افغانستان اقتصاد سرسکالو

د ډهلې له بنده د ۱۱۹ کانالونو د جوړولو د سترې پروژې چارې پیل شوې

لیکنه: ياران
راپور: رفیق جنبش

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار له والي سره په ګډه د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۱۹ کانالونو چارې چې د ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ، شاولي کوټ، دامان، پنجوایي او میوند ولسوالیو کې به جوړیږي، پیل کړې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د بنسټ ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې وویل، د دې ۱۱۹ کانالونو په مټ به ۴۰ زره هکتاره للمي ځمکه او ۴۶ زره نوره شاړه ځمکه د منظم اوبه خور تر سیستم لاندې راشي، ۱۲۲۱۵ کسانو ته به دایمي کار پیدا شي او ۱،۲ ميلیونه خلک به ترې ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژو سربیره سږ کال په کندهار کي ۲۴۷ پرمختیايي پروژې بشپړې شوي او د ۴۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۳۶ پروژې پیل شوې دي، چي ۷۱ هغه یې بشپړي شوې دي او د ۶۵ پروژو چاري روانې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر دغه راز وویل:

«د سړک جوړولو په برخه کې سږ کال د ۲۲ پروژو په لړ کي په کندهار ښار او ولسوالیو کي د ۳۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه هم جوړ شوي دي.»

د یادونې وړ ده، چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پنجوايي، سپین بولدک او تخته پل ولسوالیو کې ۱۵۴ پروژې بشپړې شوې او د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ۷۳۲ پروژو تدارکاتي چاري رواني دي. د دې ترڅنګ په کندهار کې د ۱۲۴ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو چاري پيل شوې، چي له ډلې یې د ۶۰ ښوونځيو د ودانیو چارې بشپړې شوې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ