د هند نامتو لوبغاړي ډوهني IPL سیالیو ته چمتوالی پيل کړی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي مهندرا سینګ ډوهني د هندوستان کورنیو تجارتي سیالیو «IPL» ته چمتوالی پيل کړی.
هغه د تېر ۲۰۱۹م نړیوال جام څخه راورسته د ملې لوبډلې څخه لرې شوی او تراوسه ورسره بیا ندی یو ځای شوی.
ډوهني د هند آی پي ایل سیالیو ته په مارچ میاشت کې هم تمرینونه پیل کړي وه، خو د یاد ټورنمنټ تر ځنډېدو وروسته هغه خپل تمرینونه پريښودل او کور کې کرنتین شو.

خو د آی پي ایل سیالیو د نوې نیټې د اعلانیدو سره سم هغه یو ځلې بیا په تمرینونو پیل کړی.
ډوهني به سږ کال یو ځلې بیا چینای سوپر کینګز لوبډله رهبري کړي.
د انډین ایکسپریس د راپور له مخې چینای سوپر کینګز لوبډله د هند په آی پي ایل سیالیو کې د ګډون لپاره د روانې میاشتې په وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د هندوستان دا کورنۍ تجارتي سیالۍ د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي.
دا ددې لیګ ۱۳م پړاو دی، چې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران به هم پکې ولوبیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.