بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

دېرش ټولنیز نزاکتونه

 ژباړه او زياتونه: مليحه ناصري

ټولنیز نزاکتونه او عادتونه له کورنیو عادتونو سره توپیر لري. هغه کار چې کور دنننه امکان لري، شوني نه ده چې هغه د دباندې هم وشي. ځينې ټولنیز عادتونه شته، چې د انسان خپل دریځ خرابوي، باید پام ورته وشي او اصلاح شي.

۱- نورو کسانو ته ځير کتل؛ په ځانګړي ډول د ډوډۍ خوړلو پر وخت ښه کار نه دی، باید تکرار نشي.

۲- د نورو خبرې په نیمايي کې پرې کول؛ خبرې دې په نوبت وشي.

۳- خوله کې چې مړۍ وي باید خبرې ونشي؛ ځکه ډېری وخت خلک دا ډول خبرو نه کرکه لري.

۴- په یوه ټولي کې چې ناست وو، موږ ته بویه چې ځان پر هغوی بر/ لوړ ونه ګڼو.

۵- مخکې تر دې چې یوه خبره تر خولې راوايستل شي، بايد ښه وژوول شي.

۶- د روغبړ پر مهال سست لاس ورکول د مقابل کس تاند احساس سړوي.

۷- مېلمستیاوو کې ډېره ډوډۍ ونه خوړل شي، مانا زیاتی په کې ونشي.

۸- یوه چې مبایل کې ګوتې وهلې بل دې نه ورګوري؛ ځکه که هغه کس غوښتل چې دویم کس یې وویني خپله به یې ورته ویل/ ښودل.

۹- د نورو تر مخې( غونډو) کې پُس پُس کول او پټه غږېدا؛ که څوک شخصي خبرې لري، دوه په دوه دې وکړي.

۱۰- کله چې چا یو څه وغوښتل باید ور وار یې نه کړي. په ځانکړي ډول کور دنننه او دباندې مشرانو ته باید په لاس ورکړل شي. هغه که وړوکی لاسپاک هم وي.

۱۱- د ژاولو ترق ترق ایستل او پوکاڼې جوړول؛ ټولګي کې باید هېڅ ونه ژوول شي.

۱۲- په مېلمستیاوو کې د خبرو پر ځای ټېلیفون کې ګوتې وهل د مېلمستیا خوند خرابوي.

۱۳- د نورو تر مخې خپل د کور توکي یادول، چې ولا دا پلانی شی مې په دومره پيسو وپېره او هغه پلانی په دومره، که موخه معلومات ورکول وي څه خبره نه ده؛ خو ځان ښودنه ټولنیز نزاکت نه دی.

۱۴- پېغور ورکول، کنایه ویل او نورو ته سپکاوی انسانیت نه دی. مجبوریت وختونه هم شته؛ خو مقابل کس باید څوک مجبور نه کړي چې خبره پرې ورسپینه شي.

۱۵- د نورو تر مخې د خولې، پوزې پاکول معاشرتي اړیکې خرابوي.

۱۶- د ډلې ترمنځ د یو کس پر عقایدو، آندونو او مفکورو رشخند/ ملنډې وهل ټولنيز نزاکت نه دی.

۱۷- کله چې چېرته په نوبت کې ولاړ وي، تر وار رسېدو دمخه درغلي کول او ځان وړاندې کول شخړې رامنځته کوي. ښايي نزاکتاً څوک غږ ونه کړي؛ خو دې کس به خپل ځان ټولي/ قطار ته بد ورپېژندلی وي.

۱۸- خځلې پر عمومي لارو، د بل چا د کور تر مخې، د ټولګي په منځ کې، پارکونو کې، دفترونو کې، د کوټې منځ کې وانه چول شي.

۱۹- هر محفل ته د هغه مناسب کالي واغوستل شي. هر ځای مناسبې جامې لري. پوهنتون ته داسې جامې اغوستل لکه واده ته چې روان وي، شخصیت ته تاوان دی.

۲۰- په غونډو کې د نورو تېروتنو باندې خندل چې ګڼې مست/شوخ یو، دا بې ادبي ده.

۲۱- د جنګ/ شخړو یا خبرو پر وخت ښکنځل د تربیې کمزوري/ نه شتون ښيي.

۲۲- کله چې څوک غږېدل او غوږ ورته ونه نیول شي، ټولنیز نزاکت خرابېږي.

۲۳- د نورو مخکې د کور ستونزې بیانول هم ښه نه دي. څومره پټې چې ولري سبا به کور په کور تاوېږي.

۲۴- د مېلمنو، همکارانو… تر مخې سیګرټ وهل شخصیت خرابوي. ښايي ځينې به حساسیت لري او د ژوند تر پایه به له هغه کسه ځان وساتي.

۲۵- غونډو کې بېحده چوپتیا سوال پیدا کوي. خلک پوښتنې کوي چې څه خبره وه پلانی/ۍ داسې غلی و/وه. که مو عادت نه و چې ډېرې خبرې وکړئ، نو لږ څه وايئ.

۲۶- جنسیتي، قومي، ګړدودي ملنډې باید پر چا ونه وهل شي. که سره کلک ملګري/ې وئ، هغه جلا خبره ده؛ خو داسې نه چې د چا غیاب کې پر چا رشخند ووهل شي.

۲۷- روغبړ کې افراط یا تفریط دواړه زیان لرونکي دي. د انسان خُلق تنګوي.

۲۸- د نورو بد ویل یا په چا پسې پس شا خبرې د غایب کس شخصیت نه خرابوي، د ویونکي شخصیت زیان ویني. که چېرې ملګرو ته یې هم د چا بد ویل، هڅه دې وشي چې دروغ ورسره ونه نښلول شي. ځينې حالاتو کې اړتیا وي چې د یو چا بد وویل شي؛ مثلاً: د واده/ کوژدې مسئله وي. د همکارۍ او احتیاط خبره وي.

۲۹- د خپل معاش یا دندې اړوند زیاتی او لافې وهل شخصیت خرابوي. ځينې خلک دومره خولۍ پورته اچوي ته وا نور ټول خلک وږي دي.

۳۰- وخت او پلانونه، ژمنې او… مدِ نظر ونیول شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ