سپورټ کرکټ کلتور او هنر مخکښان

د پنجاب پر وړاندې د وارنر ریکارډ

ډېوېډ وارنر په آی پي اېل لوبو کې یوازینی لوبغاړی دی، چې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې یې په آی پي اېل کې د لوبېدلو له وخته تر دې دمه اووه نیمه سلیزې وهلې دي.

دا لومړی ځل دی، چې حیدراباد لوبډله پنجاب ته په پنځوس جمع منډو ماتې ورکوي.

له دې وړاندې په آی پي اېل کې د حیدراباد لویه بریا په ۲۰۱۹ کې د پنجاب پر وړاندې په ۴۵ منډو وه.

۲۰۱۹ کې حیدراباد لوبډلې د بنګلور پر وړاندې په ۱۱۸ منډو بریا خپله کړې وه.

حیدراباد په ۲۰۱۶ کې ممبيي پر وړاندې په ۸۵ منډو بری خپل کړی و.

وارنر او په لوبډلمشرۍ کې یې نیمه سلیزې

وارنر ۷ لوبو کې د حیدراباد لوبډلمشري کړې او په دې اووه لوبو کې یې د پنجاب خلاف ۷ پنځوسیزې جوړې کړي دي.

په ای پي اېل کې ممبيي لوبډله لومړیو کې د سچېن ټېنډولکر له خوا رهبري کېده، چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې یې ۶ لوبې د کلکتې پر وړاندې ګټلې وې.

وارنر لومړی لوبغاړی دی، چې په آی پي اېل کې ۴۶ نیمه سلیزې وهي او ۴ یې سلیزې جوړې کړي دي.

د یوې لوبډلې پر وړاندې وارنر هغه لوبغاړی دی، چې آی پي اېل کې یې په وروسیتو نهو لوبو کې پرله‌پسې نیمه سلیزې په اوسط ډول جوړې کړي دي.

د حیدراباد او پنجاب ترمنځ د ملګرتیا بل ریکارډ جاني بېرسټو او وارنر جوړ کړ، دواړو د آی پي اېل په ۲۲ مه لوبه کې تر ۱۶۰ منډو ملګرتیا په اوپننګ وکړه.

۲۰۱۹ کې دواړو دوی دواړو د آر سي بي خلاف لوبه کې ۱۸۵ منډې ملګرتیا ریکارډ لري.

واټسن او ډوپلیسي په روان آی پي اېل کې د راجستان پر وړاندې یوه لوبه کې ۱۸۷ منډې ملګرتیا وکړه او ناټ اوټ ووتل.

دا لوبه چینای په اوپننګ وګټله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ