اپریل 21, 2021

د خپل ځان پر وړاندې دا ښه وکړئ

داسې ډېري کسان زموږ ژوند کې شته چې موږ ته هر ډول منفي خبرې کوي او زموږ باور نسبت و خپل ځان ته کموي؛ خو هیڅکله موږ باید د چا خبرو ته اهمیت ورنکړو، کومې خبرې چې موږ ته زیان رسوي.

هغه کسان چې تاسې ته وایي تاسې سره مینه کول ستونزمن کار دی، یا هم ته د ګرانښت لیاقت نه لرې، د هغو څخه لري والی غوره کړئ.

کوم کسان چې تاسو سره مرسته نه کوي یا هم کوم ځانګړی کار نه ترسره کوي، هغوی ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې احساسات کنټرول کړي.

خپل ځان د هغه څه په هکله چې نه پوهېدې او اوس پوهېږې وبخښه.

دا تل په یاد ولرئ چې ځینې پر تاسو مئینیږي او ځینې درنه کرکه کوي، دا تاسو پوري اړه نه لري، هغه احساس چې نور وګړي یې ستا پر وړاندې لري، خپل ځان په هکله قضاوت کې مه حسابوه، ځکه هرڅوک پوهیږي او خوښه یې.

هیڅکله دا مه پوښتئ چې ولې دا ستونزې او بلاوې پر ما راغلي، د هغه پرځای دا وپوښته چې دې ستونزې ماته څه را زده کړل او کومې تجربې یې ماته پرېښودلې.

هر هغه څه چې ستاسې ذهن ته منفي فکرونه لېږدوي، که په مجازي نړۍ کې وي یا هم په خپل ژوند کې مو، هغه پسې مه ګرځئ او په اړه یې فکر مه کوئ، ښه داده چې د منفي انسانانو او منفي خبرو څخه لري اوسئ.

دا په یاد ولرئ محدودیتونه ستاسې تعریف نه کوي، ستاسې ځواک او مهارتونه ستاسو ستاینه کوي.

دا خپل ذهن کې وساتئ که ستاسې په فکر کې د ودې حس وي په غره کې هم اوسئ، وده کوئ، هیڅوک ستاسې مخه نشي نیولی.

کومې ښځې چې خپل ځان ښه پېژني د ستاینې څخه غرور او د تحقیر څخه نه خفه کیږي ځکه دوی پوهیږي چې دا خبرې دوی ته اړینې ندي.

هیڅکله مه پرېږدئ چې د تېر وخت ستونزې ستاسې د راتلونکې وخت خوشالي درنه واخلي.

خپل ځان سره ملګري اوسئ او ځانته وخت ورکړئ.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ