بې اندیښنې ژوند؛ دا یې د لرلو لارې چارې دي

له رواني اندیښنو او سرګردانیو خوندي ژوند د ټولو هیله ده، خو ګڼ خلک به یې په کولو نه پوهیږي.
همدا وجه ده، چې زیات خلک له ژوند او لانجو یې سرټکوي.
د دې لپاره، چې تاسې د دوی په ډله کې رانه شئ، دلته ځينې مهمې او لازمې مشورې درسره شریکوو.
ومنئ چې اندیښنه ښه نه ده
لومړی ګام دا دی، چې ذهناً د اندیښنې بد والی ومنئ.
دا ومنئ، چې اندیښنه ښه شی نه دی، هیڅکله یې باید ونه کړئ، ځکه تاوان درته لري، خو ګټه یې نشته.
ولې اندیښنه کوئ؟
که اندیښنې مو نه ختمیږي، نو لټه یې وکړئ، چې ولې درپيدا شوې ده؟
په عام ډول د ستونزو د حل لاره دا ده، چې ستونزه تشخیص کړئ، تعریف یې کړئ او ریښې یې معلومې کړئ.
فکرونه مو وپېژنئ
هر انسان ته مهم لومړیتوب باید دا وي، چې خپل افکار وپېژني.
که څوک په  دې کار ونه توانیږي، نه شي کولای چې خپل ژوند او کارونه سم مدیریت کړي.
ښه ده، چې اول خپل فکرونه سم وپېژنئ او پوه شئ، چې تاسې څوک یاست، څه غواړئ؟
ومنئ چې هرڅه نه شئ کولای
د انسان په توګه خپلو کمزوریو باندې قانع شئ.
یو نیم کار که نه شئ کولای، یا پکې پاتې راغلي یاست، هسې ورته زړه مه خورئ.
پښتانه وایي: یو خدای پوره دی، نور بنده ګان نېمګړي دي.
نو تاسې هم زړه مه خورئ، چې ولې هر کار نه شئ کولای.
په روانه زمانه کې اوسئ
زیات خلک یا په ماضي کې وي، یا مستقبل کې، خو حال جاري زمانه ورڅخه هېره وي.
تاسې ماضي او مستقبل مه هېروئ، خو حال ته زیاته پاملرنه وکړئ.
خاصتاً، که رواني ستونزې لرئ، حال جاري زمانه او خپل وضعیت ته زیاته پاملرنه وکړئ.
ایمان او پرخدای توکل ولرئ
د رواني ستونزو د حل او مخنیوي یوه مهمه لاره مسلمانانو ته دا ا ده، چې خپل ایمان او پرخدای توکل وساتي.
که رواني ستونزې لرئ، ښه لاره یې دا ده چې عبادت مو ډېر کړئ، تلاوت زیات وکړئ او خدای ته پناه یوسئ.
چمتو شئ
ستونزې چې پوهیږي شته او رواني وضعیت مو خرابوي، ورته اماده شئ، مقابله ورسره وکړئ.
لیست جوړ کړئ
ستونزې مو لیست کړئ ترڅو تر ټولو جدي او عادي یې معلومې او په اسانه یې حل کړی شي.
بې لیسته ستونزې درته لوی پیټی ښکاري او فکر کوئ، چې حل به نه شي، خو لیست شوې بڼه یې کار اسانوي.
د نورو خبرو پسې مه ګرځئ
ځینې وخت د خلکو خبرې او له دې خبرو وېره درته سرخوږی جوړوي.
تاسې نه د چا د خبرو په کیسه کې اوسئ، نه یې له وجې خپل کارونه اغېزمنوئ.
اول تشویش مه کوئ، که بیا نه ترې خلاصیدئ، د حل لپاره یې لاس په کار شئ او د چا خبرو پسې مه ګرځئ.
بې صبره کیږئ مه
صبر کول او حوصله مندي د ستونزو د حل لپاره ټولو نه لوی مرستندوی عنصر دی.
بې صبره کیږئ مه، زړه مه خورئ، کلک اوسئ او د صبر د خوږې مېوه په تمه شئ.
خوشبینه اوسئ
خوشبیني یا هیله مندي د رواني ارام لپاره خورا ضرور ده.
تاسې مه نهیلي کیږئ، خواري وکړئ، چې ستونزې مو حل شي او د خواریو پایلو ته خوشبیني ولرئ.
په شتمنیو مو فکر وکړئ
دې ته مه ګورئ، چې څه ـ څه نه لرئ.
دې ته سوچ وکړئ، چې څومره شیان لرئ، هغه چې نور یې نه لري.
ژوند مه سختوئ
د ژوند سختولو لویه وجه دا وي، چې د نورو لب و جب ونه شئ لیدئ او ورته وځوریږئ.
تاسې پخپله برخه قناعت وکړئ، زړه مه خورئ، ستاسې په برخه به هم هرڅه در ورسیږي.
مرسته وغواړئ
په مرسته غوښتو او مشوره اخیستو کې شرم نشته.
انسانان ټول نیمګړي او یو بل ته اړ دي.
یا دوستانو، یا کورنۍ غړو یا نورو خواخوږو نه د ستونزو په حل کې مرسته وغواړئ.
 

وروستي مطالب