سپورټ کرکټ

د ډیلي او حیدراباد سخته مقابله او پایلوبې ته د تګ موقع

دا چې د آی پي اېل سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي، نو درې لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره د هیلو ډک پلانونه چمتو کوي.

لوبډلې د یو بل مغلوبولو لپاره پر لارو چارو بوختې دي.

حیدراباد کرکټ لوبډلې په دې وروستیو کې څو لوبې سر په سر وګټلې او په اصطلاح نیمه پایلوبې ته د ۱۶ نومرو په لرلو سره رسېدلې ده.

یاده لوبډله خورا ښه موډ کې ده او د دوو الراونډرانو لوبه یې خورا په زړه پورې ده.

راشدخان تېره ورځ خورا ښه توپ اچونه وکړه، په ۴ اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې او له شپږ څخه یې په کمه ایکانومي توپ اچونه وکړه.

ورسره د ویسټ انډیزي جېسن هولډر توپ اچونه او توپوهنه په زړه پورې وه.

په توپ اچونه کې یې درې وېکټې ترلاسه کړې او مقابله لوبډله یې تر ډېره محدوده وساتله او زیاتو منډو ته یې پرېنښوده.

بل پلو کېن ویلیمسن په توپ وهنه کې خپله وړتیا وښوده او د لوبډلې ثبات یې یقینی کړ.

د جېسن هولډر، راشدخان او کېن ویلیمسن په زړه پورې لوبې لوبډله بري ته ورسوله او د بنګلور په څېر ځواکمنه لوبډله یې له سیالیو بهر کړه.

د ډیلي او حیدراباد مخکینۍ لوبې او پایله

دواړې لوبډلې ټولې شپاړس ځله مخ شوي دي، خو په دې لوبو کې پرې حیدراباد د خپلو بریاوو راج چلولی دی.

حیدراباد لس ځلې ډیلي ته ماتې ورکړي او ډیلي یواځې شپږ لوبو کې خپل غچ اخیستی دی.

د ډیلي د روزونکي او د حیدراباد د لوبډلمشر څرګندونې

ډېوېډ وارنر ویلي دا اسانه بریا نه وه، له ستونزو ډک مزل و، خو ستوري جېسن هولډر او پیاوړي توپوهونکي کېن ویلیمسن دا مزل رالنډ او هیلو پورې غوټه کړ.

وارنر زیاته کړې، چې کېن ویلیمسن زمونږ تکیه او مشر دی.

د ډیلي روزونکی ریکي پوتنټېنګ

د ډیلي لوبډله باید زیاته هڅه وکړي، چې پایلوبې ته ولاړه شي.

د دواړو لوبډلو مُرال کې هم فرق شته، په تېر ځل کې حیدرباد کرکټ لوبډلې ډیلي او ممبيي ته ماتې ورکړې، ډیلي ته یې په اوپننګ ماته ورکړې وه او ورپسې یې ممبيي لوبډله ماته کړه او په پلی اف لوبو کې یې ځانته ځای وموند.

حیدراباد د خپلې بریا په صورت کې کلکته لوبډله هم له سیالیو بهر کړه.

نو اوس د حیدراباد مرال د ډیلي پر وړاندې لوړ دی او کولای شي، چې ډاډه ولوبېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ