د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
ډاوين براوو ډهوني ته په کليزه کې متفاوته ډالۍ ورکړې.
مهندرا سينګ ډهوني د کريکټ د نړۍ يو ستر نوم دی،پخپلې وړتيا او جذابيت سره په نړۍ کې په ميليونو مينوال لري او د هندوستان د کريکټ په بېروبار کې تر ټولو محبوب کريکټر دی.
images 2020 07 08t0227132292795161264479768. د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ
پرون ددې افسانوي لوبغاړي او د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ۳۹مه کليزه وه.
معمولاً د زوکړې په ورځو کې هرچا ته بېلابيلې ډالۍ ورکول کېږي،خو ويسټ انډيز ډواين براوو خپل هندي ملګري ډهوني ته د نورو کسانو څخه متفاوته او په زړه پورې ډالۍ ورکړې.
براوو اونۍ وړاندې دا ژمنه کړې وه چې ډهوني ته به دده د کليزي په ورځ په زړه پورې سندره ډالۍ کوي ، پداسي حال چې هره ورځ به يې پر ټولنيزو سندرو د همدې سندري لنډ، لنډ ټرېلرونه هم خپرول.
dwayne bravo aka mr4410078024784357263. د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ
براوو خپله ژمنه پرځای کړه او ډهوني ته يې دده په کليزه کې د هليکوپټر په نامه سندره ډالۍ کړه چې د ډهوني د مينوالو له لورې د تود هرکلي سره مخ سو او پر ټولنيزو رسنيو يې ددې سندرې خورا ډېره ستاينه کړې.
براوو پدې سندري کې د ډهوني د نوم اخيستلو سره د هغه ستاينه کوي او دسندري په پيل کې يې ډهوني د يوې بلي مور څخه خپل ورور ياد کړی،هغه يې د هندوستان وياړ او تاريخ جوړوونکی ياد کړی.
پدې لينک کې د ډهوني لپاره ويل سوې سندره وګورئ:

ډهوني د کريکټ د تاريخ يوازنی لوبډلمشر دی چې د خپل هيواد لپاره يې چمپينز ټراپي، د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو نړيوال جامونه ګټلي.
u6tuyuyh8982528666687059314 د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ
ددې سره سره ډهوني په خپلې مسلک کې ډېر نور ريکارډونه هم لري چې موږ يې د لوبډلمشرۍ د څو ريکارډونو يادونه کوو.
۱_ ډهوني يوازنی هندی لوبډلمشر دی چې پخپلې لوبډلمشرۍ کې يې تر ټولو ډېري لوبې کړي.
ډهوني ۳۳۱ لوبې د لوبډلمشر په حيث ترسره کړي چې ۶۰ ټيسټ ،۱۹۹ يو ورځنۍ او ۷۲ شل اووريزي لوبې دي.
۲_ همدارنګ نوموړې پخپلې ويکټ ساتنه کې ۴۳۹ سټمپونه کړي پداسي حال کې چې د لوبډلمشرۍ په لوبو کې يې ۱۵۰ سټمپه کړي.
5sdgfgdfhgf7559155030591139379 د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ
۳_ ډهوني په کريکټ کې د غوره پايته رسوونکې يا فينيشر په حيث ځانګړی شهرت لري،نوموړي پخپلې لوبډلمشرۍ کې ۲۰۴ شپږيزي وهلي چې تر اوسه کوم بل لوبډلمشر ندی توانېدلی.
6jkjskhdjkhs3617176833717916984 د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ
_ ۴ ډهونې په هغو لوبو کې چې ويکټ ساتونکی به هم وو تر نورو ويکټ کيپرانو ډېره توپ اچوونه کړې.
نوموړي نهه ځلې توپ اچوونه کړې چې ورپسې انګلينډي ويکټ ساتونکي ويليام سټورر څلور ځلي کړې.
7bkbkabjkbjkb8925829670727371878 د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ
۵_ بلاخره دا چې مهندراسينګ ډهوني د هندوستان د کريکټ د تاريخ ترټولو بريالی لوبډلمشر تېر سوی.
ms dhoni infographic1 min 512x10243505030795178605516 1 د ډهوني لپاره د براوو په زړه پورې ډالۍ
ډهوني په لسګونو نور داسي مهم ريکارډونه هم لري چې شايد په ددو نورو ليکنو کې هم بشپړ وړاندي نسي پداسې حال کي چې هر يو يې د يادولو وړ دی.