مرګ سره د مذهب اړيکه!

یو کس چې قران شریف یې په لاس کې دی
ژباړه: شپنه سلګۍ

مرګ د انسان لپاره يوه لويه مسئله ده. انسان يو داسې شعوري مخلوق دى چې د مرګ د قبوليت لپاره په اسانۍ سره نه تيارېږي. که تاسې د دنيا علمي تاريخ مطالعه کړئ نو درته جوته به شي چې تل انسانيت له مرګ سره په جګړه وي، يعنې زموږ ټوله هڅه دا وي چې په يو نه يو ډول له مرګه ځانونه خلاص کړو.
فکر وکړئ چې انسان د خپلو هيلو، غوښتنو او هڅو په مرسته ژوند کوي، د انسان کوښښ دا وي چې د ټولې نړۍ واک د ده لاسته ورشي، غواړي ارسطو و افلاطون له ځانه جوړ کړي، په ژوند کې ځانګړي پلانونه جوړوي، د ځوانۍ له حالته خوند اخلي، خو ناڅاپه فرشته راځي او هر څه له منځه ځي، که تاسې غور وکړئ مرګ د انساني زندګۍ تر ټولو لويه مسئله ده، مرګ انسان ته ولې راځي؟ که مرګ راشي آيا د انساني زندګۍ د تل لپاره خاتمه ورسره تړلې ده؟ آيا باشعوره او بااحساساسه انسانان هم همداسې له منځه ځي؟ دا هغه پوښتنې دي چې تر ټولو زيات معقول، فطري او تر ټولو ډېر عقلي و ساينسي ځوابونه يې په نړۍ کې تر اوسه يوازې مذهب ويلي دي.
ويلاى شو چې مذهب د انسان د تر ټولو لويې مسئلې حل دى. مذهب موږ ته وايي چې مرګ ولې راځي، تر هغه وروسته څه کېږي، موږ به تر دې وروسته له کومو شيانو سره مخ کېږو، تر مرګ وروسته به خاوري او که بېرته راپاڅول کېږو، نوې زندګي به پيلېږي که به همدا ژوند زموږ خاتمه وي، که نوې زندګي پيلېږي؛ قوانين به يې څه ډول وي، په اوسني ژوند کې د دې نوې زندګۍ لپاره زده کړه مهمه ده؟ که کومې خاصې تقاضاوې موجودې وي، هغه به څه وي؟ راتلونکى ژوند به د دې هغه غوندې مختصر او فاني وي، که ابدي؟ که ابدي وي؛ له دې ژوند سره څه اړيکي لري؟ د انسان تر ټولو بنيادي پوښتنې همدا دي.
دا چې مرګ يوه واقعه او حادثه وي، نو په ناڅاپي ډول تر شا زياتې پوښتنې پرېږدي. دا هغه سوالونه دي چې يوازې يې مذهب ځوابولاى شي، له دې پرته ټولې تګلارې بې ځوابه پاتې شوې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ