د ډیلي کرکټ لوبډله چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۸ پورې هېڅ مطرح لوبډله نه وه، اوس یې د آی پي اېل په دوو پړاوونو کې د مشهورتیا مزل پیل کړی او خلک پرې د ۲۰۲۰ اتلولۍ ګټلو اطلاق هم کوي.
بل پلو ممبيي هغه لوبډله ده، چې څلور ځلې یې د سترو سوداګریزو لوبو اتلولۍ ترلاسه کړې دي او سږ کال یې هم د اتلولۍ ګټلو پهپار هلې ځلې بې څه نه دي.
د ممبيي کرکټ لوبډله او لوبغاړي یې
ممبيي لوبډلې په ۲۰۱۸ کې ګاتم ګمبیر خپل لوبډلمشر وټاکه؛ خو د څلورو لوبو پرله پسې بایللو سره یې لوبډلمشري پرېښوده او خپل ځای یې ځوان توپوهونکي شیریاس آیئرته پرېښوده.
آیئر له لومړي سره خپله وړتیا وښودله، په خپلې بهترینې توپوهنې یې لوبډله ښه رهبري کړه او له لوېدلي حالت څخه یې لوبډله لږ مثبت خواته روانه کړه.
۲۰۱۹ کې یې لوبډله خورا ښه رهبري کړه او تر پلی اف پړاوه یې ورسوله.
۲۰۲۰ او لوبډله یې، دومره راجوړه کړې، چې د نومرو په جدول کې یې د روانې اکټوبر ۱۷ مې پورې لومړی مقام خپل کړی دی.
دې لوبډلې ۹ لوبې کړي، دوه یې بایللي او ۷ یې ګټلي دي، د نومرو په جدول کې ۱۴ نومرې لري او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
دې لوبډلې د اکټوبر په ۱۷ مه د آی پي اېل په ۳۳ مه لوبه کې د چینای لوبډله په ۵ وېکټو ماته کړه او شېکردوان پکې د ۵۵ توپونو په لوبولو سره د ۱۴ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته یې ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخېسته.
په لوبډله کې یې شیریاس ایئر یو برجسته لوبغاړی دی، چې په هره لوبه کې یې خپله ذمه واري هم په توپوهنه او هم په لوبډلمشرۍ کې اخیستې ده.
رباډا د نړۍ په کچه یو چټک بالر ورسره مل دی، انرېک نارټی بل هغه افریقایي بالر دی، چې تر دې دمه په روان ای پي اېل کې یې تر ټولو چټک سرعت کې ریکارډ جوړ کړی او تر ۱۵۴ کېلو مترو سپیډ توپ اچونه یې کړې ده.
شېمرن هېټمېر په منځنۍ برخه کې یو خطرناک فېنېشر او هیټر ورسره مل دی، چې تل په منځنۍ برخه کې لوبه ښه مخته وړي.
شېکردوان د هندوستان غوره اوپنر ورسره په اوپننګ کې ملتیا کوي.
د اسټرالیا غوره الراونډر مارکس سټاینېس ورسره شته او الېکس کېري، اکسرپټېل، پرېتوي شاو، ریوي چندرن اشوېن، هارشل پټېل، اجېنکیا رهانی، رېشاب پنټ او ځینې نور ښه لوبغاړي ورسره دي او کولای شي، چې د اتلولۍ ترکچې مخې ته ولاړ شي.
ډېری افغان کرکټ مینوال هم دا اطلاق کوي، چې ډیلي کولای شي اتلولي واخلي.
ذاهدالله درانی وایي:
“ډیلي لوبډله ځوانه ده، له وړتیاوو ډک لوبغاړي لري، د لوبغاړو په نیولو او رهبرۍ کې یې پوره دقت کړی او دې چارې دا لوبډله تر دې کچې رسولې، چې اتلولي واخلي.”
ودان مینهوال هم د دې لوبډلې لوبډلمشر مثبت بولي او وایي چې لوبډله یې ښه سمبال کړې او ښه روان دي.
نیازمحمد خاکسار چې خبریال او کرکټ څارونکی دی:
“وایي چې د ډیلي لوبډله کې د اتلولۍ نښې ډېري دي او له جذبو ډکو لوبو یې جوته کړه، چې د اتلولۍ ګټلو وړتیا لري.”
د کرکټ مبصر او مینهوال دوست محمد نظري وایي، چې لوبډله یې ځوان لوبغاړي لري او لوبډلمشري یې خورا ښه ده.
ممبيي لوبډله او لوبغاړي یې
د ممبي لوبډله کې هم سینیئر یا با تجربه او هم ځوان لوبغاړي شتون لري، چې د لوبغاړو دې ګډولې دا لوبډله د نومرو په جدول کې کله لومړي او کله دویم مقام ته ځي.
خو دې لوبډلې له ۲۰۰۸ راهیسې څلورځلې د کروړونو روپیو ټرافیانې ګټلي او اتلولۍ یې ترلاسه کړي دي.
روهېټ شرما د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې مطرح توپوهونکی دی او د هندوستان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر هم دی.
د ده په رهبرۍ د هندوستان لوبډلې ۲۰۱۸ اسیا جام اتلولي ترلاسه کړه او د هندوستان لوبډله یې اووم ځل اتلولۍ باندې ونازوله.
له ممبيي لوبډلې سره، کوېنټن ډیکا د نړۍ بهترینه اوپنر لوبېږي، چې د آی پي اېل په ۲۷ مه لوبه کې یې د ډیلي لوبډلې پر وړاندې ۵۳ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
له ده په ون ډاون کې سوریا کومار یداف هم ۵۳ منډې وکړې او د ډیلي لوبډله یې په ۵ وېکټو ماته کړه.
دوه ورونه الراونډران هارډېک پانډیا او کرونال پانډیا ورسره دي، کېرن پولارډ ورسره شتون لري، اېشان کېشن، جسپرېت بومرا او ټرېنټ بولټ په څېر د یو ورځنیو لوبو لومړی او دویم نمبر بالران ورسره شتون لري.
نو کولای شي، چې د اتلولۍ لپاره سخته مقابله وکړي او د پنځم ځل لپاره د اتلولۍ جام هسک کړي.
دواړو لوبډلو چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې ۶ وروستۍ لوبې کړي، درې یې ډیلي ګټلي او درې یې ممبي خپلې کړي دي او انډول یې برابر دی.