سیاستوال سره کینول او د دوی په خوښه یې د قطر ناستې ته د یو دوه نیم سوه کسیز پلاوي پر استولو توافق وکړ.

طالب استازي، چې پوه شول له محدودو سیاستوالو سره نه؛ بلکې د مختلفو افغان قشرونو له ناندریز لښکر سره مخ دي، پر دغه لیست یې اعتراض وکړ.

البته په دې کې شک نه و، چې دومره لیست جوړول د ناستې له ګډوډلو پرته بله مانا نه لرله.

که دا پلاوی طالبانو رد کړی هم نه وای، هلته به یې د خولې خوند سره خرابیده او ناسته به له لغوه کیدو له لا بد ترو پایلو سره مخ و.

غني بریالی دی؟

غني سمدستي نسبي بریالی دی، خو راتلونکی یې لا سم نه دی معلوم.

هغه که له یوې خوا په حساس حالت کې د قطر ناستې مخنیوی او د ده په خوښه جوړیدونکې جرګې ته خاص ارزښت ورکړ، خو د مقابلو او لنډمهالو متحدینو باور یې پرځان کم کړ.

اوس به ولیدل شي، چې غني د مشورتي جرګې د تخریب په وړاندې د خپلو سیاسي مخالفینو مقابله کولای شي کنه؟

لکه څنګه چې د قطر ناسته غني او ټیم ته یې خطرناکه وه، همداسې مشورتي لویه جرګه د غني مخالفینو ته خطرناکه ده.

د غني مخالفین ښکاره تور لګوي، چې غني د دغې جرګې په وسیله یا غواړي د خپل واک موده وغځوي، یا نورې شخصي موخې تعقیب کړي.

دغه جرګه که د غني په امر جوړه شوې، خو حتمي نه ده چې دی به پکې غوڅ ملاتړ ولري.

دا به وروسته لیدل کیږي، چې د غني مخالفین په جرګه کې د ده د خوښې اجنډاوې ردولی شي کنه؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي