یاران سپورټس
د هندوستان نامتو توپوهونکي سچېن ټېنډولکر د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې سره په مرکه ویلي، چې ده د هندوستان لپاره داسې توپ اچونه کړې، چې د نورو لوبډلو ملا یې ماته کړې او لوبې یې ورته ګټلي او یا یې هم مساوي کړي دي.
دا چې ټېنډولکر سل سلیزې هم وهلې، خو د دې سربېره یې د هندوستان لپاره په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ۲۰۰ وېکټې هم اخیستې دي.
ټېنډولکر د چینای ایالت په ایم ار ایف کرکټ بالېنګ اکاډُمي کې توپ اچونه زده کړې وه او د هندوستان لپاره د یو ښه توپوهونکي سربېره یو ښه اف سپېن او لېګ سپېن بالر هم و.
د ټېنډولکر د توپ اچونې کارنامې
په ۱۹۹۱م کې یې د ویسټ انډیز خلاف درې اړخیزه لوبلړۍ کې له ۱۲۶ منډو دفاع وکړه، دا یو ورځنۍ لوبه وه، چې ټېنډولکر ته د هندوستان د بالر محمد ازهرالدین لخوا یو څلوېښتم اوور ورکړل شو.
ټېنډولکر د خپل اوور په وروستي توپ د ویسټ انډیز وروستۍ وېکټ انډرسن کمېنس وسوځاوه او لوبه یې مساوي یا ټای کړه.
۱۹۹۳ م کال کې د سویلي افریقا خلاف کلکته کې غوره توپ اچونه د هیرو کپ په نامه د نړیوال جام نیمه پایلوبه کې ټېنډولکر د سویلي افریقا کې وروستۍ وېکټ ولړزوله او لوبه یې وګټله. هندوستان ۱۹۵ منډې کړې وې او افریقا ۱۹۳ منډې کړې وې، چې وروستۍ وېکټ یې ولاړه وه. ټېنډولکر د مک مېلان په نامه د افریقا توپ وهونکي وېکټ واخېسته او په ۱۹۴ منډو کې یې افریقا محدوده کړه او افریقا ته یې په یوه منډه ماته ورکړه.
۱۹۹۸ م کال کې یې د اسټرالیا خلاف د ۳۲ منډو په ورکولو سره ۵ وېکټې اخېستل بله هغه توپ اچونه وه، چې ټېنډولکر پرې هندوستان ته د اسټرالیا خلاف په ۴۱ منډو بری ورکړ.
۲۰۰۵م کې یې د پاکستان خلاف کارنامه
د اپرېل په ۲ یمه نېته ۲۰۰۵ م کال کې یې د پاکستان خلاف د ۵۰ منډو په ورکولو سره ۵ وېکټې واخیستې او پاکستان ته یې په ۸۷ منډو ماته ورکړه.
ایا تاسو د ټېنډولکر وړتیا منئ؟
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي