فبروري 26, 2021

هغه خواړه چې په نړۍ کې مشهور او خوندور بلل کېږي

لیکنه: عایشه حیدري

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو هېوادونو دودونو او موندل کېدونکو لومړنیو خوراکي توکو ته په پام د خوړو او پخلي بېلابېل ډولونه دود دي.
همدارنګه څرګنده ده چې انسانان د خوړو ځانګړي ذوق لري یعني د هر انسان د خوښې خواړه توپیر لري، همداسې چې انسان ځانته ځانګړي خواړه لري په همدې ډول هېوادونه هم ځانته بېلابېل ځانګړي خواړه لري، د هر هېواد ځانګړي خواړه د هماغه هېواد د وګړو د خوښې خواړه وي، خو ځینې داسې خواړه هم شته چې نه یوازې په اړوند هېواد کې، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځانګړي مینه‌وال لري.
سره له دې چې ګرځندویان او سیلانیان د یوه هېواد د تفریحي ځایونو، وګړو او لرغونو ځایونو د لیدنې لپاره سفر کوي ور سره په څنګ کې د هېوادونو خواړه هم د سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلي دي.
د افغانستان او نړۍ د خوندورو او نامتو خوړو پېژندنې لپاره دا لیکنه ولولئ چې د نړۍ په کچه ۲۰ بېلابېل نامتو خواړه مې پکې معرفي کړي دي.

۱ – منتو (افغانستان)

منتو د افغانستان نامتو او خوندور خواړه دي چې نړیوال شهرت لري، که څه هم د دغو خوړو پخلی سخت دی، خو دومره خوندور دي چې په خوړلو سره به یې ګاللی زیار در څخه هېر شي.

منتو له په اصل کې له غوښې لامده شوو اوړو او پیازو څخه پخېږي، خو ورسره ډېر نور مواد هم ګډېږي، لکه مرچ، هوږه، مستې، زیره او داسې نور…
یاد مو وي چې منتو تر ډېره په افغان ریسټورانټونو کې نه موندل کېږي، او تاسو اړ یاست چې یا یې په خپل کور کې پاخه کړئ او یا هم د چا په کور کې د منتو خوړلو لپاره مېلمانه شئ.

۲ – کباب (افغانستان)


کباب د افغانستان د خوندورو او د نړۍ په کچه له نامتو خوړو څخه دی، په افغانستان کې دکباب ډېر زیات ډولونه دود دي، له شامي کباب نیولې تر نرګس کباب او چپلي کباب پورې ټول ډولونه یې خورا خوندور دي، کباب د غوايي، پسه او سخي له غوښو پخېږي او تاسو کولای شئ په افغانستان کې په هر ریستورانټ د کباب بېلابېل ډولونه و مومئ او له خوراک نه یې خوند واخلئ.

۳ – میټ پای (استراليا)


د استراليا وګړي، میټ پای Meat Pie چې له غوښې پخېږي خوښوي او هر کال په استراليا کې څو میلیونه دانې د غوښې پښې مصرفېږی.
دغه خواړه په استرالیا کې دومره پېژندل شوي او دومره د خلکو خوښېږي چې د سرکونو پرسر او د مزل کولو (پیاده روي) په وخت کې هم دغه خواړه خوري او خوند ترې اخلي.
که تاسو هم کله استرالیا ته سفر درلوده او هلته لاړئ د غوښې پښې خوړل د بانجان رومیو سره مه هېروئ.

۴ – اپفیشټروډل (اتریش)

د اتریشApfelstrudel په نامه نامتو خواړه خورا خوندور دي، جوړښت او خوند کې امریکايي اپل پایAmerican Apple Pie ته ورته دي. اپفیشټروډل د له مڼو او د کیک او کلچو له اوړو څخه پخېږي. د اتریش خلک عموماً دغه خواړه د ماسپښين قهوې سره یوځای خوري او نه هېرېدونکی خوند لري.

۵ – پوډیم (برازیل)


پوډیم Pudim، فلېن ته ورته خواړه دي، (فلېن له کارمال چاکلیټو یا کریم، هګیو او شیدو څخه جوړ خواږه خواړه دي) خو برازیلي پوډېم د فلېن په پرتله نرم خواړه دي. دغه خواړه د برزیل په هر رستورانټ او هر کور کې موندل کېږي.

۶ – پوټين (کاناډا)


پوټين Poutine د کاناډا خوندور او پېژندل شوي خواړه دي، چې له چکني، سره شويو کچالو او پنېر څخه پخېږي.
د کاناډا رستورانټونه له سل ډولو څخه زیات پوټين Poutine خواړه تیاروي او تاسو کولای شئ د کاناډا په هر رستورانټ کې دغه خوندور خواړه پیدا کړئ.

۷ – پنېر ډوډۍ (فنلنډ)


ناممکنه ده چې د فنلنډ پنیر ډوډۍ یا Leipajuusto پرته له فنلنډ څخه په بل هېواد کې و مومئ. د دغو خوړو پنیر ته په ارکاره یا کړايي کې تفت ورکول کېږي‌، تر څو پاخه شي او په پای کې د توتانو د یوه ډول له سور رنګې سره خوړل کېږي.
د فنلنډي پنیر ډوډۍ د خوږو خواړو یو ډول دی چې ډېر خوندور دي.

۸ – ماکارون (فرانسه)


ماکارون د فرانسې هغه خواږه خواړه دي چې ډېر مینه وال لري او په فرانسه کې د ډېر پلورل کېدونکو خوړو په کتار کې راځي. ماکارون شیریني د فرانسې د خوږو او شیرینیو په ټولو هټیو کې موندل کېږي خو پخلی یې ډېر ستونزمن کار دی.

۹ – سپېناکوپيټا (یونان)


سپېناکوپيټا Spanakopita چې سپېنچ پای Spinach Pie هم ور ته وايي د یونان خوندور خواړه دي چې نړیوال شهرت لري. سپېناکوپيټا Spanakopita له پالک او پنیر څخه چمتو کېږي او د یونانیانو د خوښې خواړه دي.
دغه خواړه له ۴ سوه کالو را په دېخوا په یونان کې دود دي او د یونان په ټولو ریستورانټونو او هوټلونو کې موندل کېږي.

۱۰ – ګولاش (هنګري)


په مجاري ژبه کې ګولاش د شپون مانا لري، ځکه دغه خواړه له پېړیو را پدېخوا په دود شوي دي.
هغه مهال چې په شپاړلسمې پېړۍ کې ترکانو په هنګري برید وکړ، نو له ځان سره یې د پاپریکا چې دولمه مرچو سره ورته والی لري دغه هېواد ته راووړ چې ورسره د دغو خوړو رنګ، په سره رنګ باندې بدل شو.
ګولاش فیسټوال Goulash Festival په هنګري کې د خوړو نړیواله ننداره ده چې هر کال د سپتمبر په میاشت په دغه هېواد کې جوړېږي، نو د دغو خوړو تر ټولو ښه ځای هغه وخت دی کله چې دغه فیسټیوال ترسره کېږي.

۱۱ – سره شوي زیتون (ایټالیا)

پیزا او پاستا د ایټالیې خورا نامتو او خوندور خواړه دي، خو ځیني نور خواړه هم شته چې په دغه هېواد کې ډېر پېژندل شوي او ډېر مینه وال لري، ، د دغو خوړو له ډلې یو هم سره شوي زیتونی Fried Olives یا کباب شوي زیتون دی، دا خواړه په لومړي ځل د ایټالیا په سوېلي ښار اېسکولي پیچېنو Ascoli Piceno کې تیار او پاخه شول، او وروسته د ایټالیا شمال ته ورسېدل.
سره شوي زیتون ډېر ډولونه لري او تاسو کولای شئ دا خواړه له غوښې سره یو ځای و خورئ.

۱۲ – رامن (جاپان)


رامنRamen د جاپان نامتو خواړه دي چې د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې یې خلک بیلابیل ډولونه پخوي. رامنRamen له رومیو سره پخېږي او د غوښې سوپ، وریجو، او سویابین سره خوړل کېږي او اش ته ورته خواړه دي.
رامنRamen خواړه لومړی ځل د جاپان یاکوهاما ایالت د چیناټاون سیمه کې پاخه شول خو اوس تاسو کولای شئ دغه خواړه د جاپان په هره سیمه کې پیدا کړئ او له خوراک نه یې خوند واخلئ.

۱۳ – پاسټیلا (مراکش)


پاسټیلا د مراکش یو ډول خواږه خواړه دي، چې ډېر خوښوونکي لري. په لومړیو کې دغو خوړو په پخولو کې د کوترو له غوښې څخه پخېدل، خو اوسني شیریني پخوونکي د دغو خوړو په پخلي کې د چرګانو، چورګوړ او مړزانو له غوښې څخه ګټه اخلي. د دې ترڅنګ په دغو خوړو کې د خوند د برابرولو لپاره له بورې او دارچیني څخه هم ګټه اخیستل کېږي.

۱۴ – کلوډنیک (پولنډ)


د کلوډنیک Chlodnik په نامه دغه پولنډي خواړه د سوپ يوه سړه بڼه ده او له سرې مولۍ پخېږي.
د دغو خوړو په پخولو کې د بادرنګ، سرې مولۍ او مستو څخه کار اخیستل کېږي او په پای کې دغه خواړه د چرګې هګۍ سره یو ځای کېږي او خوړل کېږي.

۱۵ – بیلتانګ (سویلي افریقا)


بیلتانګ Biltang د بېلابېلو څارویو لکه د غوا او اوښ چرګانو له وچې او تازه غوښې چمتو کېږي او دې سرې کړې غوښې بڼه لري. ډېری خلک دغه خواړه ټوټې، ټوټې کوي او د دغو خوړو د ټوټو څخه په نورو خوړو کې ګټه اخلي.
د بیلټانګ ذایقه یا خوند لرونکی پنیر او د کچالو چپس د سوېلي افریقا یو بل نور خوندور خواړه دي.

۱۶ – بولګوګی ( سویلي کره)

سوېلي کوریا ته د سفر پر مهال د بولګوګي Bulgogi خوراک مه هېروئ. بولګوګي چې کوریايي ژبه کې د اور غوښې مانا ورکوي، باربیکیو ته ور ته د غوښې خواړه دي. تاسو کولای شئ دغه خواړه د سویلي کره‌ې په ټولو رستورانټونو او سوپر مارکېټونو کې لاس ته راوړئ.

۱۷ – پایلا ( اسپانیا)

پایلا Paella نامتو او خوندور اسپانیايي خواړه دي، په‌ دغو خوړو کې له وریجو، چرګ غوښې، ساسج، شرېمپ (یو ډول کلک پوستی کب)، زعفران او کچالو څخه ګټه اخیستل کېږي.
دغه خواړه په لومړي ځل د اسپانیې په والنسيا سیمه کې پاخه شوي وو، والنیسا هغه سیمه ده چې وريجې او زعفران پکې ډېر کرل کېږي.

۱۸ – خواږه چاکلیټ (سویس)

سویس نوم له خوندورو چاکلیټو سره تړلی دی، او که کله مو سویس ته سفر و کړ نو ارومرو د Cailler کارخونې ته ور شئ، ځکه د سویس او نړۍ تر ټولو غوره او خوندور چاکلیټ په دغې کارخونې کې جوړېږي وو.

۱۹ – ټام یام سوپ ( ټايلنډ)

ټام یام Tom yum سوپ د تروش (تروه) سوپ مانا لري، او د ټايلنډ تر ټولو خوندور سوپ دی چې ډېر خوښوونکي لري‌.
تاسو کولای شئ په دوه ډوله د ټام یام سوپ سپارښتنه ور کړئ، یو د کوپرې له شیدو سره او بل پرته له کوپرې له شیدو پرته.

۲۰ – فو ( وېتنام)

فو Phu د ویټنام کلتوري خواړه دي، او د سوپ يو ډول دی. د ویتنام په ګوټ ګوټ کې داسې رستورانټونه شته چې بیلابیل خوندور کورني خواړه چمتو کوي.
فو Phu له رومي بانجان (سرو بانجانو) او غوښې څخه پخېږي، او تاسو کولای شئ دغه سوپ هر وخت په خپلو خوړو کې و کاروئ، ان تر دې چې کولای شئ په خپل سهارنیو خوړو کې یې هم و خورئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*