ټولنیز ژوند د ماشوم نړۍ ژوند بڼه کلتور او هنر

اناسټاسیا؛ د نړۍ تر ټولو ښکلې ماشومه

ژباړه: عایشه حیدري

اناسټاسیا کنيازوا د روسیې اوسېدونکې ده او د انګلیستان رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو نوموړې د نړۍ تر ټولو ښکلې ماشومه نجلۍ معرفي کړې ده.

اناسټاسیا کنيازوا د ۲۰۱۱ زېږدیز د جون په ۳۰مه نېټه زېږېدلې ده او اوس مهال یوازې ۶ کاله عمر لري، نوموړې په دې کم عمر ډېره مشهوره ده او پر انسټاګرام خواله رسنۍ دومره څارونکي لري چې ډېرې نامتو او لوړ سن لرونکي څېرې یې هم نه لري، له همدې کبله هغه د مجازي نړۍ په یوې پېژندل شوې څېرې بدله شوې ده.

د نړۍ تر ټولو ښکلې دغه کوچنۍ ماشومه پر انسټاګرام خواله رسنۍ تر ۱.۳ میلیونه ډېر څارونکي لري او د هغې مینه‌وال په دی باور دي چې هغه د نړۍ تر ټولو ښکلې ماشومه ده، او د هغې د ښایست یوازینی لامل د هغې ښایسته سترګې بولي.

اناسټاسیا هغه مهال ډېره مشهوره شوه چې د لومړي ځل لپاره د هغې عکسونه پر خواله رسنیو د ځینو کاروونکو له لوري خپاره شول.

پر انسټاګرام د هغې مینه‌وال نه یوازې له روسیې بلکې له ټولې نړۍ له هغې سره ملګري دي، د یادونې وړ ده چې پر خواله رسنیو د اناسټاسیا کنيازوا پاڼو چارې د هغې مور پر مخ وړي او هغه هره ورځ خپله لور موډلینګ ته چمتو کوي او عکسونه یې د مجازي نړۍ په بیلابیلو پاڼو خپروي، د سپوټنیک د راپور له مخې د اناسټاسیا مور وايي چې د هغې لور له عکسونو او کمرې سره ډېره مینه لري او کله چې هغه دوه کلنه وه د نورو له کمرو سره یې مینه ښودله او همدا لامل دی چې لور مې څلور کاله په پر له پسې توګه عکسونه اخلي او زه یې ورته پر پاڼو خپروم.

که څه هم اناسټاسیا کنيازوا ډېر لږ عمر لري، خو نوموړې په دې توانېدلې ده چې ښکلې او نامتو موډله اوسي، هغه د لوړو برندونو جامې پر تن کوي او اعلانونو کې یې برخه اخلي، د هغې د شهرت یواځینی لامل د هغې ښکلې او زړه راښکونکې څېره ده.

اناسټاسیا کنيازوا اوس مهال د ماشومانو د جامو په اغوستلو او نندارې ته یې په وړاندې کولو بوخته ده د هغې سوداګریز اعلانونه هم د انځورونو بڼه لري او هم په مجازي نړۍ کې په ویډیوي بڼې خپرېږي.

که څه هم اناسټاسیا کنيازوا د لویانو په څېر د موډلینګ په نړۍ کې ډېره بوخته ده خو لا تر اوسه هم له د ماشومتوب له نړۍ څخه نه ده جلا شوې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ