سپورټ کرکټ وزش او تمرین

تازه؛ ډوهني د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکي مهندرا سینګ ډوهني د نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه.

هغه خپل تقاعد پر انسټاګرام د یوه پوسټ په ترڅ کې اعلان کړی او ویلې دي، چې زه نن د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوم.

هغه ویلي:

«ستاستو له منني او همکارۍ څخه ډېره مننه کوم ما له نړیوال کرکټ سره د مخي ښې پرېکړه کړې.»

که څه هم په دې پوسټ کي ندي ویل شوي، چې ډوهني له کوم ډول فارمټ سره مخه ښه کړې، خو دا به هم وروسته معلومه شي، چي د هر ډول فارمټ سره یې مخه ښه کړې که څنګه؟

هغه د تېر ۲۰۱۹م نړیوال جام څخه راورسته د ملې لوبډلې څخه لرې شوی وو، چې تراوسه ورسره بیا نه وو یو ځای شوی او اوس تازه یې د نړیوال کرکټ سره د مخې ښې اعلان کړی.

۳۹ کلن ډوهني په ۲۰۰۴م کال کې د هندۍ کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شوی وو او له هغه وروسته یې د یادې لوبډلې لپاره ۹۰ ټیسټ، ۳۵۰ یو ورځنۍ او ۹۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

هغه په ټیسټ لوبو کې ۴۸۷۶ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۷۷۳ منډې او په شل اوریزه سیالیو کې یې بیا ۱۶۱۷ منډې جوړې کړې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ