ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر

د ډیورند په هکله نوي بحثونه او اندونه

لیکنه: مهر تاج
په دا ورستیو کې د ځینو سیاسیونو او ګاونډي هېواد پاکستان لخوا پر ډیورند پریکړه‌لیک یامعاهده تاوده بحثونه پیل شوي. ځینو امریکایي دیپلوماټانو هم د پاکستان په ګټه څه ویناوې کړي دي.
غواړم لنډو څو جملو کې د دې اصل معاهده باندې بحث وکړم.
د ډیورند معاهده امیرعبدالرحمان د هغه وخت برتانوي هند سره لاسلیک کړې وه، چې دا تر هماغه وخت محدوده پریکړه‌لیک و.

IMG-20200910-WA0008.jpg

برتانوي هند هماغه وخت هم پر کړي معاهده پښې ایښې وي او د دې معاهدې ډیرې جزیاتو نه یې سرغړونه کړې وه.

اوس راځو اصل د موضوع ته

اوس مهال د برتانوي هند په نوم هېواد شتون نه لري. انګریز، هند او ورسره پاکستان ته آزادي ورکړې ده او بنګله‌دیش بیا په زور خپله آزادي له پاکستانه واخیستله او په نړۍ کې یې خپل بېرغ ورپاوه.
یعنې هغه جغرافیه بلکل ړنګه شوې ده. د هغه وخت هند برتانيې سره هر ډول هوکړه منسوخ بلل کېږي.
په افغانستان کې دا تېر څلویښت کاله، تل پر سیاسي مشرانو دا تورونه لګول کېږي، چې هغه رهبر د ډیورند پرېکړه‌لیک ومانه او دې رهبر رد کړ، او داسې نورې بې بنیاده اوازې خپرېږي خو واقعت دا دی، چې؛

IMG-20200910-WA0009.jpg

امیر عبدالرحمان هغه وخت دا پرېکړه‌لیک منلی و، د بیا تایید لپاره کومه خاصه اړتیا نشته.
معاهدي ته ژمن پاتې کېدل او یا نه منل یې د هر افغان خپل ځاني و ذاتي کار بلل کېږي.
اوسني حکومتونه، چې لاسلیک نه، دواړې پښې هم ولګوي ګټه یا تاوان نه کوي.
د مثال په توګه حامد کرزی که لاسلیک وکړي.
اشرف غني ویلي شي، چې دا د کرزي صاحب سیاست و، د ډیورنډ په هکله زما سیاست دا ډول نه دی.
بس پر دې خبرو خپل وخت مه ضایع کوئ.

د حل لار رفرانډم یا ټول پوښتنه ده.

د نړیوالو قوانینو مطابق که چېرې یو هېواد د بل هېواد یوه برخه یا ځمکه له ځان سره کم و ډېره نیمه پیړۍ وساتي، او بیا وغواړي دا مسئاله په سوله‌ییزه توګه حل کړي، د لاندې شويو خلکو ترمنځ ریفرانډم یا ټول پوښتنه کوي.
او څه چې د هغه خلکو هیله وي، هماغه پر ځای کوي.

د مثال په توګه:

جرمنیانو لمړی نړیواله جګړه کې، د ډنمارک د «کیل» ښار نه تر «کالنګ» ښاره پورې، لاندي کړلو.
نوموړي ښارونه تر دویمې نړیوالې جګړې د جرمنیانو د ټټر لاندې پاتې شول.

په دویمه نړیواله جګړه کې د جرمني له ماتې ورسته؛

ډنمارک د خپلې خاورې د بیا لاسته راوړنې هیله وکړه، خو مات جرمني هیله ونه منله، او ویې ویل: دا خلک له ما سره پاتې کېدل غواړي.
په سیمه کې ټولپوښتنه وشوه؛ د کالنګه تر  پتبورګه خلکو وویل موږ غواړو بیا د ډنمارک سره یوځای شو، خو د فلنسبورګ تر کیل خلکو وغوښتل چې له جرمني سره پاتې شي.
 او نن د ډنمارک او جرمني پوله د پتبورګ او فلنسبورګ ترمنځ پرته ده.
زموږ مسئاله هم صرف په ریفرانډم یا ټول پوښتنه حل کېږي.
ځانونه ورسوﺉ، ځانونه د فقر او بېسوادۍ نه خلاص کړﺉ.
او موقع ته منتظر اوسئ!!
چا ویل چې د برلین دیوال به ړنګېږي؟
چا فکر کاوه چې د نړۍ لویه اردو سره لښکر به ١٦ ټوټي کېږي!؟
موږ تاسو ته د کېمیاوي وسلې نه هم پنجاب مننه کوي، چې تعریفي د ګل خان په نامه کې راټول شوی دی، خطرناکه دي.
موږ باید د زړې معاهدې د بحث تېر شو، باید فکرونه د یوځای کېدلو لپاره وروزو. د ډیورند دواړه غاړې پښتانه باید راویښ کړو.
تر څو د یوځای کیدو ناره د خلکو او قومونو ترمنځ راژوندۍ شي. حکومتونه هېڅکله په زور موږ تاسو نشي یو ځای کولای، لکه څنګه چې یې سره بېل نه کړای شوو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ