ټولنیز ژوند ګټه وټه

هغه عوامل چې ستاسې پرېکړې زيانمنوي

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

آيا کله درسره داسې شوي دي چې په يوه برخه کې اړ يئ چې پرېکړه وکړئ او فکر مو کړی وي چې ښه ده؛ مګر وروسته مو په خپل پرېکړه او تېروتنې حيرانتيا ښکاره کړې وي؟
کله چې له يو لوی مالي زيان سره مخ کېږئ يا کله چې د يو چا له لاسه نا آرامه يئ او يا کله چې خفه يئ؛ نو احساسات مو دې ته نه پرېږدي چې منطقي او سمه پرېکړه وکړئ.

ښې پرېکړې هغه وخت کېږي چې تاسې د خپلو احساساتو او منطق تر منځ تعادل رامنځته کړئ. په دې ليکنه کې مونږ هغه عوامل درښيو چې ستاسې پرېکړې زيانمنولی شي:

۱- هيجان مو د پرېکړې د سموالي چانس کموي
کله چې هيجاني يئ او له حده زيات د خوشحالۍ احساس کوئ؛ نو د خطر قبلونه مو د افراط تر کچې پورته ځي او نور احتمالي خطرونه په نظر کې نه نيسئ.
هيجان تاسې په خود او هيله من کوي؛ مګر همدا عوامل کولای شي تاسې له هوښيارې پرېکړې کولو لېرې کړي.

۲- د يوې ځانګړې موضوع په هکله زړه نا زړه کېدل
که تاسې يوې ځانګړې موضوع ته اندېښنه کې يئ او دا اندېښنه مو له حده اووښتې وي؛ ممکن ستاسې په پرېکړې بده اغېزه وکړي.
که د نورو په هکله اندېښنه کوئ او يا د يو د کار د پايلې لپاره زړه نازړه يئ؛ نو ممکن نورې پرېکړې مو اغېزمنې کړي او ښه پرېکړه ونه شئ کولای.

۳- د غم او خفګان احساس
څېړنو ثابته کړې، کوم وخت چې يو څوک نا آرامه وي او يا د غم او خفګان احساس کوي؛ نو هغه ميلان چې خپلو موخو او برياليتوبونو ته د رسېدو لپاره يې درلود؛ نه لري.
له دې پرته هغوی د ځان لپاره ډېر کم څه غواړي.
د مثال په ډول د څېړنو لپاره پوهانو له يوې ډلې وغوښتل چې خپل وسايل خرڅ کړي.
هغوی چې د نا ارامۍ احساس يې کاوه؛ د خپلو وسايلو لپاره يې ټيټ قيمت وټاکلو او د دې خرڅ لپاره يې کمه هيله درلوده.
دا ډول کمې تمې تاسې له دې منع کوي چې خپله ټوله انرژي بريا ته د رسېدو لپاره ولګوئ.

۴- غوصه او پښېماني مو عاجلې پرېکړې ته هڅوي.
سخت احساسات هم کولای شي چې د عاجلو پرېکړو کولو سبب شي.
غوصه، پښېماني او يا نور احساسات لکه وېره او يا سخته اندېښنه د دې سبب کېږي چې ناسم انتخابونه وکړئ او نه شئ کولای په شرایطو سم تمرکز وکړئ.
تاسې چې کله له حده زيات په احساساتو کې ډوب يئ؛ نو نه شئ کولای په پرېکړه کولو کې له خپلو وړتياؤ کار واخلئ؛ ښه دا ده چې صبر وکړئ؛ تر څو مو احساسات آرام شي او بيا يوه ښه پرېکړه وکړئ.

د احساساتو او منطق تر منځ تعادل
احساسات ستاسې په پرېکړو کې مهم رول لري.
اضطراب مو له لامبا پرته اوبو ته د ځان غورځولو مخه نيسي او خوښي مو د ښو پرېکړو کولو انرژي زياتوي؛ مګر د منطق او احساساتو تر منځ تعادل رامنځته کول له تاسې سره په سمو پرېکړو کولو کې مرسته کوي.
کله کله بايد خپل مغز او زړه ته اجازه ورکړئ چې په ښه ډول له يو بل سره يوځای کار وکړي او له دې وروسته تر ټولو ښه ممکن انتخاب وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران