Advertisements
ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه طبیعت

خرابه هوا او ماشومانو کې اروایي ناروغۍ؛ څیړنې یې درته وايي 

ژباړه: ملیحه ناصري

پوهانو د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړوالي د اغېز په اړه نوي شواهد موندلي. د هغو له مخې جوته شوه چې خرابه هوا د ماشومانو پر اروایي ناروغیو منفي اغېز پرېباسي. دا څېړنه ښیي چې هغو ماشومانو باندې خرابه هوا ژر اغېز کوي چې بېوزلي دي او د ځانوژنې افکار لري.

دې څېړونکو ککړه هوا وارزوله او څرګنده یې کړه چې په ککړه هوا کې ځینې کوچني ذرات ګډ وي چې د نقلیه وسیلو , پخلنځیو او کیمیاوي کارخونو له امله پیدا کېږي. او دغه ذرات ماشومانو کې د ځانوژنې افکار پیدا کوي.

پوهان پر دې اند دي چې د ماشومتوب بېوزلي د ماغزو د سمې ودې او د وجود د دفاعي سیسټم د کمزورتیا لامل کېږي. چې وروسته بیا اروایي ناروغۍ پیدا کوي .

کول بروکمپ د دې څېړنې اصلي لیکوال او د سین سیناتي پوهنتون د طبابت د برخې د استاد مرستیال دی وایي چې په دې اړه دا لومړنۍ څېړنه ده چې په ماشومانو کې د اروایي نارغیو, د ځانوژنې افکارو ته د تمایل او خرابې هوا تر مینځ اړیکه ښیي.

پوهان پر دې اند دي چې ککړه هوا د زړه او تنفسي سیسټم ناروغۍ ډېروي. همدا ډول په کال کې د درې اعشاریه درې میلیونه وګړو د مړینې لامل ګرځي. هغه څېړنه چې تېره میاشت د بیولوژي په پلوس ورځپاڼه کې خپره شوه, وایي هغه کسان چې سن یې لوړ وي او په خرابه هوا کې ژوند تېروي, ډېر ښایي په دوه قطبي اروایي ګډوډۍ او اوږدمهاله اندېښنو اخته شي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.