ليکنه: مدثر دعوت
سچن ټنډولکر د نيوزلينډ په وړاندي ۱۸ يو ورځنيو لوبو کي ۶۵۸ منډي لري چي دا د نيوزلينډ په وړاندي تربل هر هندي لوبغاړي ډيري منډي دي.
همدارنګه وريندر سيواګ په ۱۲ لوبو کي ۵۹۸ منډي لري چي په دويم مقام کي ځای لري.
خو مهندراسينګ ډهوني بيا په ۱۰ لوبو کي دنيوزلينډ په وړاندي ۴۵۶ منډي لري چي تر ټنډولکر او سيواګ وروسته په دريم مقام کي دي.
ډهوني ته په راتلونکي سيريز کي چي د جنوري مياشتي په ۲۳مه نيټه پيل کيږي يو غوره موقع ده چي يوازي ۱۹۷ منډي وکړي او د ټنډولکر ريکارډ مات کړي.
که څه هم مهندرا سينګ ډهوني په تير ۲۰۱۸ز کال ۲۰ يوورځنيو لوبو کي يوازي ۲۷۵ منډي کړي وې او دا د نوموړي د مسلک تر ټولو خراب ترينه حالت وو، خو ويې کولای سول چي بيرته د اسټراليا په وړاندي ځان ثابت کړي.
ډهوني تر سپټمبر وروسته د اسټراليا په وړاندي په لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه کي په ۹۷ توپونو ۵۱ منډي وکړلې او بيرته یې پخپلي توپوهني سره لوبډله بريا ته ورسول او ويې سول کولای چي تر ټنډولکر، ګنګولې ډرايويډ او ويرات کوهلي وروسته په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۰۰۰منډي پوره کړي.
د اسټراليا په وړاندي دويمه يو ورځنۍ لوبه کي په ۵۴ توپونو ۵۵ منډي او دريمه يو ورځنۍ لوبه کي په ۱۱۴ توپونو ۸۷ منډي ترسره کول ددې لامل سوې چي هندوستان له اسټراليا څخه په اسټراليا کي ۲-۱ د لوبو لړۍ وګټل.
نوموړی چي اوس مهال تر بل هر وخت ښه فوم کي دی او د اسټراليا ډول لوبډلي په وړاندي دهغوۍ په کورکي ۳ پرلپسې نيمه سليزي وهي نو دا ريکارډ ورته ماتول ډيره سخته خبره نده.
ډهوني لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۴ز کال کي وکړل، پداسي حال کي چي تر اوسه يې ۱۶ سليزي وهلي او په وکيټ ساتنه کي يې تر ۸۰۰ ډير سټمپونه کړيدي.