سینما او موسیقي

ایا ډپیکا پډوکون رښتیا هم مور کېدونکې ده؟

د هندي سینما زړه وړونکې جوړې ډپیکا پډوکون او رنویر سنګ په ټولنیزو رسنیو کې یو ځل بیا د بحث موضوع جوړه شوې ده.

خو دا ځل د دوی په کوم فلم باندې بحث نه کیږي او نه هم یې د مینې په کوم اظهار خبرې کیږي، ځکه د فلم ستورو په تړاو تر ډېره په رسنیو کې په دغه موضوعاتو ډېرې خبرې کیږي.

په ټولنیزه رسنیو کې د انسټاګرام کارونکي د رنویر سنګ د یوې ژوندۍ ویډیو ورکولو وروسته یوه پوښتنه کوي، ایا رښتیا ډپيکا مور کیږي؟

څو ورځې وړاندې داسې وشوه چې رنویر سنګ په انسټاګرام کې د خپلو مینوالو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کولې خو د ده په دغه لایف چټ کې نه یوازې د ده دمینوالو برخه واخیسته بلکې مېرمن یې ډپيکا هم ورته ویډیو سره تر څنګ تبصېره پرېښوده.

ډپيکا په یوه کمنټ لیکلو سره د ټولو بحث موضوع بدله کړه، دغې ښکلې ستورې لیکلي وه، HI Daaddie یا سلام پلاره! او دغه الفاظو سره سره یې د بچې او زړه نښه هم اېښې وه.

رنویر سنګ ورته په ځواب کې یوازې(های بی بي) لیکلي خو په دغه وخت کې ارجن کپور هم د رنویر په دغه لایف چټ کې مداخله وکړه او د رنویر مینوالو ته یې لیکلي چې (پلار او مور) ستاسو لپاره یوه ښکلي بچي زیري لرونکي دي.

د رنویر، مېرمن یې ډپیکا پډوکون او ارجن کپور د دغه ژوندۍ ویډیو نه یوازې دا چې سکرین شاټونه یې خپاره شوي بلکې د انسټاګرام کاروونکو ترې داسې تعبیر اخیستی چې ډپیکا امیندواره ده او د هندۍ سینما د دغې جوړې کور ته نوی مېلمه را روان دی.

یوه بله انسټاګرام کاروونکي لیکلي، ډپيکا رښتیا امیندواره ده؟ بل ځواب کې یې لیکلي چې بلکل، ارجن کپور یې تائید کړی.

د یادولو ده چې روان کال په پيل کې د فلمي نړۍ مشهور فیسټوال کینز کې ډپیکا د ګډون پر مهال هم پر دغې ستورې د حاملي شکون شوی و او د مور کېدو اوازې یې خپرې شوې وې.

د رنویر او ډپیکا واده تېر کال په اټالیا هېواد کې تر سره شو چې تصویرونه یې لا تر اوسه هم په رسنیو کې خپریږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی