د لوبي په جريان کي پيښور زلميو لوبډلي ته د ترهګرو خطاب!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
په پاکستان سوپرليګ کي د پيښور زلميو لوبډلي ته د ترهګرو په نوم ويل سوي دي.
د پاکستان کريکټ سوپر ليګ په دوام کي د ملتان سلطان او پيښور زلميو د لوبي پرمهال پاکستانيو مينوال پر کاغذ د پيښور زلميو پرځای د تروريزم نوم ورکړی.
پر هغه بينر چي د پاکستانيو مينوالو په لاس کي ښکاري ليکل سوي” سلطان د زلميو په وړاندي نه،پاکستان د ترهګرۍ په وړاندي”.

دې انځور په ټولنيزو رسنيو کي خورا تند غبرګونونه راپارولي.
د ټولنیزو رسنيو فعالان هغو پښتنو ته په غوصه دي چي د پاکستان د حکومت سره نيږدې اړيکي لري، خو بيا هم تل رټل سوي وي.
د پښتون ژغورني د غورځنګ د فعاليت څخه وړاندي داسي عکس العملونه ډير کم ليدل کيده،خو تيرکال يو ورځني نړيوال جام کي د افغانستان او پاکستان د لوبي پرمحال ګڼ شمير د لوبي مينوالو په لوبغالي کي د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او د پاکستان مرد اباد نارې يې وهلې.
د تيرو څو کلونو راهيسي د پښتون ژغورني غورځنګ او د پاکستاني حکومت ترمنځ خورا ناندرۍ رواني دي.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشران وايي پاکستاني رياست د دوی په زرګونو ځوانان په مرموز ډول وژلي، د پښتنو پر کورونو حملې کوي او ياد حکومت يې د پښتنو په سيمو کي د ترهګرۍ په خپرولو تورن کړی دی.
د پښتون ژغورني غورځنګ د خپلي مبارزې په لړ کي خپل ډيری ملګري له لاسه ورکړي تر دې چي منظور پښتون هم د څو اونيو لپاره په زندان کي وساتل سو.
داسي انګيرل کيږي چي پښتانه د خپل حقوقو د غوښتلو له کبله د پاکستان د حکومت تر څنګ د پاکستانيانو تر فشار لاندي هم دي،او اوس يې کريکټ ته هم سياست تر بل هر وخت ډير ور دننه کړی دی.