ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د لاسونو رېږدېدل د کومې ناروغۍ نښه ده؟

  • ژباړه: نسیمه محمدي

د لاسونو رېږدېدل یا تر مور د ماغزو او اعصابو د ناروغیو یو ډول دی، چې په لومړیو کې نښې نښانې نه لري او د وخت په تېرېدو یې اعراض ښکارېږي. د لاسونو رېږدېدل ډېری وخت د خطرناکو ناروغیو نښه نه ده، مګر په ورځنیو چارو کې د اختلال سبب کېدای شي یا د ماغزو او اعصابو اړوند ناروغیو په هکله یو خبرداری وي.

که څه هم د کیمیاوي درملو د کارولو په اړه بېلابېل عقاید شته، خو د روغتیايي متخصصانو له نظره د جسمي او رواني ستونزو د درملنې لپاره یوه عامه حللاره د درملو کارول دي. د درد کمولو په موخه د درملو دوامداره خوړل، ممکن په لنډمهاله کې د فرد د ناروغۍ د ښه‌والي سره مرسته وکړي، خو په اوږدمهاله کې د ډول ډول ناروغیو، چې یوه یې د لاسونو رېږدېدا ده، سبب شي.

download (2).jpg

په شپه او ورځ کې له ۸ ساعتونو کم خوب، د مغز د فعالیت د کمښت او د بدن د دفاعي سیسټم د تضعیف سربېره، کولای شي یوه ستړې ورځ، د ستړیا او د لاسونو د رېږدېدو سره په اشخاصو کې رامنځته کړي. د بې خوبۍ د خطرناکو عوارضو څخه بل هم د بدن د هورمونونو بدلون، د لید اختلال، مغزي او قلبي حملې، ډېره اشتها، د وینې لوړ فشار او د وېښتانو شدیده تویدنه یادولای شو.

download.jpg

«کافئین» په نړۍ کې یو د ډېرو پلورل شویو او معمولي درملو په توګه پېژندل شوي.

ډېری دنده لرونکي او زده‌کړیالان د ستړیا، هوښیارۍ او ويښ پاتېدو لپاره، کافئین کاروي، خو د روغتیاپالانو په آند د کافئین ډېر مصرف د ډول ډول ناروغیو، لکه د وزن کمېدل، آلزایمر، پارکینسون، د وینې قند لوړېدل، بې خوبي، سر درد، خپګان، د لاسونو رېږدېدل، په اومېندواره مېرمنو کې د جنین د ودې ځنډېدل او مړه کېدل او د جنین د زړه ناطبیعي رېتم دي.

download (3).jpg

استرس کولای شي بېلابېل لاملونه ولري، په اصل کې د یوې پېښې واقع کېدل، شاید د یوکس لپاره د استرس وړ او بل کس ته هېڅ نامطلوبې پایلې ونه لري، خو اوږدمهاله او مکرر استرس ممکن خطرناک عوارض، لکه په مغزي سیسټم کې اختلال، آلزایمر او د لاسونو لړزې په توګه ښکاره شي.

پارکینسون ناروغي د اعصابو یوه ویجاړوونکې ناروغي ده، چې د لومړي ځل لپاره برېټانوي پوه، جېمز پارکېنسون په ۱۸۱۷م کشف کړه او دې پوه وروسته پارکېنسون ناروغي (رېږدېدونکی فلج) ونوموله. په اصل کې د پارکېنسون ناروغۍ مشخصه نښه، د لاسونو لړزه او د حرکتونو ورو کېدل دي.

سرچینه: yjc.ir

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: