د مور په اړه د لویانو خبرې!

ژباړه: نسیمه محمدي

جنت د مور تر پښو لاندې دی. [نبي کریم (ص)]
زما لپاره په نړۍ کې دوه ښایسته انځورونه دي، د ګل انځور او بل مې د مور انځور. (بالزاک)
ممکن یوه مور له خپل بالغ اولاد سره مخالفت وکړي، خو هېڅکله د خپل کوچني ماشوم په وړاندې، چې لاسونه یې د دې په لور اوږده کړي وي، تر څو یې په غېږ کې واخلي، مخالفت نشي کولای. (ماریا فون ټراپ)
مور یوه وسیله ده، چې له لارې یې یو نوی غوړېدلی ماشوم، ځان په یوه ټولنیز انسان بدلوي. (بېتا رانک)
مور د ژوند اصل/ لامل دی. (تولستوی)
ټول هغه څه چې اوس یو، هیله لرو چې شو، د خپلې فرښتې/ مور منندوی یم. (آبراهام لېنکن/ امریکايي سیاستمدار)
له مور پرته هېڅ ښځه نه پيدا کېږي، چې خپله مینه، ځواني، هیلې او امېدونه، وړیا د یو چا په واک کې ورکړي. (شوبر)
د مور یوې مچې زه نقاش کړم. (رافائیل)
جنت ته نه ځم، که مې مور هلته نه وي. (حسین پناهي)
حضرت فاطمة‌الزهرا (قالَتْ علیها السلام: الْزَمْ رِجْلَها، فَإنَّ الْجَنَّةَ تَحْتَ اقْدامِها، و الْزَمْ رِجْلَها فَثَمَّ الْجَنَّةَ. 17) ژباړه: تل د مور په خدمت او د هغې منونکی اوسه، ځکه جنت د مور تر پښو لاندې دی؛ او پایله به یې د جنت نعمتونه وي.
مور او پلار په ډېره تواضع خپل ژوند اولادونو ته بښي. (حکیم ارد)
تر ټولو غوره اولادونه هغوی دي، چې خپل مور او پلار د مصیبت او ناروغۍ پر وخت یوازې نه پرېږدي. ( حکیم ارد)
زیاتې مېلمستاوې او بنډارونه د انسان له ارزښت څخه کموي، پرته د مور او پلار له دیدار څخه. (حکیم ارد)
تر ټولو پاک مینه‌ناک کاته د مور او پلار په سترګو کې ولټوه.( حکیم ارد)
دا یوه قاعده ده، چې ټول پیاوړي نارینه، د خپلې برترۍ عوامل له میندو په ارث وړي. (ژول میشله/ فرانسوي لیکوال)
هغه درسونه چې د مور په زنګون زده شوي، هغه زده چې پلار راکړې، سره د هغو خوږو کیسو چې د بخارۍ تر څنګ په غوږ اورېدل شوي، خواږه یادونه دي، چې هېڅلکه نه هېرېږي. (لامنه)
د مور زړه د اولاد د زده‌ کړې ټولګی دي. په اصل کې د مور زړه، د اولاد لپاره د مینې او اندېښنو ډک وي. هر هغه څه چې مور اولاد ته زده کوي، له زړه سرچینه اخلي او د ژوند د تجربو څخه د زده کړې پایله ده.(هنري وارړ بېچر)
مور د سمندر ساحل دی، چې تل خپلې اندېښنې هلته ږدو. زیاتره ماشومان حتا ځوانان کولای شي، خپل رازونه او وېرې بې پردې او مستقیم له مور سره شریکې کړي. مور د اورېدو او پوهېدو لپاره زړه او بې شرطه مینه لري. (وی ویت تالمېګ)
د مورولۍ رول نړۍ ته راوړل دي. مورنۍ مینه د اندازې وړ نده او هر څه زغمي. په نړۍ کې هېڅوک د مور ځای نشي نیولی. (پيټر دی ریس)
مور د نړۍ جوړونکې او د خدای د خلقت هېنداره ده. (لوډونګ فان بټهوون)
تولې شیبې مور اوسېدل، د لوړ امتیاز لرونکو دندو څخه ده، چې امتیاز یې خالصه او بېسارې مینه ده. هو! میندې د دې دوامداره دندې په بدل کې پیسې نه ترلاسه کوي. هغه دنده چې کاري ساعتونو یې له ۸ او حتا له ۲۴ ساعتونو ډېر دي. او دا پرته د دوی د پاکې مینې بل څه نه دي.(میلدرد بي ورمونت)
مور! (م/ مینه)(و/ وفا) او(ر/ روح).
په کم عمر کې مور دا حس راکړ، چې هر څه ممکن دي او زه په دې باور لرم. (هاوارد شولتز)
یوازینی څه چې په ژوند کې بدلولای نشو، مور ده. (دیګو سیمئونه)
مور مې یوازنۍ ښکلې ښځه ده چې تر‌اوسه مې لیدلې. ټول هغه څه چې اوس لرم د مور له برکته مې دي. ټولې بریاوې مې، د مور د اخلاقي، فکري او جسمي روزنې له امله دي. (جورج واشنګتن)
شل کاله وخت نیسي، چې یوه مور له زوی سړی جوړ کړي، او مېرمن په شلو دقیقو کې له هغه احمق جوړوي. (رابرت فراست)
زه له مینې کرکه لرم، ځکه یو ځل میَن شوم او خپله مور مې هېره کړه.(مارک ټواین/ امریکايي لیکوال)
زما مور په ژوند کې ډېرې سختۍ تېرې کړي، خو فکر کوم له دې ټولو یې خوند اخیستی. (مارک ټواین)
هر نیک اولاد چې د مهربانۍ او مینې له مخې مور او پلار ته وګوري، د هر ځل کتو لپاره ورته د یو حج ثواب ورکول کېږي. (پیغمبر[ص])
نړۍ چې هر څه لري، زما له امله دي او زما هر څه د مور له برکته.(اډېسون)
مور د حق تعالی تجلا ده، د خدای رضا ده؛ باید خدای خوښ وساتو. (آناتول فرانس)
هېڅ ګل د مور خوشبويي، رنګ او ښکلا نه لري. (ارنست همینګوی)
د مور او پلار سره داسې چلند وکړه، چې له خپل اولاد یې تمه لرې.(سقراط)
د اولاد ښه او بد چلند تل د مور پورې مربوط دی، نه د پلار پورې. (ناپليون)
تر ټولو ښه اولادونه هغه دي، چې د خپلو کړنو سره د مور او پلار د ویاړ لامل کېږي. (وېکټور هوګو)
مور یوازینی موجود دی، چې د پاکې مینې په اصل پوهېږي. (انوره دو بالزاک)
مور کېدل د ښځې د کمال پړاو دی. (الکساندر دوما)
خلک فکر کوي زه شهامت لرم. زما شهامت کورنۍ، درې لوڼې او مور ده.(جیم والوانو)
یوه ښه مور په سلو ښوونکو ارزي. (جورج هربرټ)
مور د یو ماشوم د زړه آهنربا او د سترګو قطبي ستورې ده. (جورج هربرټ)

۱ تبصره

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ