سپورټ کرکټ مخکښان وزش او تمرین

کراچۍ کېنګز لوبډلې د پي‌اېس‌اېل اتلولۍ جام د ډین جونز روح ته ډالۍ کړ

 

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبډلو پایلوبه تېره شپه د نومبر په ۱۷ مه د کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کراچۍ کېنګز پکې بری حاصل کړ او اتلولي یې وګټله.

ولې د اتلولۍ جام ډین جونز ته ډالۍ شوه

ډین جونز چې د اسټرالیا پخوانی توپوهونکی او اوسنی کرکټ مبصر و، د اکټوبر په میاشت کې د زړه حملې له امله ومړ.

نوموړي د هندوستان په ممبيي ښار کې په آی‌پي‌اېل تبصره کوله، چې په سټوډیو کې راوغورځېد او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ډین جونز له مرګ وړاندې د کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې روزونکی و، خو کله چې په مارچ میاشت کې د پي‌اېس‌اېل لوبې وځنډېدې؛ نو ډین جونز هم اسټرالیا ته ولاړ.

اوس وخت کې د پاکستان پخوانی چټک بالر وسیم اکرم د کراچۍ کېنګز لوبډلې مشر روزونکی و.

د هغه په روزنه کې د لومړي ځل لپاره کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه.

د اتلولۍ ګټلو په پار لوبه

پایلوبه چې د کراچۍ په نېشنل یا ملي لوبغالي کې ترسره شوه، لاهور قلندرز د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه.

دې لوبډلې په شل اورونوکې د تمیم اقبال د ۳۵ منډو او د فخرزمان د ۲۷ منډو په مرسته ۱۳۴ منډې وکړې.

د کراچۍ کېنګز ټیم لپاره وقاص مقصود، ارشداقبال او امید اصف دوه، دوه وېکټې واخېستې.

کراچۍ کېنګز لوبډلې هدف په نولسم اوور کې د ۵ وېکټو په نقصان سره د بابراعظم د ۷۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او لاهور قلندرز ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

بابر اعظم هم د پایلوبې غوره لوبغاړی شو او هم د ټول ټورنمنټ غوره توپوهونکی ونومول شو.

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو اتلولۍ

یادې لوبې په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوي، چې لومړی پړاو یې اسلام اباد یونایټېډ وګاټه او پایلوبه کې یې کوېټې ګلېډېئټرز ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

۲۰۱۷ کې یې دویم پړاو پېښور زلمي وګاټه او پایلوبه کې یې کوېټې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه.

۲۰۱۸ کې یې اتلولي اسلام اباد یونایټېډ وګټله او پایلوبه کې یې پېښور زلمي ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

۲۰۱۹ کې یې څلورم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې کوېټې ګلېډېئټرز وګټله او پایلوبه کې یې پېښور زلمي ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

او ۲۰۲۰ کې یې اتلولي د لومړي ځل لپاره کراچي کېنګز ترلاسه کړه او پایلوبه کې یې لاهور قلندرز ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ