روغه سټه کرونا له نړۍ

ډاکټرنانشن: ښايي د روانې میاشتې تر پایه د کرونا مخنیوي په اړه د ډیر پرمختګ شاهدان اوسو

لیکنه: مهر تاج

کرونا وایرس یا هم کووېډ ۱۹ به د آپریل میاشتې تر پایه خپل غملړلی ټغر د ځمکې له مخ نه ټول کړي.

د کرونا وایروس په اړه د چین د روغتیا ملي کمیسیون مشر ډاکټر “ژونګ نانشن ” ادعا کوي، چې امکان شته چې د آپریل تر پایه په نړیواله کچه د کرونا ویروس په اړه د ډیر پرمختک شاهدان اوسو.

د ډاکټر “ژونګ نانشن” یوه ويډیو چې د “شېژین” تلویزیوني چینل له خوا خپره شوې داسې ښيي چې نوموړی ډاکټر پکې د هغو ګامونو په اړه چې چين کې د یاد ویروس د مخنیوي لپاره پورته شوي خبرې کوي.

هغه ویلي، په چین کې تر دې دمه تر ۳۳۳۱ پورې خلک د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي، حکومت ددې ویروس د مخنیوي لپاره جدي او ګړندي ګامونه پورته کړل چې لا هم پلي کیږي.

هغه دا هم وویل، چې لومړی مونږ د ویروس د پراخیدو او پرمختک لارې چارې او لیږد بند کړ، دې کار سره مونږ د نورو تدابیرو لپاره وخت وموند تر څو مو اړین او مهم ګامونه پورته کړل.

هغه وویل د دې ویروس د مخنیوي لپاره اړینه دا وه چې د ناروغانو او په دې وایروس د ککړو ناروغانو کچه راټیټه کړو، په کورونا وایروس د ککړو ناروغانو د کچې راټیټولو یوه لاره او چاره دا وه چې دا وایروس دې روغو وګړو ته ونه لیږدول شي. مونږ د ګرځبند او د خپلو خلکو په کور کې پاتې کیدو غوښتنه وکړه.

اوس د نړۍ ټول هیوادونه همدا هڅه کوي، چې د دې وايروس مخه ونیسي، لکه څنګه چې د نړۍ ټول هیوادونه په دې کوښښ کې دي، چې د دې وایروس مخنیوی وکړي او دوی خپلې هڅې همداسې ګړندۍ وساتي نو د آپریل تر پایه به د کرونا وایروس پیښې کمې شي.

نو داسې به مونږ په نړیواله کچه د کورونا وایروس د مخ ګرځیدو نښې نښانې ووینو.

ډاکټر “ژونګ ” وایي، په چین کې کورونا وایرس د دویم ځل لپاره بیا سر راپورته کړی دی، خو اوس چې د کومې پېښې ثبت کېږي په دوی کې ظاهراً د وایروس نښې علامي نه لیدل کېږي، تر ټولو مهمه خبر یې دا ده چې نوې پیښې په نړیواله کچه نه انتقالېږي او نه یې هم اوسط دومره لوړ دی، ده زیاته کړې چې د دې امکان هم شته چې د کورونا وایروس ناروغ دې دویم ځلې بیا په یاد وایرس اخته شي، خو دا هغه مهال امکان لري چې د ناروغ په جسم کې انټي باډي ختم شي.

ډاکټر “ژونګ ” دا هم وویل،چې د دویم ځلې اخته ناروغانو د وینې نمونو څخه دا ثابته شوي ده، چې یاد وایروس ژوندی نه دی او د مخکې په نسبت کمزوری شوی دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ