سینما او موسیقي

ډپیکا د خپل خاوند پر صفتونو نه ستړي کیږي

د هندي سینما د فلم مشهور ستوری رنویر سنګ په زیاتره مجلسونو او غونډو کې د خپل مېرمنې ډپیکا پډوکون په تعریفونو نه ستړی کیږي.

ډپيکا پډوکون کله په یوې نرۍ مسکا سره او کله په ډېر زیات غرور او ځانګړي انداز سره د هغې د صفتونو او تعریفونو ځواب ورکوي.

خو دا چې په حقیقت کې رنویر د ډپيکا په ژوند کې کوم مقام او حیثیت لري، په تړاو یې د انډین ایکسپریس ورځپاڼې په یوه مرکه کې ډپیکا خبرې کړي دي.

دا وایې څومره مقام او قدر چې یې تر لاسه کړي او په کوم مقام کې چې ده په کې یې د خاوند رنویر مهم رول دی.

ډپيکا ویلي چې د واده څخه یې کلونو وړاندي ژوند څخه تر دې دمه کله چې هم په فلمیز ژوند کې تغیر راغلی او یا هم په ژوند کې تر سخت تاثیر او فشار لاندې وه.

او یا یې هم ژوند له کړاونو او ستونزو سره مخ شوی نو په خبره یې چې رنویر سنګ ورته د یوه قوي دیوال په څیر ولاړ دی او دفاع یې ترې کړې.

نوموړې زیاته کړې چې رنویر سنګ یې یوازې خاوند نه بلکې غوره ملګری هم دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی