ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه سپورټ طبیعت وزش او تمرین

دوبۍ؛ د په زړه‌پورو لوبو او ښکلا ګانو ټاټوبی

لیکنه: ياران
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

تاسو به د نړۍ د ډېرو هغو تفریحي (سیاحتي) هېوادونو په اړه، چې حیرانونکې او زړه راښکونکې لوبې لري، خورا ډېر معلومات لرئ او کېدای شي چې کله د نړۍ ځینو ښکلو او زړه راښکونکو ښارنو ته سفر هم کړی وي، او ډېرې لوبې مو لوبولي وي، خو اوس مهال د متحده اماراتو دوبۍ ښار د نړۍ زړه راښکونکو ښارونو سرلاری دی.

د نخل جمیره جزيرې څخه نیولې چې ان د فضا څخه لیدل کېږي، د خلیفه تر برج چې د نړۍ تر ټولو لوړ برج دی او په دوبۍ کې واقع دي، ټول د سرګرمۍ او ساتېرۍ لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ځایونه دي او چې چا د سیاحت او ساتیرۍ لپاره دوبۍ ته سفر کړی دی له خپل سفر څخه یې خورا ډېر خوند اخیستی دی او دا خوند ور ته نه هېرېدونکی دی، ځکه د دوبۍ چاپېریال خورا ښکلی او په دوبۍ کې کېدونکې لوبې ډېرې خوندورې دي چې انسان د هیجان وروستۍ پولې ته رسولای شي.

په نننۍ لیکنه کې موږ غواړو په دوبۍ کې کېدونکو لوبو اړه تاسو ته حیرانونکي او زړه راښکونکي معلومات درکړو، راځئ د لیکنې تر پایه زموږ ملتیا وکړئ او د دوبۍ هیجان لرونکو لوبو سره اشنا شئ.

لامبو

لامبو د سیلانیانو لپاره خورا په زړه‌پورې لوبه ده، دوبۍ ته ور تلونکي ټول سیلانیان که هغه زاړه وي او که ځوانان د دوبۍ د اوبو پارکونو یا لامبو ځایونه یې پام ور اړوي.
د دوبۍ ښار ډېر ښایسته او زړه راښکونکي حوضونه لري چې کولای شو د هغی ډلې څخه اکوا اډونچر Aquaventure Waterpark ، وایلډ وادي Wild Wadi Waterpark او ډریملېنډ Dreamland Aqua Park څخه يادونه وکړو چې د دغه ښار د لامبو وهلو ډېر ښکلي او نامتو حوضونه دي.

اکوا اډونچر Aquaventure Waterpark د دوبۍ ښار هغه زړه راښکونکی حوض دی چې د نويو ځوانانو، ځوانانو، زړو او په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره ‌یې جلا او متفاوت ځایونه په نظر کې نیولي دي.

په دغه پارک کې ستاسو د اعصابو د کچې معلومولو لپاره د ښوېدلو یو ځای هم شته چې ۲۷.۵ متره لوړوالی لري، چې په لیدو او لوبولو به یې ډېر زیات خوند واخلئ.

د دوبۍ ښار بل نامتو لامبو ځای، وایلډ وادي Wild Wadi Waterpark نومېږي، دغه حوض د اوبو یو وړوکی پارک دی او د ځانګړو خلکو لپاره جوړ شوی دی. هغه کسان چې غواړي په لنډ مهال کې ډېر خوند ترلاسه کړي ارومرو دې دغه حوض ته ورشي.

ډریملېنډ Dreamland Aqua Park، د دوبۍ ښار بل ښکلی او زړه راښکونکی حوض دی. هغه کسان چې ماشومان لري، بویه چې ډریملېنډ Dreamland Aqua Park ته ور شي، ځکه د دې لامبو ځای یوه لویه برخه ماشومانو ته ځانګړې شوې، ان تر دې چې د دغه حوض د ښویېدلو ځایونه (سرسرې) هم د ماشومانو لپاره وړې وړې جوړې شوې دي.

بانجي

د یوې ښې او خوندورې تفریح لپاره په دوبۍ کې تر ټولو ښه او غوره لوبه د بانجی لوبه ده.

د بانجی لوبه داسې ده چې د یوه اوسپنیز تناب په واسطه له یوه برج یا ودانۍ څخه بل برج یا ودانۍ ته په ټوپ وهلو سره تللای شئ، که څه هم دغه لوبه ډېره وېرونکې ده او غټ زړه غواړي خو بیا هم د نړۍ تر ټولو هیجان لرونکو او پېچلو لوبو ګڼل کېږي او خلک یې ډېره خوښوي.

سکای ډایو Skydive

که مو له الوتکې څخه الوت او د ځان را غورځول خوښېږي، نو Dubai Skydive سره خپلې دغې هیلې ته رسېدلی شئ تاسو کولای شئ د یوه پراشوټ په واسطه د Dubai Skydive د الوتکې څخه والوځئ، کله چې تاسو په اسمان کې یاست او لاندې د نخل جمیره ټاپو او د دوبۍ مارینا ښکلا و وینئ، نو دا به ستاسو د ژوند تر ټولو ښکلې زړه راښکونکې، وېرونکې او نه هېرېدونکې شیبه وي.

ځینې سفرونه او ځینې لوبې هېڅکله د انسان نه هېرېږي او یاد یې انسان ته ډېره ارامتیا ورکوي سکای ډایو Skydive لوبه هم د همداسې لوبو له ډلې یوه لوبه ده.

سکي

سکي د کنګلونو او واورو لوبه ده، نو په دوبۍ کې څنګه؟ د دوبۍ په ګرم او سوزونکي لمر کې د سکي امکان شته. دوبۍ سکی Ski Dubai د نړۍ د سکي لوبې ترټولو ستر سرپټی ډګر یا پارک دی، او تاسو دلته د سکي لوبې په لوبولو سره کولای شئ د خپل وجود ګرمي او د دوبۍ ګرمه هوا هېره کړئ او د خپل وخت نه خوند واخلئ. د دوبۍ په سکي پارکونو کې تاسو کولای شئ واورو جنګ لوبه(برف جنګي) وکړئ او سکي لوبه وکړئ، او تاوده چاکلیټ وخورئ او له خپل سفر څخه خوند واخلئ.

د دښتو او صحراګانو لوبې

د دوبۍ هیجان لرونکو لوبو له ډلې څخه یو هم د دوبۍ په رېګزارونو کې د موټر ځغلولو سیالي ده. که چېرې مو دوبۍ ته سفر وکړ نو ارومرو د خوند اخیستو لپاره په صحرا کې د موټر ځغلولو لوبه و کړئ. د دوبۍ په صحرا ګانو کې کولای شئ په ډېر لوړ سرعت موټر و ځغلوئ او د شګو او رېګونو غونډیو وخېژئ، همدارنګه په اوښ سپاره شئ، د شګو پر سر سکي لوبه و کړئ، انځورونه واخلئ، د ستورو څخه تر ډک اسمان لاندې کباب و خورئ، د دوبۍ دودیزو لوبو ننداره و کړئ او خوند ترې واخلئ.

په دغو صحرا ګانو کې کولای شئ په یوې ارامې فضا کې له پرمختللي او عصري ژوند څخه لرې له خوب څخه پاڅېږئ، او د شګو او ریګونو له شا د لمر را پورته کېدل و ګورئ.
په پای کې باید یادونه وکړو که تاسو ته د سفر امکانات برابر وي او غواړئ سفر وکړئ نو د خپلو سفرونو په لېست کې دوبۍ مه هېروئ او د خپل ژوند ارزښتناک وختونو په دوبۍ کې تېر کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ