مارچ 7, 2021

د بدن نه خوښېدنه اروايي ګډوډي ده، څنګه یې مخه ونیسو؟

Advertisements

د بدن د غړو نه خوښېدنه یا د بدن غړو ته په بد نظر کتل یا هغه بد ګڼل د ارواپوهنې له نظره ګډوډي disorder)) دی. دا اروايي ګډوډي هغه ذهني پړاو دی، چې فرد ‍په فکري او افسانوي توګه پخپله څېره کې د عیب او کمۍ احساس کوي او لټوي، چې په ښکاره ډول، د اندېښنې او په چارو کې د ګډوډۍ لامل ګرځۍ.
که چېرې کومه خیالي کمي یا ستونزه شتون ولري او اندېښنه یې له اړینې کچې ډېره وي همدې ته د بدن د نه خوښېدنې ګډوډي وايي، دوه کاله وړاندې زما یوه ۲۵ کلنه مراجع دفتر ته راغله د خپلو سترګو په اړوند یې ستونزه لرله هغې انګېرله چې سترګې یې خورا لویې، بد رنګه او کږې دي، آن دا چې یو ډاکټر یې مجبوره کړې وه، چې سترګې یې عملیات کړي او ډاکټر هم د پيسو تر لاسه کولو په موخه دا کار کړی و، جلۍ په لومړیو جلسو کې ښه حس درلود خو دا چې ستونزه یې اروايي وه بیا یې هم له ځان او له خپل بدن سره پخلاینه ونه شوه او ستونزې یې نورې او بدلې شوې او ښایست او د مخ د رنګ په اړه یې پوښتنې زیاتې شوې دا ډول پېښې نېږدې ټول ارواپوهان په خپلو چارو کې تجربه کوي او لږ تر لږه له یوه دوه مراجعانو سره په میاشت کې یو ځل مخ شوي او د درملنې لپاره یې هم خپل ځانګړي اصول او درملنې لري، چې دلته یې له تاسو لوستونکو سره شاربو:
څنګه پوه شو، چې دا ګډوډي لرو؟
د دې ناروغۍ د پېژندنې لپاره څو څرګندې نښې شته خو هره نارضایتي هم اروايي ګډوډي نه ده، په دې ګډوډۍ کې یو کس د خپلې څېرې په ځانګړي توګه مخ او سر د ناسموالي په اړه اندېښنه لري او دا اندېښنه له حده ډېره او د ژوند د چارو د ګډوډۍ لامل وګرځي، د دې اروایي ګډوډۍ لرونکي کسان اندېښنه لري، چې په ټولیز ډول د دوی ظاهري څېره له عیبونو ډکه او غیر عادي ده په داسي حال کې، چې ځیني نور بیا فکر کوي، چې څېره یې بده ناسمه او بېخي غټه ده، چې دغه د ځان په اړه وخت نیوونکي او مزاحم سوچونه کولی شي چې د اندېښنې، د حقارت د احساس او په تمرکز کې د ستونزو لامل هم وګرځي.
په دې اروايي ګډوډۍ اخته کسان ۹۰ په سلو کې په منفي سوچونو اخته او بیا بیا ځلې په وسواسي کړنو او اندېښنو خپل وخت ضایعه کوي، د بېلګې په ډول له نورو سره پرتله کوي، په هنداره کې ډېر زیات ګوري او خپلې کمۍ په جامو او سنګار کې پټوي د بېلګې په ډول پک سر په خولۍ پټوي او په دې وروستیو کې خو د پلاستیکي جراحۍ ته هم ډېر میلان ښېي او بېا بېا ځلي دا کار کوي.
دا ګډوډي څنګه پيدا کېږي؟
دا لانديني لاملونه کولی شي له بدنه د بد احساس اروايي ګډوډي پيدا کړي:
1. ذهني لاملونه
2. احساسي لاملونه
3. رفتاري لاملونه
4. بیولوژیکي لاملونه
5. ټولنيز او کلتوري لاملونه
د دې اروايي اختلال لاملونه تر ډېره څرګند او ښکاره هم نه وي، خو په هر حال د دې اروايي ګډوډۍ د درملنې لپاره څو اروايي درملنو څخه په ترکیبي ډول کار اخیستل کېږي:
لومړۍ اروايي درملنه:
په دې درملنه کې له مشاورې څخه پیل کېږي او په دې درمنله کې د فرد په ذهن او کړونو کار کېږي.
دویمه درملنه، درمل:
دا درملنه چې تر ډېره د ژور خپګان له درملو څخه کلینیکي ارواپوه کار اخلي تر څو وکولی شي د سروتنین ترشح تنظیم کړي خو د بدن نه خوښېدنې ته کوم ځانګړي درمل نه دي جوړ شوي او دا یې ځانګړي درمل هم نه دي.
ډلییزه یا کورنۍ درملنه:
د دې درملنې په وسیله هم ارواپوهان پورتني ناروغان رغوي د درملنې په بریالیتوب کې دا درملنه خورا ډېر اهمیت لري ځکه چې ډېره او ښه پایله یې لرلې په دې درملنه کې کورنۍ هڅول کېږي، چې ناروغ درک کړي خو په خواشینۍ سر ووایم چې موږ دلته په افغانستان کې د دې درملنې په کارونه کې ډېر بریالي نه وو او لومړنۍ درملنې ډېره او ښه پآیله لرله.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ