ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

څومره د خپل ژوند په ملګري پوري تړلي ياست؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

که تاسي هم له هغو کسانو څخه ياست چي ګډ ژوند يو روح او دوه جسمه بولي دغه لیکنه ستاسي له پاره ده. تاسي یو ګډ ژوند لرئ او تر کومه چي د دوو کسانو په اړیکه او تعامل پوري اړوند وي مشترک او ګډ ژوند شمېرل کېږي. له دې هاخوا، تاسي هر یو/ه د متفاوتو غوښتنو، علاقمندیو او ځانګړو روحیاتو درلودونکي ياست چي لزوماً ستاسي د ژوند د ملګري سره یوشان نه دي. واقعیت دا دئ چي د یوې سالمي اړیکي له پاره ستاسي هر يوه استقلاليت او هویت ضروري دي. ددې له پاره چي یوه بريالۍ جوړه اوسئ لازمه نه ده چي یو او بل ته سره ورته اوسئ.

ددې له پاره چي پوه سئ څوندي د ژوند په ملګري پوري وابسته یاست دغو پوښتنو ته جوابونه ووایاست:

آیا تاسي او د ژوند ملګری/ې مو هر کار د یو او بل د نظر تر تائید وروسته کوئ؟ آیا کولای سئ چي خپل فارغه وخت مو د ژوند د ملګري له حضوره پرته تېر کړئ؟ آیا کولای سئ چي د ګناه له احساسه پرته د ځان له پاره کوم کار وکړئ یا یو شی رانیسئ؟

آیا تاسي او د ژوند ملګری/ې مو يوه” يو په بل پوري تړلې ” اړيکه لرئ؟ ” يو په بل پوري وابستګي” يوه مریضي ده چي تاسي او د ژوند ملګری/ې مو په يوه کنټرول سوې اړیکه کي راولي. تړلي او وابسته کسان هم همېشه وېره لري چي د ژوند ملګری/ې له لاسه ورنکړي او هم له یوازي اوسېدلو، پرېکړي کولو او حتی یوازي فکر کولو څخه بېرېږي. که ستاسي جوابونه له دغو سوالونو څخه ډېرو ته مثبت وي تاسي د خصوصي او شخصي حریم معنا نه ده پېژندلې او درک کړې. لومړی باید پر خپلو احساساتو کار وکړئ. د بایللو، یوازي پاتېدلو، پر نفس کم باور او د مهمو او ضروري پرېکړو کولو وېري بېخي طبیعي دي. خو که تاسي ډېره توجه ورته وکړئ مشکلات درته زېږوي. ډېره وابستګي دغو احساساتو ته د تر حد زیاتي پاملرني او توجو پایله ده.

په وروستني قدم کي زده کړئ چي څنګه خپلو علاقمندیو ته توجه وکړئ. تاسي او د ژوند ملګري مو باید دواړو د ځانو له پاره متفاوت ساتېري او لوبي ولرئ. کېدای سي د مشترکو پروګرامونو تر یوې اوږدمهالي دورې وروسته دغه کار ستاسي له پاره ستونزمن وي او و نه سئ کولای چي هغه عملي کړئ ځکه نو باید خپل/ه د ګډ ژوند اړیکه مو یو څه بل رقم تعریف کړئ. که دغه وابستګي مو د ګډ ژوند له اړیکي څخه د ناسم برداشت او ناسمو باورونو له وجهي وي باید هغوی تغیر کړئ. که تاسي او د ژوند ملګری/ې مو په دې باور یاست چي واده د ژوند په ټولو کارونو کي یو نه ماتېدونکی اتحاد يا ګډون دئ – لږ پر دغه باور له سره غور وکړئ او یاد تعریف تغیر کړئ.

د یوه روح له چوکاټه راووزئ. کله چي ستاسي او د ژوند ملګري وابستګي مو دوندي ډېره او شدیده وي چي حتی یو له بل پرته یوه ډېره آسانه پرېکړه ه يا یو آسانه کار هم نه سئ کولای لازمه ده چي څنګه کېږي باید دغه تړلتیا او وابستګي لېري یا عوض کړئ.

کېدای سي حتی لازمه اوسي چي لږ مو د ژوند ملګري ته ډاډ او اطمینان ورکړئ. هغه/ې ته ووایاست چي مستقل او خپلواک اوسېده ستاسي دواړو اړتیا ده او له دغي لاري مو د فکري ودي او رُشد او پوخوالي مرحلې ته د رسېدو فرصت زيات دئ. مې هېروئ چي د شخصي حریم ساتل له ژونده د ژوند له ملګري څخه د لېري کېدو په معنا نه دئ. دغه حریم، د تجربې او فکري رُشد له پاره فضا ده او ستاسي عاطفي اړیکه او مینه همدارنګه باید پر خپل ځای پاته وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي