فبروري 25, 2021

د یو بل عیبونه او نیمګړتیاوې مه ښکاره کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل
مېرمن او خاوند په ګډ ژوند کې دنده لري، چې د یو بل عیبونه پټ کړي، خو باید دې ټکي ته پام وکړئ، چې ځان جوړونه او د نفس اصلاح او سمون، له بل سره د مرستې لپاره لومړنی ګام دی؛ ځکه د بل د اصلاح او سمون لپاره ځینې آداب شتون لري، فرد باید داسې ځانګړنې ولري، ترڅو وکولای شي، په دې تګلوري کې، په ښه توګه کړنې ترسره کړي.
د اسلام په مبارک دین کې په دې باندې ټینګار شوی دی، چې مېرمن او خاوند نه یوازې باید د یو بل عیبونه ښکاره نه کړي، بلکې د جامو په څېر هغه پټ کړي. لکه څنګه چې الله (ج) د بقره سورې په ۱۸۷ آیت کې د ښځې او مېړه د اړیکو په اړه فرمایلي دي: هن لباس لکم و انتم لباس لهن. ژباړه: هغوی ستاسو لپاره جامې او پوښښ او تاسو د هغوی لپاره جامې او پوښښ یاست. له جامو سره د خاوند او مېرمنې په تشبیه کې، ډېر زیات ټکي شتون لري، له دې جملې دا چې جامې د انسان عیبونه پټوي او له ښځینه او نارینه څخه هم باید هر یو د یو بل عیبونه او نیمګړتیاوې پټې کړي.
ځان جوړونه او د نفس اصلاح او سمون
جوړې هم باید په بشپړه توګه د یو بل نیمګړتیاوې او ستونزې له نورو څخه پټې کړي او په دې برخه کې په هېڅ وجه بې غوري ونه کړي. که څه هم مېرمن او خاند په ګډ ژوند کې دنده لري، چې د یو بل عیبونه پټ کړي، خو باید دې ته مو پام وي، چې ځان جوړونه او د نفس اصلاح او سمون له بل سره د مرستې لپاره لومړنی ګام دی؛ ځکه د بل د اصلاح او سمون د هڅې لپاره ځینې آداب شته او فرد باید داسې ځانګړتیاوې ولري، ترڅو وکولای شي، په دې تګلوري په ښه توګه عمل وکړي. حضرت نبي کریم (ص) د نفس د اصلاح او سمون په اړه فرمایلي دي: له دې څخه بل بد او خراب عیب نه شته، چې انسان د نورو عیبونه وویني، خو له خپلو عیبونو څخه نا خبره وي.
د یوه نارینه په ناپوهۍ کې همدومره بسنه کوي، چې خپل عیبونه ونه پېژني او ترې خبر نه وي. له دې امله که ښځینه یا نارینه هوډ لري، ترڅو د خپل ژوند د شریک چال چلند سم کړي، ښه ده، چې خپلو عیبونو ته هم ځیر شي؛ ځکه کله وخت امکان لري، ښځه او مېړه د لانجې پرمهال یوازې د یو بل عیبونو ته پام وکړي. حضرت رسول الله (ص) فرمایلي دي: د مومنانو ښوېیدنې او نیمګړتیاوې مه لټوئ، ځکه هر څوک چې د خپل ورو ښوېیدنې او نیمګړتیاوې ولټوي، نو الله (ج) د ده ښوېیدنې او نیمګړتیاوې څاري او الله (ج)، چې د هر چا ښوېیدنې او نیمګړتیاوې وڅاري، نو رسوا کوي یې؛ که څه هم چې په خپل کور کې یې وي. اوس که څوک غواړي، چې رسوا نه شي او د ژوند د شریک زغم او صبر یې د عیبونو په وړاندې په خوله را نه شي او مطرح نه شي، نو غوره ده، چې په خپله د عیبونو له لټون څخه ډډه وکړي او د خپل ژوند د شریک د بدیو او بد خُلقیو او ستونزو د څرګندولو پرځای، د هغه ښېګڼو او مهربانیو ته پام وکړي.
د عیب لټون یو له بدو عیبونو څخه دی
شونې ده، چې په یوې خبره باندې د جوړو د یوه لوري ډېر زیات ټینګار، د بل لوري غوسه را وپاروي او شخړه رامنځته شي، خو په دې وخت کې څه باید وکړو، چې د ژوند شریک مو ستاسو خبرو ته په ښه توګه غوږ ونیسي او خبرې مو جدي ونسي؟ حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي دي: باید له هغو خلکو څخه ډېره زیاته کرکه ولرې او له ځانه یې لرې کړې، چې تر هر څه زیات د خلکو عیبونه لټوي. کارپوهان په دې اند دي، چې د دې ستونزې د حل لاره، د ژوند د شریک ښېګڼو ته پام کول دي. اوس که چېرې مېرمن یا خاوند د خپل ژوند د شریک د نیوکې د یادونې لپاره، په پیل کې د هغه له ښېګڼو څخه یادونه وکړي او هغه د ښو خویونو او عادتونو د لرلو له کبله وستایي، په نا خبره توګه یې په هغه کې د عیبونو د درک لپاره زمینه برابره کړې ده.