بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند د ماشوم نړۍ روغه سټه ژوند بڼه

د مور شیدې زموږ سیارې ته نجات ورکوي

ژباړه: نسیمه محمدي

د مور شیدو ورکولو نړیواله اونۍ د اګست له لومړۍ تر اومې ده، چې هر کال دا مراسم د (WABA) د شیدو ورکولو لپاره د اقدام ټولنې په سرپرستۍ ترسره کړي.

د شیدو ورکولو اونۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲م کې اعلان او هر کال په ۱۲۰هېوادونو کې، د یونیسف او نورو سازمانونو لکه د شیدو ورکولو لپاره د اقدام ټولنې او نورو له خوا ترسره کېږي.

د دې چارې اصلي موخه، د فرد پورې منحصر، ماشوم ته په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شیدو ورکول او له دې لارې شیدو ورکولو ته د میندو هڅونه او په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د روغتیا له ښه‌والي سره مرسته کول دي.

څېړونکو ویلي د نابرابریو، فقر او کړکېچ څخه په ډکه نړۍ کې، شیدې ورکول د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو لپاره د مادام‌العمره روغتیا او سلامتیا بنسټ دی.

د مور شیدو ورکولو نړیواله ورځ، په دې برخه کې ښوونه او روزنه هڅوي؛ دا چې پوه اوسئ او د شیدو ورکوونکو میندو د حقونو څخه ملاتړ وکړئ او زده کړئ، چې څنګه باید د شیدو ورکولو عادت/ کړنه په ټولنه کې لوړه او وده ورکړل شي.

د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې، د مور له شیدو سره تغذیه، د ماشومانو د روغتیا لپاره ډېره مهمه ده.

د مور شیدې د هضم وړ پروټینو او طبیعي آنتي بیوتیک لرونکي دي، چې ماشوم د انتاني ناروغیو لکه نس ناستې او ذات‌الریه (د سږو د نسجونو التهاب/ پنوموکوک) څخه ساتنه کوي.

شیدې ورکول د مور سره د سینې او رحم له سرطان او د شکرې، قلبي ناروغیو او له زېږون وروسته د ژور خپګان په څېر ناروغیو په مخنیوی کې مرسته کوي.

د مور شیدې په ماشومانو کې زیات چاغښت او د ماشومانو د ډیابټ څخه په مخنیوي کې مرسته کوي، همدارنګه د کوچنیانو د ذکاوت/ هوښ ضریب لوړوي.

د دې اونۍ تر ټولو مهمه نکته

ماشومانو ته دشیدو ورکولو لپاره د میندو هڅونه، د مور د شیدو د ارزښت او د بشپړې تغذیې په اړه خبرتیاوې، د مور د شیدو د ارزښت او ګټو په اړه د علمي مقالو چمتو کول او په کار ځای کې ماشوم ته د شیدو ورکولو ملاتړ، د دې اونۍ له مهمو نکتو څخه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د امریکا د ماشومانو روغتیایي آکاډمۍ (AAP) ماشوم ته د مور د شیدو ورکولو پر ارزښت ټینګار کوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې ماشوم ته د زېږوېدو تر یو ساعت، او بیا تر شپږو میاشتو، باید شیدې ورکول دوام وکړي او له دې مودې وروسته د صحي او مغذي خوړو تر څنګ باید دا چاره تر دوه کلنۍ دوام وکړي.

brestfeeding932.jpg

د مور شیدو سره تغذیه د ماشوم د اړتیا وړ ټول مغذي مواد مهیا کوي.

کلسټروم (چې د ماشوم تر زېږېدو وروسته، په لومړیو ساعتونو کې د مور په بدن کې تولیدېږي)، د مغذي موادو او انتي بیوتیکو لرونکي دي، چې ماشوم د هغو باکتریاوو او وایروسونو په وړاندې چې د انتان لامل کرځي، څخه ساتي.

د دنده‌لرونکو مېرمنو لپاره له زېږون وروسته رخصتي، ماشوم ته د شیدو ورکولو د هڅونې یوه هڅه ده.

په نړیواله کچه د شیدو ورکولو زیاتوالی کولای شي د ۸۰۰ زره (د شپږ میاشتو څخه کم عمره ماشومانو) ژوند وژغوري.

د څېړونکو اټکلونه ښيي، ماشوم ته شیدې ورکول، د سینې په سرطان اخته د ۲۰زره میندو د مړینې څخه مخنیوی وکړي.

د مور شیدو نړیواله اونۍ د دې خوړو د لویو ګټو د ښودلو لپاره ده، چې کولای شي د مور او ماشوم پر روغتیا او رفاه او پر مناسبې تغذیي د مور تمرکز، د فقر کمولو او د ګټورو خوړو د امنیت په اړه پاملرنه زیاته کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف د راپور په اساس، د هرو پنځه ماشومانو څخه دوه تنه یې د ژوند په لومړیو ساعتونو کې د مور شیدو ته لاسرسی نه لري.

Baby_drinkt_bij_moeder_uit_de_borst_en_ervaart_de_voordelen_van_borstvoeding__1538379840_85994.jpg

د مور روغتیا

ماشوم ته د شیدو ورکولو پر وخت د مور سمه تغذیه د ماشوم د تغذیي په اندازه ارزښت لري.

د ښو خواړو خوړلو عادت باید له اومېندوارۍ وړاندې پیل شي، چې بدن د مغذيي او حیاتي خوړو د حاصلو وړتیا تر لاسه کړي، ځکه د تغذیي نه وړتیا کولای شي، د B12, D او اوسپنې کچه راټیټه کړي او دا کمښت د ماشوم بدن ته هم انتقالېږي.

شیدې خوړونکی ماشوم، چې د وېټامین ډي کمښت لري باید د دې وېټامین درمل ترلاسه یا میتقیماً د لمر وړانګو څخه ترلاسه کړي. پرته له دې ماشوم د راشتیسم(د هډوکو پر وده او پرمختګ اغېز ښندونکی ناروغۍ) اخته شي.

د میندو یو بل کمښت چې د ماشوم پر ودې اغېز لري، د وېټامین ډي کمښت دی، چې د مغزي حجرو په وده او د وینې د سرو حجرو په جوړېدلو کې مرسته کوي.

وېټامین بي۱۲ زیاتره په حیواني محصولاتو کې موندل کېږي، نو سابه خوښونکي میندې باید دا ټکی په پام کې ونیسي.

د مور شیدو سره د ماشوم تغذیه د ماشوم لپاره ډېره مهمه ده ځکه د ژوند تر ټولو ښه پيل رامنځته کوي او د مور او ماشوم لپاره تغذیه‌يي او عاطفي ګټې لري.

1219771_551.jpg

د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ په لړ کې د حللارو موندل، یو مهم نوښت دی، چې اساسي خدمتونه ګډوډ نشي او په دې برخه کې د اړتیا په صورت، لارښونې تر لاسه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان څېړنې ښيي، که مور په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ هم اخته وي، بیا هم د مور شیدې د ماشوم په ګټه دي او د انتان ضد موادو په ډول ګڼل کېږي.

د دې ټولو ګټو سربېره، د ودې په حال کې هېوادونو کې له شپږو میاشتو کوچني ۳۷٪ ماشومان، د مور له شیدو ګټه اخلي او دا د واقعیت او پرمختګ ترمنځ لوی توپیر دی.

د مور شیدو ورکولو نړیواله اونۍ د دې موضوع د اهمیت څرګندولو لپاره فوق‌العاده لار ده.

نو، نېږدې ۳۰ کالو راهیسې دا ورځ د مور شیدو د ګټو او تبلبغ لپاره په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

شیدو ورکول د مور او ماشوم ترمنځ د قوي عاطفي اړیکې لامل ګرځي.

همدارنګه، د بشپړو خواړو سیسټم دی. میندې په شپږو لومړیو میاشتو کې د شیدو ورکولو سره د ماشوم د بدن ټول اضافي او د اړتیا وړ مواد تامینوي. دا ډول تغذیه په بشپړه ټوګه شنه/سالمه ده، ځکه هېڅ ډول پاتې شوني نه تولیدوي او تولید او تحویل یې هېڅ ډول ککړتیا نه رامنځته کوي.

البته د سږکال مراسم به توپیري وي، ځکه ټول خلک د کورونا وایروس له ناروین سره مخ دي، خو بیا هم په دې برخه کې د ښوونې او روزنې اړتیا د تل په څېر مهمه ده.

د مور شیدو سره تغذیه او د زموږ د سیارې سلامتیا

د روان کال د مور شیدو موضوع «د سالمې سیارې لپاره د شیدو ورکول څخه ملاتړ» ده.

د سیاره‌ای روغتیا د سلامتیا مفهوم سرلیک «د بشري تمدن سلامتیا او ورسره تړلو طبیعي سیسټمونو وضعیت» تعریف شوی دی. د ځمکې د سیارې او د خلکو د یو بل پورې تړل کېدلو ماهیت د دې مستلزم دی، چې د دواړو په ګټه حللارې ومومو.

دولتونه د لاندې اوو لارو چارو سره کولای شي د مور د شیدو ورکولو په برخه پرمختګ  وکړي او تر ۲۰۲۵م پورې دا کچه په نړیواله سطحه لږ تر لږه ۵۰٪ ته لوړه کړي.

  • له زېږون وروسته تر دوه کلنۍ پورې د بودیجې لوړل؛
  • د مور شیدو د ځای ناستو محصولاتو تصویب او څارنه؛
  • د کورنیو او کارځای د رخصتیو د سیاستونو په اړه؛
  • په زېږنتونونو کې د شیدو ورکولو د بریالۍ کېدلو لپاره ګټور ګامونه اخیستل؛
  • په صحي مرکزونو کې د مور د شیدو د اهمیت په اړه لارښوونې؛
  • د ټولنې او صحي مرکزونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت؛
  • د شیدو ورکولو د پروګرامونو، سیاستونو او بودیجې څارنه.

په سمه توګه د مور شیدو سره د ماشوم تغذیه د مور او ماشوم د روغتیا ګټوره کړنه ده.

سرچینه: ایسنا

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ