ناکام مئینان بیا پخلا شوي؛ ډپيکا پډوکون له رنبیر سره یوځای کار کوي

په تېر کې د هندي سینما ښکلې او ډیمپل نجلۍ او تکړه فلم ستوري رنبیر کپور تر منځ نه یوازې دا چې په ډېرو فلمونو کې یې سره جوړه کار کړی بلکې د یارانې تار او نژدې اړیکې یې هم لرلې.
خو ډپیکا په کال ۲۰۱۸ کې د رنویر سنګ سره واده وکړ او رنبیر بیا د فلمي ځوانې ستورې عالیه سره اړیکې جوړې کړې.
د ډپيکا تر واده وروسته د رنبیر او دغې ستورې تر منځ لومړي ځل لېده کاته کیږي.
خبره دا ده چې دغو دواړو فلم لوبغاړو د فلم جوړونکي لو رنجن سره د هغه د راتلونکي خندوونکي فلم کې د کار کولو په تړاو لېدلي چې وروسته یې سره بیا یوازې لېدنه هم کړې.
د دواړو له لېدنو که یو طرف مینوالو تر منځ د دوی د نژدې والي او د اړیکو د ښه والي خبرې شوي بل طرف یې د ډپيکا مینوال له نوموړې غواړي چې د رنبیر کپور سره یوځای کار ونه کړي.

داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ډپيکا پدوکون او رنبیر به ډېر ژر د فلم جوړونکي لو رنجن په فلم کې د اجی دیوګن او نورو مشهور ستورو سره یوځای کار وکړي.
د تایمز اف انډیا د رپوټ له مخې چې ډپيکا او رنبیر د فلم جوړونکي په کور کې د هغه په فلم یوځای خبرې کړي چې وروسته یې یوازې هم خبرې کړي دي.
د رپوټ له مخې پرېکړه شوې چې په فلم کې سره راښکاره شي خو د ډپيکا مینواله له هغې غواړي چې په دغه فلم کې له کار کولو لاس په سر شي، د دوی په ټولنیزو رسنیو کې (Not My Depika) یا مه کوه زما دپیکا تر هشټګ لاندې کمپاین هم پیل کړی.
مینوال وایي چې دا هغه فلم جوړوونکی دی چې تېر کال پرې د یوې نوې اداکارې له لوري د جنسي تیري تور ولګول شو، د دوی په خبره چې دا فلم جوړوونکی د مېرمنو عزت نه کوي نو په دې خاطر دې ورسره په فلم کې کار نه کوي.
که څه د فلم ټيم یا ډپیکا په رسمي دول په دغه فلم کې د کار کولو په تړاو څه نه دي خو مینوال یې فکر کوي چې رنبیر کپور او د نوموړې لیدل د دې امکان زیاتوي چې دوی دې په دغه فلم کې کار وکړي.
بل لورته:
داسې خبرونه هم خپاره شوی چې د فلم جوړونکي سره تر خبرو وروسته دوی دواړو هم سره خبرې کړي.
د ډپيکا له واده او له عالیه بهټ سره د رنبیر تر یارانې وروسته ویل کیږي چې دا دغه دواړو فلم ستورو لومړۍ لېدنه وه او معلومیږي چې بېرته یې سره مرورتیا په دوستۍ بدله شوې.