له نړۍ

امریکايي سپیانو خپل خاوند په بشپړ ډول خوړلی

اعلان

د اسپوټينګ ورزشي سایټ د خبر او واشنګټن پًسټ د راپور له مخي له څېړنو او ټیسټونو وروسته دا ثابته سوه، چي ۱۸ سپیانو خپل خاوند په پوره ډول خوړلی او هیڅ نښانه ئې نده پرې ایښې.

۵۷ کلن مک د آمریکا په تکزاس ایالت کي د نورو خلګو څخه لیري ژوند کاوه او دا ئې تر نورو ښه بلله، چي د خپلو سپیانو سره ژوند وکړي.

په هرو دوو اونیو کي هغه ته نژدې دوستان د ده لیدلو ته ورتلل او هغه ئې پلورنځیو ته بېوه، خو وروسته یو ورځ چي دوی ورغلل، هغه ورک سوی او هیڅ نښه نښانه ئې نه ده پاته سوې.

پولیسو د سپیانو په مرسته د هغه د پيداکولو هڅه وکړه، خو هغه ئې نکړ پيدا.

وروسته پولیسو یوه کوچنۍ ټوټه د سپیانو د اوسېدو په ځای کي پیداکړه او وروسته ئې څیړني پيل کړې، چي معلومه سوه یادو سپيانو خپل خاوند د لباسه سره خوړلی.

د پولیسو رئيس رسنیو ته وویل، چي موږ هیڅ باور نه کاوه، چي سپيان دي په دې ډول یو کار وکړي او خپل خاوند دي په مکمل ډول وخوري.

دا پيښه د روان ۲۰۱۹م کال د اپرېل په میاشت کی رامنځ ته سوې او پولیسو خپلي څېړني په مې میاشت کي بشپړي کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.