د هندي سینما تکړه او تجربه کار ستوری عامرخان او د پخوانې ښکلې فلم لوبغاړې مادهوري دکشت شریک مشهور فلم (دل) راتلوونکې برخې یا د دغه فلم دویمې برخې د جوړولو لپاره چمتوالی پیل شوی.
دا فلم د هغه وخت ډېر لیدونکي لرل او د هماغه وخت مینوالو ته په پام سره فلم جوړونکو داسې پرېکړه کړې چې د دغه فلم بله برخه هم جوړه کړي.
په ۹۰مه لسیزه کې د سینما پر پرده دا فلم نندارې ته وړاندې شوی و چې مینوالو په دغه فلم کې د مادهوري او عامر خان جوړه ډېره خوښه کړې وه.
یاد فلم د دواړو اوسنیو مشهورو فلمي ستورو د فلمي ژوند لپاره ځکه مهم و چې په کې یې خپل شهرت څو چنده کړ، اوس د دغه رومانوي فلم د بلې برخې د جوړولو لپاره تیاریانې پيل شوي دي.
ایکسپریس نیوز د هندوستاني رسنیو په حواله لیکلي چې مشهور فلم لارښود اندرا کمار ویلي چې یې د دل فلم د راتلونکې برخې په جوړولو لا له وړاندې فکر کړی وه.
د رپوټ له مخې، اوس یې د فلم لپاره ډېر ښه سکرپټ برابر کړی او د راتلوونکي فلم نوم به یې(دل اګین) وي.
اندرا کمار ویلي چې په بشپړ ډول به د فلم د سکرپټ د پوره کولو وروسته د فلم د مرکزي کردار لپاره هم ممثیلین غوره شي.
د یادولو ده چې د اندرا کمار په لارښوونه یو بل جوړ شوی فلم ټوټال دهمال هم د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۲ نېټه د سینما په پردو روښانه شي.
د دغه فلم ټریلر په ټولنیزو رسنیو کې د فلم د مینوالو تر منځ لاس په لاس کیږي او اټکل داسې دی چې ښه لیدونکي به ولري.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ