مارچ 8, 2021

پښې یبلی دیوجانس کلبي څوک و؟ د هغه څو حکایتونه

Advertisements

” دیوجانس کلبي” (یو فلسفي رهبر) ۴۱۲ یا ۴۰۴ قبل المسیح سینوپ (ترکذیه) کې زېږېدلی او ۳۲۳قبل المسیح “کورنت ” کې وفات شوی دی.
نوموړی د کلبیت فلسفې پیرو او تر یو حده توحیدپرست و. د ده په قول، که د کایناتو ټول څېزونه دیوتا پیدا کړي، نو بیا دا دیوتاوې چا پیدا کړي، چا چې دا دیوتاوې پیدا کړي په اصل کې هماغه د دې کايناتو یوازنی او حقیقي خالق دی او زه هماغه ذات منم.
نوموړی د هغو مبلغینو له جملې څخه وو، چې ساده ژوند یې درلود. ویل کېږي؛ د ده ټوله سرمایه یوه امسا، یو بالاپوش، یوه کاسه یا کنډول او کوزه وو. ډېرې داسې کیسې شته، چې دغه د (سپي) په شان ښيي، چې په عربي کې ورته “کلب” وايي.
دغه یوناني فیلسوف چې پښې يبلې او داسې څادر باندې پوښلی وه، چې په ژوند کې یې یوازنۍ پانګه وه، ساده ژوند یې کاوه او همدارنګه د دنیا په وړاندې بې مينې او په آزاده توګه یې په یو بېرل کې ژوند کاوه. هغه ته چې مادیاتو هېڅ ارزښت نه درلود، د خپل ژوند د تېرولو لپاره یې خلکو ته د پند او حکمت تر څنګ، په خپله په یوه ټیکله/ ډوډۍ ګوزاره کوله، نو په دې خاطر یې هغه ته “ګدا فیلسوف” ویل. دیوجانس په خپلو طنزونو کې دنیاوي مقاماتو او افتخاراتو ته ارزښت نه ورکاوه، نو له همدې امله مقدوني سکندر به د هغه لیدو ته ورته.
بطرس بخاري په خپل کتاب “سپي” کې د “نیک سپیانو ” ذکر پدې الفاظو کړی دی:
“شکل یې بېخي فلاسفو او شجره یې ‘دیوجانس کلبي’ ته ورته ده.”
دلته د انساني تاریخ د دغه په زړه پوري شخصیت د ژوند څو واقعات راخلو.
یوه ورځ، دیوجانس کلبي د “اینجا جزیري ” پر لوري د سفر په دوران کې و، چې د زمانې بدنامه “قزاق سکرپالوس” او د هغه ملګرو ونیوه. دیوجانس یې د غلام په توګه له ځانه سره خپل جهاز کې بندي کړ، چې هلته ګڼ نور خلک هم ورسره بندیان ول؛ ډېر بد ظلم به پرې کېده، په زنځېرونو تړل شوي وو، بندیانو ته خوراک څښاک نه ورکول کېده، صرف دومره ډوډۍ به یې ورکوله، چې مړه نشي او ساه پرې وساتلی شي.
یو قزاق څه ورته وویل، دیوجانس ترې پوښتنه ورکړه، څومره عجیبه خبره ده کنه!؟ خلک چې ګډې او بزې هم پلوري، نو ښه ښه خواړه ورکوي، تر څو وزن واخلي، چاغ شي او په ښه بیه وپلورل شي او ته چې په حیواناتو کې آعلی ترین حیوانات، يانې انسان پلورې، وږي او تږي یې ساتې، تر څو په یو اسکلټ بدل او د هېچا د ښې نه شي.
قزاقیانو دا د”کورنت” په یو شتمن سړي”زیني ایډس ” وپلوره ـ دیوجانس د هغه زامنو ته تعلیم ورکړ او آزادي یې واخیسته، دغه دواړو هلکانو له دیوجانس سره ډېره مینه درلودله، دومره ترې متاثره وو، چې حتا پر وړاندې به یې یبلي پښې تلل.
یوه ورځ غرمه مهال څراغ په لاس د”ایتهنز ” په کوڅو کې ګرځېده، یو چا ترې وپوښتل:
دیوجانس؛ ته پدې څراغ څه لټوې؟
ده په خندا ځواب ورکړ، زه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې “انسان” لټوم.

مولا بلخي هم په خپل یو شعر کې، دیوجانس ياد کړی، چې ژباړه یې پدې ډول ده:
“پرون شېخ څراغ په لاس په ټول ښار ګرځېده
غږ یې کاوه، چې له چارپایو ستړی شوی یمه
د واقعیي انسان په لټه کې یم.”
دا هماغه دور و، چې ارستو د انسان په هکله مشهوره فلسفه ویلې وه ـ د ارسطو په قول، انسان یو داسې حیوان دی، چې په دوو پښو ګرځي او قامت یې سیده دی( توپیر یې صرف دومره دی، چې په څلورو پښو نه ګرځي)، ځکه دا د علمي بیدارۍ دور و، نو په دې خاطر د ده دا فلسفه د ښار په ګوټ ګوټ کې شړنګېده.
یوه ورځ بې نیازه مجذوب دیوجانس د ارستو مجلس ته راغی، مخامخ ورته کښېناست یو مارغه یې راوويسته، په ځمکه یې په دوه پښو ودراوه په بل لاس یې له ورمېږه ونیوه او مښوکه یې ورته بره طرف نېغه کړه، بیا یې ورته وویل، هن … دا دی ستا انسان!
کله چې لوى سکندر د ده له شهرت څخه خبرېږي لېدو ته یې ورځي، ګوري چې د ژمي يخ موسم کې په یوه بیابان کې ډېر پُرسکونه او آرامه د لمر وړانګو ته ناست دی.
دیوجانس د سکندر په ورتګ نه حیرانېږي او نه هم اندېښمن کېږي، بس هماغسې لمر ته پروت وي، سکندر ورنېږدې کېږي او خپل ځان ورمعرفي کوي، چې سکندر دی. چا چې د یونان ریاستونه فتح کړي او د “میسوډینا ” باچا دی.
دیوجانس د دې خبرو په اورېدو ورګوري او ورته وایي؛ نو زه څه وکړم، زما یې ستا له فتحو سره څه؟
سکندر چې کله وليدل، چې دا شخص خو نه د ده له فتوحاتو متاثر شو، نه یې هم د رعب لاندې راغی او نه هم اندېښمن شو. برعکس هماغسې پروت دی، فکر یې وکړ چې له بلې حربې کار واخلي؛ نو ورته یې وويل، آیا ته له ما نه ډارېږي؟
ـ دیوجانس: ولې ته کوم شیطان یې چې زه درڅخه وډار شم؟
سکندر په تعجب کې شو، نو یې له خپلې درېيمې حربې يې کار واخیست او ورته یې وويل، زه ستا لپاره څه خدمت کولای شم؟
ـ دیوجانس ورته وایي، له لمره لېري شه، چې پر ما دې سېوری کړی دی.
دغې لیدنې سکندر ډېر متاثره کړ، نو یې وويل
« که زه چیرته سکندر نه وی، نو دوجانس به وی.»
همدارنګه په يوه بل نقل کې راځي، چې « یوه ورځ دیو جانس کلبي له سکندر وپوښتل: په ژوند کې دې لویه هيله څه ده؟
سکندر: په یونان تسلط لرل.
دیوجانس: وروسته د یونان له فتحې څه؟
سکندر: د کوچنۍ آسیا تسخیر یا مهارول.
دیوجانس: وروسته له کوچنۍ آسیا مهارولو څه؟
سکندر: ټوله دنیا فتح کول.
دیوجانس: وروسته له هغې؟ سکندر: بیا کرار استراحت کوم او له ژونده خوند اخلم.
دیوجانس: ولې سر له اوسه بغيیر دکوم تحمل، رنځ و مشقته پښې نه غځوې، استراحت نه کوي او له ژونده خوند نه اخلي؟ »
یو ځل دیو جانس کلبي سکندر او د ده لښکر ته، د مېلمستیا بلنه ورکړه او خپلو خادمانو ته یې امر وکړ، چې ما او سکندر ته جلا او لښکر ته یې جلا خواړه چمتو کړئ.
خادمانو یې هم امر ته په کتو په پوره دقت دوه قسمه دسترخوانه تنظيم کړل؛ یو دسترخوان چې د عام لښکر لپاره و، په خوړو ښکلی کړ په دویم دسترخوان لوښي د دیو جانس کلبي په لارښوونه چې د سکندر او دیو جانس لپاره و د سرو و سپینو زرو قیمتي ملغلرو ډک کړي وو، چې خواړه په کې نه وو. سکندر د خپل لښکر سره مېلمستيا ته راغی، لښکر خپل مقرر دسترخوان ته کښېناست او سکندر اعظم او دیو جانس کلبي خپل تنظیم شوي دسترخوان ته کښېناسته.
سکندر چې له لوښو ټوټه لېري کړه، نو په لوښو کې زیورات/ ملغلرې پرتې وې، سکندر بېرته په شاه وخوځېده او د خوړو په تمه کښېناست. کله چې انتظار اوږد شو نو له دیو جانس کلبي نه یې وپوښتل: ” خواړه کله راځي؟ ” دیو جانس ورته وایي، خواړه خو ستا مخې ته پراته دي، د عامو خلکو لپاره عام خواړه او ستا د شان سره سم تاته شاهانه ملغلرې او زیورات تیار شوي، تاسي شروع وکړئ کنه!
د دیو جانس په دې خبره سکندر وويل چې ملغلرې او زیورات خو د خوراک شی نه دی ـ د سکندر له دې ځواب وروسته دیو جانس ورته وایي؛ په خوراک کې خو انسان دوه ډوډۍ خوري نو بیا تاسي په ټوله دنیا کې دا دومره شور (هنګامه) ولې جوړه کړې ده، ما خو فکر کاوه چې شاید عام خواړه به د عامو خلکو لپاره وي او ستاسو خوراک به سره/ سپین زر وي.
دې خبرو د سکندر سترګې ورخلاصې کړې او د مرګ په وخت کې یې وصیت وکړ، چې
« زما دواړه لاسونه د کفن نه بهر پریږدئ، تر څو غافله خلک په دې پوه شي، چې نن له دې ډکي نړۍ، سکندر تش لاسونه روان دی.»
ـ دیو جانس کلبي د ژوند په اخر کې د “توکل ” او “قناعت ” تر انتهایي پوړیو ورسېده ـ له ده سره یو خاورین کنډول و، چې اوبه به یې پرې څښلي او هم به یې پکې خواړه خوړل، یوه ورځ د اوبو څښلو لپاره ویالې ته ولاړ، هلته یې یو حیوان ولید، چې له ځنګله د اوبو په لټه رابهر شو، ویالې ته یې ځان راورسوه خوله یې پرې ورټیټه او اوبه یې وڅښلي، بېرته د ځنګله په لور روان شو، دیوجانس په خپله سینه لاس کېښود او ويې ویل، ” تف لعنت دې وې، یو حیوان هم له تانه په “توکل” کې مخکې دی او ته تر اوسه د یوې پیالي د محتاجۍ نه آزاد شوی نه یې؟” هماغه وخت یې خپل کنډول له تيږې وویشته ماتې ټوټې یې ویالې ته وغورځولي او خپل ځان یې تل تر تله د کنډول له محتاجۍ نه آزاد کړ.
ـ له مرګه مخکې ترې وپوښتل شول، چې څه ډول دې دفن کړو، نو دیوجانس کلبي ځواب ورکړ، چې ‘ د سر په څړۍ’ مې خښ کړئ. کله چې ترې علت وپوښتل شو نو ځواب یې ورکړ ”
« د وخت په تېرېدو، تل(ژور) شیان سرته راپورته کېږي»
هغه اولین شخص وه، چې ټوله دنیا یې خپل وطن باله او هغه ته یې نړیوال لقب ورکړ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ