که خاوند مو تل دا ۶ خبرې کوي، نو د واده اړیکه مو له ګواښ سره مخ ده

ژباړه: عطا محمد میاخېل
منفي جملې په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، هغه ګډ ژوند، چې کلونه کلونه یې دوام درلوده، ویجاړ کړي.
که چېرې ستاسو او د خاوند ترمنځ مو اړیکه او درنښت کمزوری شوی وي، نو په ګډ ژوند کې مو یو شمېر ستونزې را منځته شوې دي.
د یوه ټینګ، همېشني او خوشاله ګډ ژوند د لرلو لپاره، باید ستاسو ترمنځ درې څیزونه تل پاتې وي: د خبرو اترو اړیکه، متقابل درنښت او یو بل ته ژمن اوسېدل.
که چېرې خاوند مو تل لاندې جملي وایي، نو په ډېرې آرامۍ او هوساینې سره، د هغه احساس په اړه ورسره خبرې وکړئ، چې دا جملې یې په تاسو کې رامنځته کوي. هغه باید تاسو درک کړي او ستاسو احساساتو او نظریاتو ته درنښت وکړي.
۱ ـــ حوصله مې پای ته رسېدلې ده:
ځیني وخت په ورځني عادي پروګرام کې د بدلون او دمې رامنځته کول، ښه خبره ده. له ځانه وپوښتئ، چې آیا په خپله اړیکه کې له عادي پروګرام څخه خوښ او راضي یاست؟ آیا فکر کوئ، چې خاوند مو راضي دی؟ ډېره مهمه ده، چې کله نا کله، په خپله اړیکه کې توپیري کړنې او فعالیتونه ولرئ، ترڅو مینه مو پیاوړې او ترمنځ مو احساسي اړیکه ژوره شي.
۲ ـــ ته هېڅکله زما په خبرو نه پوهېږې یا ته ما نه درک کوې:
ښځې او نارینه په بېلابېلو بڼو فکر کوي، له همدې امله ځیني وخت د جوړو ترمنځ اړیکه پېچلې او ترینګلې کېږي. که چېرې خاوند مو شکایت کوي، چې هېڅکله یې خبرو ته پام نه کوئ یا یې نه درک کوئ، نو وخت ورکړئ او خبرو ته یې غوږ ونیسئ، ښه غوږ نیونه د هرې اړیکې د دوام لپاره، خورا ارزښت لري.
۳ ـــ ته هېڅکله نه بدلېږې:
بدلون سخت دی، که چېرې خاوند مو تل شکایت کوي، چې تاسو بدلون نه شئ کولای، له هغه سره د هغو کارونه په اړه وغږېږئ، کوم چې نه یې خوښېږي. د دې موضوعاتو په اړه خبرې کول او ستاسو منطقي دلایل به د دې سبب شي، چې درک مو کړي.
۴ ـــ ته ولې د ….. په څېر نه یې؟
پرتله کول اړیکې ویجاړوي. که چېرې خاوند مو تل تاسو له خپلې مور، خور، یا نورو ښځو سره پرتله کوي، یانې هغه څه چې یاست ارزښت نه ورکوي، د دې وضعیت په اړه ښه فکر وکړئ او داسې یو تصمیم ونیسئ، چې د سلامتیا او نېکمرغۍ لپاره مو غوره وي.
۵ ـــ ته نور هغه انسان نه یې، چې زه پرې مئین وم:
فزیکي، احساسي او عقلاني بدلونونه د وخت په تېرېدو سره رامنځته کېږي. که چېرې خاوند مو تل له دې جملې څخه ګټه اخلي، دې ته یې پام نه دی، چې خپله هم هغه کس نه دی، چې تاسو پرې مین شوي وئ.
ناشونې ده، چې د کلونو په اوږدو کې هېڅ بدلون ونه کړئ.
د یوه بریالي ګډ ژوند د لرلو لپاره، تاسو دواړه باید یو د بل ترڅنګ وده او بدلون وکړئ او د یوې جوړې په توګه، د یو بل دې بدلونونو ته درنښت وکړئ.
۶ ـــ هرڅه چې ته ووایې، سم دي یا هرڅنګه چې دې خپله خوښېږي:
د دې جملو ویل، د ستاسو له کارونو سره د نه لېوالتیا ښکارندویي کوي، دلیل یې دا نه دی، چې تاسو په اړیکه باندې واک لرئ او هغه ستاسو نظرونو ته تابع دی. دقیقاً برعکس مانا ورکوي، د دې ډول چلند دوام ستاسو په ګډ ژوند کې د مینې، لېوالتیا او هیجان نه شتون څرګندوي.
د بریالي ګډ ژوند راز، جزئي او کوچنیو مسایلو ته رسیده ګي نه، بلکې په یو بل باندې باور او اعتماد لرل او له یو بل سره خبرې کول دي. د خپلو ستونزو د حل لپاره، یو بل ته وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو وکولای شئ، د یو بل ترڅنګ خوشاله او نېکمرغه ژوند تجربه کړئ.




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ