رسنۍ سینما او موسیقي

د ډپيکا خوب رښتيا کېږي

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

ډپيکا پاډوکان چې يو له بهترینو اداکارانو څخه ده نن يې د خپلې خوشحالۍ اظهار کړی.

بنګ بنګ او وار هغه فلمونه دي چې ريتيک روشن ورباندي ډېري پيسې ګټلي او د بريا سلنه يې لوړه سوېده.

نن د رتيک روشن کليزه وه، چې په ورته وخت کې يې د خپل نوي فلم پروژه هم اعلان کړه.

فايټر ” د هغه فلم نوم دی چې د نارينه رول به يې ريتيک روشن ته ور دغاړي وي او د لومړي ځل لپاره به ډپيکا پاډوکان ورسره ولوبېږي.

ډپيکا پر ټولنيزو رسنيو د خپلې خوشحالۍ اظهار کړی او ليکلي يې دي چې “خوبونه واقعاً رښتيا کېږي“.

ډپيکا چې په باليووډ کې خورا بريالۍ ده او په اوسنيو نجونو کې ساری نلري، د هر فلم پر سر ډېري پيسې اخلي د ريتيک سره په يوځای والي ډېره خوشحاله ده.

ددې فلم ډايريکټر او پروډیسر سيدارت انند دی چې له وړاندي يې د ريتيک روشن سره د بنګ بنګ او وار فلمونه جوړ کړيدي.

دا فلم د مارفليکس کمپنۍ له لورې جوړېږي چې د راتلونکې ۲۰۲۲ز د سپټمبر مياشتې په ۳۰مه نېټه ريلېز کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ