فبروري 25, 2021

هغه ۱۰ کسان چې په یوه اونۍ کې یې د نړۍ تر بل هر چا ډېرې پيسې ګټلې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

یوې امریکايي مجلې د لسو هغه کسانو نومونه خپاره کړي، چې په نړیواله سطحه یې په یوه اونۍ کې تر نورو ټولو ډېرې پيسې ګټلې دي.
د فوربز په نامه یادې امریکايي مجلې هغه فهرست خپور کړی، چې د مې میاشتې له ۲۱ تر ۲۸مې، چې یوه اونۍ کېږي، ډېرې پيسې ترلاسه کړې دي.
د دې فهرست په لومړي ځای کې د لويي ویتان شرکتونو مشر برنار آرنو راغلی. هغه په یوه اونۍ کې ۸،۱ میلیارده ډالره ګټلي او یو ځلې بیا یې خپله پانګه تر ۱۰۰ ملیارد ډالرو واړوله.

د فهرست په دویم ځای کې د ایندیتکس شرکت مشر آمانسیو اورتګا راغلی، چې په یوه اونۍ کې یې ۴،۹ میلیارده ډالره وګټل.
په درېیم مقام کې بیا واران بافت شته، چې ده بیا په یوه اونۍ کې ۳،۹ میلیارده ډالره ترلاسه کړي دي.
د دې فهرست په څلورم ځای کې فرانسوا پينو، په پنځم ځای کې د کرینګ شرکت مشر، په شپږم ځای کې د لورئال شرکت مشر فرانسوا بتانکور میر، په اووم ځای کي تاداشي یانايي، په اتم ځای کې د فست ریتیلینګ شرکت بنسټ اېښودونکی، په نهم ځای کې د کیینس شرکت مشر تاکمیتسو تاکیزاکي او په لسم ځای کې بیا د لوکساتیکا شرکت بنسټ اېښودونکی لئوناردو دل راغلی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ