Advertisements
پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

تعصب څه شی دی؟ دلته یې درپيژنو

لیکنه: ياران

لیکنه او راټولوونه: هیلۍ اسد

تعصب په بیلابیلو وختونو او بیلابیلو ټولنو کې په بیلابیلو بڼو او د مختلفو خلکو او علمي سټو لخوا تعریف او خلکو ته د بد ګڼو او ښیګڼو په توګه معرفي او پیژندل شوی دی.

غواړم دا چې په اوس کې تعصب ته د خلکو تعریف څه شی دی، د اسلام مبارک دین تعصب ته په کومه سترګه ګوري او تعصب له کوم ځایه پیل او په اوس کې یې نفوذ په ټولنو کې څومره دی، دلته پرې خبرې وکړم.

د تعصب منشا‌

عصبيت پېژندنه: عصبیت دې ته وایي چې انسانان د پلار له خوا د خپلې انساني منشې سره کلکې اړیکي وساتي او دغه تر هر څه مهمې وګڼي، دا یو ډول تشدد، زور زیاتی، عصبي توب او په کوچنیو او لومړنیو منشو پورې بې ځایه نښتل دي، چې ډیر کله عصبیت ددې لامل کیږي چې تعصب ته لمن ووهي او د تعصب د رامنځته کیدو لامل شې.

تعصب پيژندنه

تعصب بیا پر عصبیت ټینګ پاتې کیدل دي چې د ځان او خپلې منشې هر څه ښه ویني او د نورو هر څه ورته بد ښکاري. متعصب ته د بل لوري ښیګڼه، علم او تقوا دده تر بدۍ او ګمراهۍ او کمزورۍ لا بد ښکاري؛ او دا ځکه چې متعصب د بلې منشې یا بنیاد والا اصلا د ښو صفتونو او ښېګڼو مستحق نه ګڼي.

په نړیوالو ادبیاتو کې د تعصب تعریف داسې شوی:

تعصب له دلیل پرته او له کره معلوماتو غیر د یو چا په باب د هغه د جنس، ټولنیز ګروپ، عمر، معیوبیت، سیاسي ډلې، قام، ژبې، مذهب، سیمې او رنګ پر بنسټ مخکې له مخکې ناسم قضاوت او پریکړه ده. په دې صورت کې رښتیا او حقیقتونو ته نه کتل کیږي او د پورته فکټورونو له مخې د یو شخص او یا یوې ډلې په باب یو بې دلیله منفي یا مثبت قضاوت، برخورد او یا کړنه کوي، او یا ذهنیت اخلي او نظر څرګندوي.

تعصب په څو ډولونو دی: شناختي تعصب، احساسي تعصب او سلوکي تعصب. هر یو یې یو څه تشریح غواړي، چې دلته نه پرې غږیږو.

بل بحث د تبعيض دی، دا هم یو داسې سلوک او یا عمل دی چې له اشخاصو او ډلو سره د هغوی د ټولنیزګروپ له امله نا مساوي سلوک او برخورد کیږي.

دا هم په څو ډولونو دی : شخصي/ فردي، قانوني او اداره یي/ موسسه یي او داسې نور…

د اسلام مبارک دین هم تعصب داسې تعریف کړی:

د اسلام د سپيڅلي دين له نظره چې تدین او تمدن څومره غوره او ارجح دي؛ تعصب او عصبیت هماغومره مردود دی. د اسلام ستر پیغمبر (ص) عصبیت ته بلونکي، تعصب کوونکي او له تعصب سره مړه شوي ټول له اسلام نه بهر ګڼلي او تعصب یې د جاهلیت د زمانې یوه داسې ټولنیزه ناروغي ګڼلي چې وروسته او بویناکه ده .

اسلام ټول انسانان له آدم نه او آدم له خاورو ګڼي او تور ته په سپین، عرب ته په عجم او د دوی پر یو بل کوم امتیاز نه مني . امتیاز یوازې هغه چاته دی چې ډیر پرهیز ګار او د غوره تقوا خاوند وي.

تعصب له کومه ځایه پیل او په اوسنۍ ټولنه کې څومره دی؟

وایي د تعصب د رامنځته کیدو یوازینی علت جهالت دی. مولانا جلال الدين محمد بلخي په دې باب یو ښه شعر لري چې خورا عالي انساني پیغام لیږدوي؛ مفهوم یې دادی :

«په یوه تورتم خونه کې یو فیل و چې د پیژندلو لپاره یې بیلابیلو اشخاصو د بدن په بیلابیلو برخو لاسونه وهل او له خپل نظره یې فيل تعریفاوه: یوه ویل چې فیل د ناوې په شان دی؛ ځکه ده د فیل خړطم لمس کړی و. هغه بل چې یې پر شا لاس ایښی و؛ ویل یې چې فیل یو روان تخت دی. هغه بل چې د فیل غوږونه یې لمس کړي وو؛ ویل چې فیل باد پکی دی؛ بل یې پښې لمس کړې وې او فیل ته یې ستن ویله. البته د فیل له بدن نه دا ناقص تعبیرونه ناپوهي (جهل) و؛ او که د علم رڼا (شمع) له دوی سره وای؛ د نظر دا ټول اختلافات په سمه توګه حلیدل.»

تعصب په دې نړۍ د انسانانو د پیدایښت سره سم رامنځته شو، چې لومړنی مثال یې د ادم (ع) د زامنو ترمنځ اختلاف وه، له هماغه وخته د تعصب ریښه پیل او تر اوسه روانه ده.

دغه سلسله اوس په ټوله نړۍ کې، چیرته په ډېره اندازه او چیرته په کمه اندازه لیدل کیږي.

که څه هم د اسلام مبارک دین د تعصب پر وړاندې په لومړي ځل او له یو لوی تغیر سره مبارزه وکړه، او وی ویل چې: عرب په عجم او عجم په عرب بهتر او کمتر نه دی. یا هم: په تاسې کې لله تعالی ته د ژبي، قوم، رنګ پر اساس غوره نه دی، مګر د تقوا پر اساس؛ خو بیا هم د نړۍ ځینې انسانان ترې ډېر بد رنځ وړي.

نور راځئ له همدا اوسه دې بدو پدیدو ته نه ووایو او یو سوله ییز، باحوصله او ښکلی ټولنیز ژوند پرمخ بوځو.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران