
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي توپوهونکي ډیویډ وارنر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که شل اوریزه نړیوال جام ترسره نه شي، نو د هند په آی پي ایل سیالیو کې لوبېږي.
ډیویډ وارنر ویلي، که نړیوال جام ونشي، نو دی هیله لري، چې په ای پي اېل سیالیو کې لوبې ترسره کړي.
ورانر زیاته کړه:
“نړیوال جام ته په یوازینی مشکل هغه بهرنیو هېوادونو پيښ کړی، چې د نړیوال جام برخهوال دي او لا هم پکې د کورونا له امله کرنتین دوام لري. که چېرې نړیوال جام ونشي موږ د اسټرالیا لوبغاړي خوښ یو، چې د هند په ای پي ایل سیالیو کې ولوبېږو.”
هغه ویلي د اوس لپاره موږ ټول باید د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړې ته انتظار وکړو، چې د نړیوال جام په اړه یې وروستۍ پرېکړه څه ده.
ډیویډ ورانر په داسي مهال دا خبرې کوې، چې د اسټرالیا کرکټ بورډ رییس څو ورځې وړاندې وویل، د کورونا ویروس له امله سږ کال د نړیوال جام ترسره کول ناممکنه کار دی.
هغه هم وویل، چې په هغه ۱۶ هیوادونو کې کرونا ویروس په چټکۍ روان دی، چې لوبډلې یې د نړیوال جام برخهوالې دي.
د دې ترڅنګ پاکستاني کرکټ بورډ هم وویل، چي سږنی کال د کرکټ نړیوال جام نشي ترسره کېدلای.
د ۲۰۲۰م کرکټ نړیوال جام د اسټرالیا په کوربتوب د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې نیټې اټکل شوی، خو د کورونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
ټاکل شوې وه د روانې جون میاشتې په ۱۰مه نېټه ای سي سي د نړیوال جام په اړه خپله رسمې وروستۍ پرېکړه وکړې، خو راتلونکې جولای میاشت ته وځنډول شوه.
د هند کرکټ بورډ بیا وايي، که نړیوال جام وځنډول شي، دوی چمتو دي، چې د روان کال په پای کې IPL سیالۍ ترسره کړي.