نړیواله ورځ یې؛ د دماغي اختلاطاتو ډولونه او نښې یې وپيژنئ

ژباړه: نسیمه محمدي

نن د جولای ۲۲مه د دماغ/ مغزو نړیواله ورځ ده.
سږکال، د دماغ نړیوالې ورځې موضوع د پارکینسون ناروغي ده- د دماغ اختلال د نړۍ په کچه د هر عمر لرونکي، له ۷ میلیونو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي. د دې وضعیت او د دماغي اختلاطاتو د ډولونو په اړه د پوهېدلو لپاره مطلب ولولئ.
له شک پرته دماغ د انسان په بدن کې تر ټولو مهم ارګان دی، ځکه چې د بدن ټولې دندې کنټرولوي. ستاسو مغز تاسو ته د فکر کولو، خبرو کولو، احساس کولو، لیدلو، اورېدلو، شیانو په یاد ساتلو، چلولو او داسې نورو… وړتیا درکوي. له همدې امله د دماغ اختلاطات کولای شي د بدن ډېری نور مختلف کارونه اغېزمن کړي. مثلاً د دماغ ښي خواته زیان رسېدل ممکن د خوځښت ستونزې رامنځته کړي.
“د دماغ نړیواله ورځ هر کال د جولای په ۲۲مه نمانځل کېږي، چې د دماغ د روغتیا د اهمیت په اړه، د عامه پوهاوې کچه لوړه کړي.”
سږکال د عصبي علومو نړیوال فدراسیون(WFN) او د پارکینسین اختلاطاتو نړیواله ټولنه(IPMDS) په ګډه د پارکینسین ناروغۍ د دماغ د نړیوالې ورځې لپاره د موضوع په توګه غوره کړې. د پارکینسین ناروغي د دماغ  یو ډول اختلال دی، چې د حرکت توازن، او په لاره تګ توازن او همغږۍ کې ستونزې رامنځته کوي.

د دماغي اختلاطاتو مختلف ډولونه:

د دماغ زخمونه؛
دماغي ټپونه ډېرې وختونه د ټکان/ ضربې له امله رامنځته کېږي، چې د دماغ نسجونو، نیورونونو او اعصابو ته زیان رسوي. دا کولای شي ستاسو د بدن پاتې برخو سره د خبرو اترو لپاره د دماغ وړتیا اغېزمنه کړي. په دماغي زخمونو کې، د وینې ټوټې، اختلاطات(د مغزو نسج ټپول)، د دماغ بوغمه(د سر په پوستکي کې پړسوب)، اختلاطات او ضربې شامل دي.
د دماغو زخم ممکن دې نښو ته لار هواره کړي: کانګې، د تکلم/ غږېدلو ستونزې، له غوږ څخه وینه بهېدل، بې حسي، فلج او د خافظې له لاسه ورکول.

 

د دماغ تومورونه؛

کله چې په مغز کې تومور رامنځته شي، دا د دماغ لومړني(primary) تومور بلل کېږي. په ځینو مواردو کې، سرطان ممکن ستاسو په بدن کې بل ځای وده وکړي او مغز ته خپور شي. د مغزو تومورونو دا ډولونه ثانوي دماغي تومورونه دي/ بلل کېږي.
د تومور اندازې د موقعیت پورې تړاو لري، نښې یې هم توپير لري. د مغزي تومورونو خورا عامې نښې نښانې لکه سر درد، قبض/ ترینګلتیا، بې حسي، د لاسونو او پښو میږي میږي کېدل، خوا ګرځېدل، د حرکت او توازن ستونزې دي.

عصبي ناروغي؛

عصبي ناروغي د مغزو له ځانګړو ساحو څخه د نیورونونو د پرمختګ او نه تکرارېدونکي ضایع کېدو له خوا مشخص کېږي. عصبي ناروغیو کې آلزایمر، Huntington’s disease، پارکینسین ناروغي او د جنون ټول ډولونه شامل دي.
عصبي ناروغي کولای شي د حافظې له لاسه ورکول، هېرول، بښنه، اضطراب، د مزاج بدلونونه او داسې نور علایم ولري.

اروايي اختلاطات؛

اروايي اختلاطات/ اروايي ناروغۍ د اروايي روغتیا پراخه شرایطو ته اشاره کوي، چې ستاسو په فکر، احساس یا چلند اغېزه کوي. د اروايي اختلاطات لکه خفګان، اضطراب، د دوه‌ګوني/ دو قطبي عوارض، د ټراماتیک فشارونه او شیزوفرینیا.
د اروايي ناروغۍ نښې نښانې د بې نظمۍ پر اساس توپیر کوي. د اروايي ناروغیو ځینې نښې او علایم په لاندې ډول دي:

  • د خفګان/ ځان کم ګڼلو احساس
  • د تمرکز او وړتیاوو کمېدل
  • ډېره وېره او اندېښنه لرل
  • د ځان وژنې فکر کول
  • د پام وړ ستړیا، ټیټه انرژي

اروايي اختلال ممکن د فزیکي ستونزو لامل هم شي، لکه د معدې درد، ملا درد، سردرد یا نور نه تشخیص شوي دردونه.
سرچینه: TheHealthSight.com

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي