مارچ 9, 2021

ډيوه پتنګ: پر افغانستان مئينه يمه، افتخاري دنده اجرا کوم

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د ملي ټلويزيون ښځينه خبريالي ډيوې پتنګ هغه اوازې رد کړې چي ګواکي دا د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کي لس زر ډالره معاش اخلي.
وروسته له هغې چي د ډيوې پتنګ ورور پامير پتنګ د افغانستان د ملي پنډ اداري رئيس وټاکل سو،په ټولنيزو رسنيو کي غوغا جوړه سوه.”
په فيسبوک او ټويټر کې داسې اوازې خپرې سوې چي ګواکي ډيوه پتنګ د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کې ۱۰۰۰۰ ډالره تنخوا اخلي پداسي حال کي چي اکثريت وخت په لندن کي وي.
ډيوې پتنګ د اريانا ټلويزيون سره په مرکې کي د ټولنيزو رسنيو د فعالانو دا اوازې په کلکه رد کړې او ويې ويل چي د ملي ټلويزيون سره افتخاري او بيله معاشه دنده پرمخ وړي.


ډيوه وايي :” زه په ملي ټلويزيون کې لس زره ډالره معاش نلرمه،ما د ملي ټلويزيون سره افتخاري کار کړی،ما دچا څخه پيسې ندي اخيستي ،پرته لدې چې په نړيوال جام کي چې ۵۵ ورځي وې د کرايې او هوټلونو پیسې راکول سوي دي،د شپږيزي او د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو مراسمو کې هم ما په افتخاري ډول دنده پرمخ بيولې ده،ما چې د ملي تلويزون سره کوم کار کړی خاص پدې خاطر چې زه پر افغانانو او خپلو خلکو باندي مئينه يمه،ددې لپاره چې ملي ټلويزیون باید پرمختګ وکړي ، زما څخه مرسته وغوښتل سوه ،نو په افتخاري ډول ما هرڅه کړيدي. ”


ډيوه پتنګ وايي هيڅ اسناد نسته چې ما دي د ملي ټلویزیون څخه ۱۰۰۰۰ ډالره معاش اخيستی وي،که له چا سره پوښتنه او شک وي کولای سي د ماليې وزارت او ملي ټلویزیون څخه پوښتنه وکړي،که کوم تړون ياهم اسناد موجود وي هر څوک کولای سي افشا يې کړي.


پتنګ وايي د ملي ټلويزيون پرمختګ او ژور تغير پر ځينو کسانو ښه نه لګيږي نو ځکه يې زما،زما د ورور او مياخيل په اړه منفي او ناحقه تبليغ کړی،او تورونه يې لګولي.


ډيوه پتنګ چې د دکتورې ترکچي لوړي زده کړي لري، د افغانستان د ملي ټلويزيون ترڅنګ په انګستان کې د افغانستان په سفارت کې هم دنده لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي