بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ کرکټ

اېرون فېنچ او ډېوېډ وارنر د لوبې بایللو ملامتي ومنله

سپورټ یاران

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر اېرون فېنچ او اوپنر توپوهونکي ډېوېډ وارنر ویلي، دا منو چې په لوبې ګټلو کې ناکام شو، خو د منځنۍ برخې توپوهونکي ډېر ګرم دي.

ډېوېډ وارنر او اېرون فېنچ په اوپننګ کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبه روانه کړې وه، خو ډېوېډ وارنر د جوفرا ارچر لخوا په ۵۸ منډو بولډ شو او اېرون فېنچ په ۴۶ منډو د ارچر په توپ کېچ شو.

د دوی دواړو له سوځېدلو وروسته د اسټرالیا لوبډلې هیلې، سمېت او ګلېن مکسوېل ته وې، خو دوی دواړه هم د عادل رشید لخوا سر په سر وسوځول شول.

په منځنۍ برخه یواځینی لوبغاړی سټاینېس و، چې په ۲۳ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د اسټرالیا لوبډله د ۳۹ منډو په پوره کولو کې ناکامه شوه

لوبه داسې یو حالت ته ورسېده، چې اسټرالیا ته په ۳۵ توپونو ۳۹ منډې پاتې وې؛ خو دې لوبډلې ونشو کولای چې یادې منډې پوره کړي او لومړۍ لوبه یې په دوه منډو وبایلله.

په وروستیو کې په ۴ توپونو ۹ منډې پاتې وې، چې د سټاینېس په څېر ستر الراونډر پکې پاتې راغی او لوبه یې وبایلله.

اوس د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ویلي، چې د لوبې په بایللو کې وارنر او فېنچ ملامته دي، خو د لوبډلې منځنی بېټېنګ هم ناکام شو او د دې برخې ذمه وار لوبغاړي هم ملامت دي.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ مسوولینو د کومو لوبغاړو ارمان وکړ

د اسټرالیا د کرکټ لوبډلې روزونکي جسټېن لېنګر ویلي، سټاینېس په بېګ‌باش لیګ کې په اوپننګ کې ښه توپوهنه کوله، خو د اسټرالیا په لوبډله کې په پنځم نمبر توپوهنې ته راځي نو نتیجه یې کمزورې ده.

هغه ویلي چې د په منځنۍ برخه کې د توپوهنې لپاره بېن مک ډرموټ، اشټن ټرنر، متیو وېډ او مېچل مارش مناسب دي.

افغان توپوهونکي په منځنۍ برخه کې څنګه لوبېدلي

د انګلستان مېډل ارډر یا منځنیو توپوهونکو په ۳۵ پاڼیو توپ وهنو کې ۵۸۰ منډې کړي، د دوی توپوهونکو ۱۴۵ اعشاریه ۳۶ سترایک رېټ لوبولی.

۴۴ یې څلوریزې او ۲۹ یې شپږیزې وهلي دي.

افغان منځنیو توپوهونکو له پنځم څخه تر اووم مقام پورې ۳۴ لوبو کې ۶۸۶ منډې کړي، ۱۳۸ اعشاریه ۳۰ یې سټرایک رېټ دی، ۴۲ څلوریزې او ۴۱ یې شپږیزې وهلي دي.

ویسټ انډیز ۳۸ پاڼیو کې ۵۹۸ منډې کړي، ۳۴ څلوریزې او ۳۷ یې شپږیزې وهلي دي.

ورپسې د نیوزیلېنډ، پاکستان، سویلي افریقا، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش او اسټرالیا نومونه ذکر شوي دي.

AFGHA.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ