هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

نهیلي د زړه د ناروغۍ خطر زیاتوي

نوې تره سره شوې څیړنه ښيي، چې منفي ذهنيت لرونکي خلک چې نهیلي وي، زیات احتمال دی چې د زړه له ناروغۍ ومري.

دا څیړنه چې په ۳ کلونو کې په ۱۳ زره کسانو ترسره شوي، پکې راغلي چې”هغوې چې پیاله نيمه تشه ګوري“ نسبت هغوې ته چې ”پیاله نيمه ډکه ګوري“، دوه چنده زیات امکان لري، چې د زړه په ناروغۍ اخته شي او له همدې ناروغۍ ومري.

ډاکتران وايي، چې پیسيميزم يا منفي ګیرايي، د په ښځو او نارینه دواړو کې د زړه سره تړلې ناروغۍ پیدا کوي چې ممکن د انسان د مرګ لامل هم شي.

منفي ګرايي داسې یو څه دي چې په کې یو کس د ژوند او د ژوند د پېښو په اړه تل منفي لوري ته پام کوي او منفي فکر کوي. دا د نهیلۍ یو ډول هم ګڼلی شو.

ددې برخې په اړه څيړونکو په دې تړاو څه نه دي، ویلي، چې اپټیميزم یا مثبت ګیرايي او مثبت فکر کول پر روغتیا څه اغیز لري.

دوې وايي، چې د مطالعې دا برخه يې لا پوره شوې نه ده.

تر دې مخکې هم څیړنو ښودلې چې منفي فکرونه د اندېښنې سبب کیږي او اندېښنه ګڼې روغتیايي ستونزې پېښوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */