ډيل سټاين د خپل لوبډلمشر ريکارډ ماتوي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
د سويلي افريقا پخوانی لوبډلمشر شاون پالک او سټاین دواړه په ټيسټ کرکيټ کي ۴۲۱ ویکټي لري.
که څه هم په ۲۰۱۵ز کال کي سټاين خپلي ویکټي تر ۴۰۰ اړولي وې خو د ټپي کيدو له کبله ډير وخت د لوبډلي څخه پاته سوی وو.
ده خپله وروستۍ لوبه د روان کال جولای مياشت کي د سريلانکا په وړاندي ترسره کړې وه.
۳۵ کلن سټاین وايي دا به زما لپاره يو تعجب اوره ورځ وي چي د خپل لوبډلمرريکارډ به ماتوي او دا کاميابي زما په نصيب کيږي،زه په مخکي پنځه ورځنۍ لوبه لرم،دا ريکارډ د ډير وخت وروسته ماتيږي،زه به دا هڅه وکم چي دغه ريکارډ ډير قوي کړم.
سټاین وايي د سريلانکا په وړاندي زموږ تيزو توپ اچوونکو لپاره توپ اچوونه سخته وه ځکه هغه ويشتن ځايونه د سپینر توپ اچوونکو لپاره جوړ وه او ښه پايله يې هم ورکړل،داچي زموږ راتلونکې لوبه دپاکستان سره زموږ په خپل کور او لوبغالي کي ده نو موږ به ښه ثابت سو.
نوموړی وايي زه او ربادا د راتلونکو لوبو لپاره تربل هر چا ډير مسؤليت لرو ځکه زموږ نور تيز توپ اچوونکي ويرنون پلنډر او نيګيدي، دټپونو له امله لوبه نسي ترسره کولای،خو ډواني اوليوير چي په مزانسي سوپر ليګ کي يې تر ټولو ډير لوبغاړي سوځولي زموږ سره به ښه ملګرتيا وکړي.
د سويلي افريقا لپاره که څه هم په ټيسټ کي تر ټولو ډيري ویکټي شاون پالک درلودې خو سټاین هم په ۴۲۱ وکيټو ورسره مساوي دی،او سټاین دا وړتيا لري چي دا ريکارډ دځان لپاره نه ماتيدونکی جوړ کړي.
په نړيواله سطحه په ټيسټ کي د ترټولو ډيرو ویکټو ريکارډ سريلانکايي توپ اچوونکی موتای موراليدرن لري.
موراليدرن په ۱۳۳ ټيسټ لوبو کي د ۸۰۰ ویکټو نه ماتيدونکی ريکارډ لري.