مارچ 8, 2021

نارینه له خپلې مېرمنې څخه لس غوښتنې لري

Advertisements
ژباړه: عطا محمد میاخېل

نارینه تل له خپلې مېرمنې څخه ځینې تمې لري، چې په خوله یې نه راوړي، خو دلیل نه شي کېدای، چې دا تمې او غوښتنې دې په زړه کې هم ونه ساتي. په دې مقاله کې هوډ لرو، چې دا غوښتنې تاسو ته ووایو.

ښاغلي له خپلې مېرمنې څخه څه غواړي

په دې کې هېڅ شک نه شته، چې جنسي اړیکه د نارینه‌وو لپاره فوق‌العاده مهمه ده. ډېری وخت نارینه په خپله هم دا خبره مني او تائیدوي، چې جنسي اړیکه د هغو څیزونو د لیست په سر کې ده، چې له واده څخه یې غواړي، خو همدا ښاغلي نورې عاطفي اړتیاوې هم لري.
نارینه تل هم هغه غوښتنې، چې له خپلې مېرمنې څخه یې لري، په خوله یې نه راوړي، خو دلیل نه شي کېدای، چې دا تمې او غوښتنې دې په زړه کې هم وساتي.
د بېلګې په توګه ځینې نارینه له خپلې مېرمنې څخه د مالي ملاتړ په اړه د مسؤولیت احساس کوي، خو په خوله یې نه راوړي، حتا که د مېرمنې ګټه یې زیاته وي او اړتیا هم ونه لري. هغه فکر او احساس، چې د یوه نارینه په وجود کې نغښتی دی، کولای شي په اړیکه باندې اغېزه وکړي، له دې امله د یوه نارینه په دنننۍ نړۍ باندې پوهېدل به ستاسو پرمخ د فرصتونو او موندنو یوه کړکۍ خلاصه کړي.

۱ ـــ مینه وکړئ

سره له دې چې جنسي اړیکه د ډېری نارینه و لپاره ډېر زیات ارزښت لري، خو مینه هم واقعاً ورته مهمه ده، دا مینه څه د ډېرو په وړاندې د هغه د لاس نیول وي، څه د یوه مینه ناک پیغام پرېښودل وي او یا له یوې کاري ورځې وروسته اوږو ته یې مساج ورکول وي، په هر حال، د دې ښودل، چې په مینه او لېوالتیا پرې پام کوئ، نو د ژوند د شریک زړه به مو نرم کړئ.
د خپلې مینې او لېوالتیا د څرګندولو لپاره، بېلابېلې لارې وازمایئ، اړتیا نه شته، چې تګلاره مو پېچلې وي، د دې ویل، چې څومره ورسره مینه لرئ، د هغه هڅول او د ناهیلۍ پرمهال یې د زړه خوشاله کول دي، په ناخبره توګه یوه ښکلونه او لږ مینه ناکې خبرې او ټوکې، ډېرې ساده لارې دي، چې ډېرې ښې اغېزې لري.

۲ ـــ په وړتیاوو باندې یې باور ولرئ

ښاغلي تل داسې فکر کوي، چې ډېره مهمه ده، هغه کسان چې ورسره مینه لري، ترې ملاتړ وکړي. پرېږدئ، چې خاوند مو په دې باندې پوه شي، چې په وړتیاوو او مهارتونو باندې یې باور لرئ او پوهېږئ، چې ستاسو ملاتړی دی.
ستاسو هڅونه او ستاینه، چې مېرمن یې یاست، د هغه لپاره ډېر زیات ارزښت لري، تر ټولو مهم کار چې کولای شئ وې کړئ، دا دی، داسې چلند وکړئ، چې خاوند مو احساس وکړي «یو نارینه» دی، نه «یو هلک»! د بېلګې په توګه: دا ځل چې رسټورانټ ته لاړئ، پرېږدئ، چې هغه خواړه وټاکي. دا ډول کوچني کارونه ستاسو ترمنځ اعتماد لاپسې ټینګوي او هغه ته په اړیکه کې د مسؤولیت احساس ورکوي.

۳ ـــ درک یې کړئ

ستاسو نارینه باید په دې باندې پوه شي، چې درک کوئ یې. نارینه تر ډېره منطقي دي او خوښېږي یې، چې مسایل او ستونزې حل کړي. دا ځانګړتیا ډېر زیات ارزښت لري او د هغه او ستاسو ترمنځ، د یوې ښځینه په توګه، چې لږ احساسي یاست، توازن ټینګوي.
یوه له هغو لارو څخه، چې تاسو دواړه کولای شئ، یو بل ته دا ښکاره کړئ، چې یو بل درک کوئ، له یو بل سره ژمنه وکړئ، چې هره ورځ څو دقیقې له یو بل سره خبرې وکړئ.
د بېلګې په توګه: کولای شئ د خپل ځان لپاره یو شل دقیقه ایز تمرین په پام کې ونیسئ او له یو بل څخه مثبتې پوښتنې وکړئ، مثلاً د یو بل کوم کارونه مو خوښېږي او…..

۴ ـــ وې ستایئ او وې منئ

د هغوی د دې غوښتنې د پوره کېدو یوه له لارو څخه داده، چې تر ډېره خپل خاوند وستایئ، پرې پام وکړئ، ډېر زیات دا کار مه کوئ، چې ورسره عادت شي او بې ګټې شي. د اوونۍ په لړ کې په ځیرکه او ټاکونکې توګه یې د ستایلو ځایونه پیدا کړئ. د بېلګې په توګه: پرېږدئ پوه شي، چې د ډېرو هڅو او زحمتونو په ارزښت باندې یې پوهېږئ، له کورنۍ څخه د ملاتړ په خاطر ترې مننه وکړئ، هغه ته ووایئ، چې نوی یخن قاق څومره ورسره ښه ښکاري، ښکل یې کړئ او په دې باندې اعتراف وکړئ، چې د یوه نارینه په توګه څومره پیاوړی دی.

۵ ـــ لکه څنګه چې دی، هماغسې یې ومنئ

زموږ ټولو خوښېږي، چې شاوخوا خلک مو، لکه څنګه چې یو، ومني او هڅه ونه کړي، چې په موږ کې بدلون رامنځته کړي. هغه ښځینه چې هڅه کوي، په خپل خاوند کې بدلون رامنځته کړي، هغه خپه او غوسه کوي. که د بدلون لپاره ستاسو اندېښنه او هڅه، د هغه په روغتیا او خوندیتوب پورې تړاو ولري، د درک وړ دی، خو نه شئ کولای، چې د هغه په شخصیتي ځانګړتیاوو کې بدلون رامنځته کړئ. په لاندې تګلارو سره کولای شئ خپل خاوند ته دا ښکاره کړئ، چې څومره یې منئ:
ـــ عیبونه یې ووینئ، خو بیا هم ورسره مینه ولرئ.
ـــ زده کړئ، چې لومړی خپل ځان ومنئ، ترڅو وکولای شئ، خاوند مو لکه څنګه چې دی، وې ومنئ.
ـــ د خپلو توپیرونو په اړه سخت ګیري مه کوئ.
ـــ له یو بل سره ژمنه وکړئ، چې کله وخت په خپلو بحثونو کې، د توافق نه شتون هم منئ.
ـــ دا ومنئ، ټاکل شوې نه ده، چې په هر څه کې همغږي او یو شان سلیقه ولرئ.

۶ ـــ په یو بل پسې خبرې مه کوئ

که د ژوند شریک مو ستړی دی، ذهن یې په خپل کار کې بوخت دی او یا د خبرو کولو حوصله نه لري، دې ته یې مه اړ کوئ، چې خبرو ته مو غوږ ونیسي. مېرمنې واقعاً کله وخت له بریده زیاتې خبرې کوي، خو اړینه ده، چې شرایط وسنجوي او که مناسب نه وو، خبرې اترې بل وخت ته وځنډوي. که خپل کوم همکار ته مو زړه ډک دی او پرې غوسه یاست، د خپل ژوند د شریک پرځای کولای شئ، د خواله کولو لپاره د خپلې کورنۍ یو غړی وټاکئ یا کولای شئ هر څه په یوه کاغذ باندې ولیکئ، ترڅو آرامه شئ.
په ډاډ سره ویلی شم خبرې اترې او خواله کول، د یوې اړیکې یو له مهمو او ارزښتمنو اړخونو څخه ګڼل کېږي، خو کله چې واقعاً تاسو دواړه یې وغواړئ، لومړی وګورئ، چې نارینه مو ستاسو د خبرو اورېدو ته چمتو دی او که نه؟

۷ ـــ درناوی وکړئ

یو ګډ مینه ناک او صمیمي ژوند، له درناوي پرته ناشونی دی. یوه له غوره لارو څخه، چې یوه مېرمن کولای شي، خپل خاوند ته یې ور ښکاره کړي، چې پرې مئینه ده، دا ده، د خبرو کولو پرمهال، هغه ته په سمې غوږ نیونې سره خپل درناوی څرګند کړي، نه دا چې په خبرو کې یې وغورځي او دغه راز خبرې یې پرې کړي. کولای شئ خپل درناوی د لاندې لارو پرمټ ښکاره کړئ:
ـــ د افکارو او باورونو په اړه یې منفي نظر مه ورکوئ.
ـــ له پروګرامونو څخه یې با خبره واوسئ او وې ستایئ.
ـــ کله چې ورسره همغږې او موافقه نه یاست، نو خپل مخ مه ګرځوئ.
ـــ په ټوله کې، مثبته، منندویه او اړتیاوو او غوښتنو ته یې متوجه واوسئ.

۸ ـــ کله وخت یې په خپل حال پرېږدئ

داسې څوک به وي، چې خوښ یې نه شي، کله وخت له ځانه سره یوازې شي؟ موږ ټول داسې وختونو ته اړتیا لرو، چې په خپل حال واوسو او له نورو سره د یو ځل بیا اړیکې لپاره انرژي ترلاسه کړو. کله چې خاوند مو تازه له کاره کور ته را ګرځي، اجازه ورکړئ، چې یو څه وخت پرته له کومې خبرې په خپل حال وي.
یا د رخصتۍ په ورځو کې، په خپلو پروګرامونو سره د هغه د وختونو په ډکولو سره، له هغه څخه د استراحت او خپلو لېوالتیاوو ته د رسېدو فرصت یې مه ترې اخلئ. که واقعاً خوښېږي مو، چې د رخصتۍ په یوه ورځ، له خپل خاوند سره یوه ځای ته لاړه شئ او یا کوم ځانګړی کار ترسره کړئ، نو هرومرو له مخکې ورسره مشوره وکړئ او که خوښه یې نه وه، نو یوه بل وخت ته یې وځنډوئ.

۹ ـــ اعتماد ولرئ

د ګډ ژوند لپاره اعتماد ډېر اړین دی. په متقابل باور سره، جوړې کولای شي، په خپل منځ کې ښه او سالمه اړیکه رامنځته کړي، اغېزمنه اړیکه ولري او زده کړي، چې څنګه له یو بل سره په عادلانه توګه بحث وکړي. د باور را منځته کېدل ډېر وخت ته اړتیا لري او د کلونو په ترڅ کې تاسو کولای شئ، چې زده کړئ، څنګه په خپلو ژمنو باندې وفا وکړئ، خپل رښتینی واوسئ او له یو بل سره خپله مینه او محبت څرګند کړئ.
که په خاوند کې مو داسې یو مورد شتون لري، چې ستاسو شک او تردید یې را پارولی دی او په ډېرې سختۍ سره کولای شئ، په هغه باندې باور وکړئ، له یوه مشاور څخه مرسته وغواړئ او د مشاور د مشورې پر بنسټ کړنې ترسره کړئ.

۱۰ ـــ همغږي ولرئ او ملتیا وکړئ

خاوند مو یوازې خاوند مو نه دی، بلکې دوست مو هم دی. د دې لپاره، چې د واده له لومړیو کلونو وروسته د یو بل دوست پاتې شئ، باید داسې لارې پیدا کړئ، چې له یو بل سره ښه او با کیفیته وختونه تېر کړئ او له یو بل سره نوې تجربې رامنځته کړئ. د یو بل غوره دوست اوسېدل، یانې دا چې پوه شئ، څه وخت له یو بل سره خبرې وکړئ، څه وخت له یو بل څخه ګیله وکړئ، یو بل نالیدلی مه نیسئ؛ د یو بل لپاره سرښندنه وکړئ او د یو بل حالت ښه کړئ.
زده کړئ، چې د یو بل لپاره له ښکلو کلیمو څخه ګټه واخلئ، خپله منندویي ښکاره کړئ، کله وخت پرځای د دې، چې په خپلو لېوالتیاوو پسې لاړ شئ، تېرېدنه وکړئ او په ګډه د خپل خاوند د خوښې وړ کار ترسره کړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ