د سر د پوست پرله‌پسې ساتنه

ژباړه او راټولونه: شپنه سلګۍ

د سالمو ويښتانو لرلو لپاره د سر پوست سالم ساتل اړین دي. که د سر پوست سالم ونه ساتل شي، وچېږي، خارښ کوي او خانگره پيدا کوي. د سر پوست ته ماساژ ورکول د وينې جريان زیاتوي او وېښتانو ته گټه رسوي. د سر پوست بايد نرم وساتل شي.

صحیح وینځل

دا به ډېره ښه وي چې د وېښتانو تر پرېوللو دمخه هغه ږمنځ شي. د وېښتانو ږمونځول ډېر هغه مواد چې پورې نښتي وي، له منځه ځي او وېښتان په يوه وار پرېوللو پاکېږي. تر هغه وروسته خپل وېښتان په اوبو پرېولئ او اوبه بايد ډېرې تودې نه وي. ډېري تودې اوبه د وېښتانو د تویدلو سبب کېږي. تر هغه وروسته خپل وېښتان په لږ تروو سړوو اوبو چې يا ليمو يا سرکه ورسره وي، پروينځئ.

سالمه ساتنه

د وېښتانو تر وینځلو وروسته د هغه ساتنه پيلېږي. د وېښتانو د تقويه کولو ماده (کانديشنر) تر پرېوللو وروسته لومړۍ مرحله ده چې وېښتان تقويه کوي. دغه ماده وېښتانو ته ځلا ورکوي او ږمنځولو ته یې تياروي. تر دې وروسته بيا خپل وېښتان په داسې ږمنځه ږمنځ کړئ چې غاښونه یې کلک وي.

سم وچول

لامده وېښتان هېڅ وخت په لامده دستمال کي مه پېچئ. دا د وېښتانو بېخ ته سخت تاوان رسوي، ځکه وېښتان يا سر بې اندازې ډېر تودېږي او تاوان ور رسېږي. تر ټولو ښه لاره يې دا ده چې وېښتان د وېښتانو وچولو په ماشين سره په نرم باد سره وچ شي.

د وېښتانو ښه تقويه

د وېښتانو له ښه ساتلو سره سره بايد کله ناکله خپلو وېښتانو ته تقويت ورکړئ. د هر ډول وېښتانو د تقويې مواد په بازار کې پيدا کېږي او تاسې کولای شئ هغه وکاروئ. د وچو ويښتانو لپاره نباتي غوړي له آووکادو مېوې سره او د ډوډۍ خوړلو دوې قاشقې د لمرگل غوړي او لږ ليمو سره گډ او په وېښتانو یې ووهئ او ۱۵ دقيقې يې پرېږدئ.

د وېښتانو ښه ساتنه

د وېښتان دوه ښاخه کېدل په ځانگړې توگه د اوږدو ويښتانو دا ډېرو ښځو ته تکليف ورکوي. دا تر حد زيات رنگ ورکولو، ډېر لمر، وچه هوا د ويښتانو د دغه شان مرض سبب کيږي. د دې کار د مخنيوي له پاره باید د ويښتانو څوکي په يو ډول روغنو او کريمو ووهل شي.

مناسبه ږمنځ

ښه برس او ږمونځ هم د ويښتانو د ساتلو له پاره اړین دي. يو ښه برس د ويښتانو د چربۍ د کښته کولو له پاره ډېر اړين دی. هغه برسونه چي تيرې څوکي لري کيدای سي ويښتانو ته تاوان ورسوي. ږمنځ او برس مو منظم په شامپو پرېولئ، څو په هغو کې موجودې باکترياوې له منځه ولاړې شي.

د وېښتانو سم رنگ

کله چې وېښتان رنگ کړئ، نو په کيمياوي موادو ولړل شي. پر وېښتانو باندې د رنگ اثر بايد د وېښتانو اعماق ته ورسېږي، ځکه نو تر دې وروسته وېښتان ښې ساتنې ته اړتيا لري. تېره رنگونه وېښتانو ته لږ تاوان رسوي. دې ته مو بايد پام وي چې په نکريزو رنگ شوي وېښتان سم رنگ نه اخلي.

صحيح تغذيه

نامتعادل غذايي رژيمونه هم وېښتانو ته تاوان رسوي، ځکه وېښتان د ويټامينونو له کمښت سره مخامخ کېږي. د سر د وېښتانو لپاره تر ټولو ښه تقويه کوونکي مواد ميوه، کب، د چرگانو غوښې، سبزيجات، شيدې او داسې نور دي.

آرامښت

په ژوند کې سترس د دې سبب کېږي چې کورتيزول هورمون زيات شي او د وېښتانو ريزش او وچوالی ډېر شي. کافي آرامښت او ورزش کولای شي سترس لږ کړي او د ويښتانو د ښکلا سبب وگرځي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ